یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ټرمپ نوی کتاب، ولسمشر غني يې « د پريمانه پيسو» په...

د ټرمپ نوی کتاب، ولسمشر غني يې « د پريمانه پيسو» په وړلو تورن کړی

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې شلمه)‏ ‏‏د امريکا متحده ايالاتو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ « د یو بل ترڅنګ زموږ سفر» په نوم نوی کتاب چاپ کړی.

هغه په دې کتاب کې د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني په اړه لیکلي، چې نوموړی د افغانستان « تښتیدلی ولسمشر» دی، چې « پریمانه پیسې» يې له ځان سره وړي دي.

ويل شوي، چې د ولسمشرۍ له دندې وروسته دا د ډونالډ ټرمپ لومړنی چاپ شوی اثر دی.

په ياد شوي کتاب کې د ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې شاوخوا ۳۰۰ عکسونه له لنډو توضيحاتو سره چاپ شوي.

د کتاب په يوه برخه کې د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني او ټرمپ ګډ عکس چاپ شوی او ورسره لیکل شوي: اشرف غني له امریکایانو غوښتل، چې ميليونونه ډالره هغو خلکو ته ورکړي، چې موږ سره نه دي.

ډونالډ ټرمپ وړاندې لیکي: د افغانستان تښتیدلي ولسمشر آخر له پریمانه پيسو سره، له افغانستان څخه تېښته وکړه.

ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې هم د ولسمشر غني په اړه توندې نیوکې لرلې.

ولسمشر غني بیا له طالبانو سره د ټرمپ د قطر د سولې د هوکړې مخالف و او دا یې د افغانستان پر جمهوري نظام له طالبانو سره د امریکا معامله ګڼله.

پر ښاغلي غني د روسیې د استخباراتو تر څنګ طالب چارواکو او نورو منتقدینو یې هم له افغانستان څخه د وتو پر وخت د پریمانه پيسو د وړلو تور پورې کړی او ویلي، چې هغه ۱۶۸ ميليونه ډالره ورسره وړي دي.

ولسمشر غني بیا څو ځله د يادو تورونو له ردولو سره په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د نړيوال سازمان تر چتر لاندې د څېړنو غوښتنه کړې او ويلي، چې د مالي فساد د تورونو په اړه له هر ډول پلټنو سره همکارۍ ته حاضر دی.

4 COMMENTS

  1. اول ترومپ کله دومره پوهه لري سي کتاب وليکي ، دوهم دده خو نجاسته خباثته بل کار نه وه. چا به ورته ليکلی زه فکر نه کوم سي دی او په ټول د امريکا يرغلګر رئسان دومره پوهه ولري سي کتاب وليکي؟ دده سره کوم ثبوت سته ؟ غني خو دغه د بشريت دښمنان تږي له اوبو تير کړل ، ځکه ددوۍ ټوله غوسه غني ته ده.

  2. ټولو ته سلامونه اوبیا سید میها ممد ته سلام ، اوبخشه چې دا دنوم اسپیل يو څه ګډوډ و اوشاید هدف یې ( سید محمد) وی په هر صورت زه یې لیکنه تاییدوم ځکه تر امپ تر ۲۰۱۹ کال پورې دکرزی او غنی توپیر نشو کولای آن تردې چې یوواريې له دې کبله بښنه هم وغوښته اوبله خبره داچې دی د۱۶۸ زرو ډالرو غم پسې کتاب لیکلی خو محمود کرزی چې ۲۷۴زره ډالره وړی او نورو مفسیدنو چې په لک هاوو ډالره وړی په شمول دامریکایانو دهغو په کیسه کې هم نه دی هغه ددری ژبو دپسه اوبزې کیسه ده – که چیری دهغه خبره ریښتیا وی نو باید( ګوبایډن) یې دڅیړونو غوښتنه وکړی

  3. بایډن وایی چه مونږ افغانستان ته د سولی دپاره نه ؤ تللی او هلته مو د توروریسم سره جګړه کوله ، یا مو خپل مقصدونه مخکی وړل ټرمپ دڅه دپاره پیسی ورکولی چه چه افغانستان پری برباد کړی . ټرمپ چه هر څه غواړی هغه د لیکی هغوی د افغانستان ورانی غوښتله خو اشرف غنی دا کار ونه کړ ځکه دوی پری قهر دی
    د ترمپ په زور یی نیم حکومت عبدالله نه ورکړی وه ، دفاع وزیر هم دوی ټاکلی وه چه تسلیم شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب