یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهشیخ خالد: د تبليغاتو له وجې د امر بالمعروف نوم سره هم...

شیخ خالد: د تبليغاتو له وجې د امر بالمعروف نوم سره هم ځينې خلک حساسیت لري

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې شلمه)‏ د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزير شېخ خالد وايي اغیارو او پردي پالو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په ضد دومره زیات منفي تبلیغات وکړل، چې اوس یې ځینې خلک له نوم سره هم حساسیت لري.

نوموړي پرون د کابل ښار په یوه عصري هوټل کې د صنعت او تجارت وزارت، کسبکارانو او هټیوالو خونې په ګډه غونډه سوداګر د هېواد بنسټیز او مهم قشر وباله او ورته یې وویل: راځئ دین یوازې تر مسجد پورې محدود نه کړو، بلکې د ژوند په ټولو امورو کې يې مراعات او عملي کړو.

‏شیخ خالد زياته کړه:تجارت او اقتصاد مهم دي؛ خو چې کله د عبادت وخت راشي؛ نو بیا باید د الله تعالی عبادت ته وخت ورکړو.

‏نوموړي د ښځو د حقونو په اړه وويل:دا حقوق النسوان نه دي، چې هغوی دي، حجاب ته اور ورته کړي او د عریانۍ له پاره چیغې ووهي. زموږ حکومت د ښځو مشروعو حقوقو ته ژمن دی.

طالب وزير دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې په وروستيو کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په ځینو ولایتونو کې خپلې هڅې پراخې کړي او ويل کېږي، چې د خپلو پیغامونو ډ رسولو لپاره یې شاوخوا ۱۰ زره ملايان د رسمي تشکيل له مخې ګومارلي.

د طالبانو منتقدین دا ډول هڅې د خلکو د فردي ازادۍ او حقونو د نقض لپاره ګڼي او ورسره مخالفت کوي، خو طالبان د خپل دغه وزارت او نورو حساسيت لرونکو اقداماتو دفاع کوي.

3 COMMENTS

  1. اقتصاد،زراعت،انجنیری،طبابت،ساینس او ټول علوم نافعه او بیا تفسیر،حدیث،فقه،سیرت او نور و ټولو شعباتو کی تخصصی زده کړې او تحقیق پر امت فرض کفایی دی او ټولې زده کړی او عمل یی باید پداسی نیت ،ادب او اخلاقو تر سره شی چې په عبادت حساب شی ،اصلا د مومن د ژوند ټولې برخې عبادت دی که هغه اقتصاد وی یا نوری برخې ،خو خپل مینځ کی ترتیب او نظم لری نو موږ له یو عبادت نه بل ته ځو، ځکه انفاق،زکات،تجهیز د مجاهدینو او ملی خدمات ټول اقتصاد پورې تړلی،اوتر ټولو اهمه دا چی بی له ښه اقتصاد څخه موږ خپلواک چلیدي نشو
    نو داسې ویلی شو ؛هر هغه عمل چې د شریعت سره سم د خدای جل جلاله د رضا لپاره تر سره شې ،
    هغه عبادت دی
    او د اقتصاد نور اړخونه او تخصصی بحث پریږدم د اقتصاد متخصصینوته

  2. خلک له دې نه ډاریږي : داسې نه چې ټالبان سبا د فرعونانو په شان د خدایی دعوه ونکړئ .

  3. How you got the right with your 7000 crew to investigate people private lives plus tell and order other humans, how to live, behave and function?

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب