یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد تحليل ګرانو شبکه: د یو شمېر ط مشرانو لوڼې قطر کې...

د تحليل ګرانو شبکه: د یو شمېر ط مشرانو لوڼې قطر کې عصري زده کړې کوي

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې شلمه)‏ ‏‏ټلګراف رسنۍ د افغانستان د تحليل ګرانو شبکې (AAN) په حواله په يوه راپور کې د افغانستان د طالب چارواکو د نجونو د زده کړو په اړه راپور خپور کړی.

د سرچينې په حواله، د طالبانو د ډېرو لوړ پوړو مشرانو لوڼو د‌ قطر په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره نومونه ليکلي دي.

د راپور له مخې، طالب مشرانو خپلې لوڼې په داسې مهال د قطر په ښوونځيو او پوهنتونونو کې شاملې کړي دي، چې په افغانستان کې ېې د ميليونونو نجونو پر مخ له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي تړلي.

د طالبانو د مذاکراتي پلاوي یوه غړي ویلي، چې د ډېرو نورو نجونو په شان د دوی نجونې هم زده کړو حق او لېوالتیا لري.

د افغانستان د تحليل ګرانو شبکې د راپور په اساس، د طالبانو د اوسنۍ کابينې غړي خپله لور د قطر په یوه پوهنتون کې شامله کړې، څو د طب په برخه کې زده کړې وکړي.

ويل کيږي، چې د طالبانو د قطر دفتر دوو نورو غړو کابل ته د ستنېدو باوجود خپلې لوڼې په قطر کې پريښي، څو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د طالبانو يوه چارواکي، چې مخکې په قطر کې اوسیده، د افغانستان د تحليل ګرانو شبکې ته ويلي: د هغو طالبانو اولادونه، چې کورونه یې دلته په قطر کې وو، د عصري زده کړو ډېر مینه وال دي او پلرونه ېې هم د زامنو او نجونو د دې لېوالتيا مخالفت نه کوي، په هر عمر کې د عصري زده کړو اجازه ورکوي.

د ياد شوي راپور پر بنسټ، ډېر طالب مشران د هغو ښوونځيو او پوهنتونونو لېواله دي چې اولادونو ته یې د اقرا په نوم د غربي او اسلامي زده کړو د ګډ سيستم له مخې روزنه ورکړي.

ویل شوي، چې ډېرو طالب مشرانو د قطر په هغو پاکستاني ښوونځيو کې خپلې لوڼې شاملې کړي، چې په انګليسي ژبه تدريس کوي.

په راپور کې دا هم راغلي، چې ډېرو نورو طالب مشرانو د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې په پټه خپلې لوڼې شاملې کړي او تر څنګ ېې د بهرنيو مضامینو، انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړې ورباندې کوي.

طالبانو د دغه راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

6 COMMENTS

  1. نو زما ښوونځی يې ولي په شهادت رسوه؛؟ جګړې له اوله د واک لپاره وه، نه اسلام مطرح وو نه دین مطرح وو، البته دین یو ابزار وو

  2. ان شاءالله ، ټالبان به هم کرار کرار مسلمانان شي او د اسلام حقیقي اصول به زده کړي . دوی ته چټلستاني استخباراتي ملایانو د اسلام مبارک دین نه ببو جوړ کړی وو، ټالبانو به ټول ښوونکي وژل ، ښوونځیو ته به یې اور اچوو خو خبر نه وو چې دعلم زده کړه په ټولو مومنانو باندې فرض ده .
    ټالبان به وایی چې مونږ د خپل بلاګي سر بلي خواته تاوکړی او مونږ نه ګوناهګاره کیږو خو د افغانانو نجوني باید چادري واغوندي او په کور کې پاته شي .

  3. د پورته رپورټ د صِدق احتمال ډیر قوی دئ او دا چی طالب مشران د هیواد په کچه د وولس خصوصاً ښځو د عمومی ښوونی مخالفت کوی علت ئې دا دئ چی:
    د طالب د تاریک تحریک اکثره عسکر د تحجر په موادو روزل سوی او د مدنیت ضد مخدرات ئې په افکارو او عقائدو کی تزریق سوی دی، له بلی خوا د طالب د حاکمیت بقاء او ټینګښت هم د همدې متحجرو عسکرو په شتون کی د تعریف وړ دئ ، نتیجتاً:
    طالب مشران د عسکرو د احتمالی یا حتمی طغیان څخه د بیری پخاطر او یا لږ تر لږه د خپلو تخدیر سوو عسکرو د اِقناع پخاطر مجبور دی چی اوسمهال او حتی بل مهال او سبا او یل سبا ( د بیا محو کېدو تر شېبې پوری ) ئې د خپلو عسکرو فکری دریشی اغوستې وی.
    او
    دا احتمال هم شته دئ چی:
    نړیوال استعمار ( انګریز او امریکائی په ګډه ) د طالب مشرانو ته هر ډول مادی او معنوی امتیازات ( د اولادونو د لوړو زده کړو اجازه او لګښتونه ) ور بخښلی او منلی وی او په مقابل کی ئې دا امتیاز ترې غوښتئ وی چی ( مثلاً ) وولس د سوټی په زور په تاریکه کی وساتی لکه څنګه ئې د نادر بړوه د بړوه زوی د سلطنت او حکومت د بقاء شرط او تضمین همدا د وولس روزنه د تحمیق او تحمیر په طویله کی اِعمال کړې وه.

  4. اصلا دا ویش او دا طرز تفکر کی لږ وضاحت پکار دی،موږ منحیث امت او بیا د بشری تمدن مخکښانو په ټوګه په لږ تر لږه ۷۰۰ اووه سوه کاله یعنی تر اتمی هجری پیړۍ پوری دبشریت دټولو علومو او تکنالوجی معلمان او مرجع وو،د دنیا له هر ګوټ څخه خلک د علومو د زده کړی او تداوې لپاره اسلامی مرکزونو ته راتلل،هغه وخت چې اروپا او نورو د جهالت په تورتم کی ژوند کولوو ،
    اسلامی نامتو علما د صحابه او امامانو څخه وروسته په ټولو رشتو کی وځلیدل او دڼنې ساینس او تکنالوجۍ بنسټ ایښودونکی وګرځیدل ،فقهای امت لیکې ؛زراعت،انجنیری،طبابت،ساینس ،نجوم،ریاضی او ټول علوم نافعه او نور و ټولو شعباتو کی تخصصی زده کړې او تحقیق پر امت فرض کفایی دی او ټولې زده کړی او عمل یی باید پداسی نیت ،ادب او اخلاقو تر سره شی چې په عبادت حساب شی ،اصلا د مومن د ژوند ټولې برخې عبادت دی که هغه اقتصاد وی یا نوری برخې ،خو خپل مینځ کی ترتیب او نظم لری نو موږ له یو عبادت نه بل ته ځو، ځکه انفاق،زکات،تجهیز د مجاهدینو او ملی خدمات ټول اقتصاد پورې تړلی،اوتر ټولو اهمه دا چی بی له ښه اقتصاد څخه موږ خپلواک چلیدي نشو،نو همداسی هره یوه رشته د علوم نافعه په انسانی ژوند کی عمیق رول او ریښه لری چی اسلام منحیث نظام زندګی او قانون الهی تر نورو پوره پاملرنه ورته کړیده
    دا چې دعلم تحصیل پر هر مسلم فرض ګرځول شوی،متعډد مراتب لری؛هغه علم چې پر هر مسلمان فرض دی،هغه علم چې علاوه له فردی مسئولیت نه،اجتماعي او بشری مسئولیتونو پوری تړاو لری،

    نو خلاصه دا چې قران کریم،احادیث او سیرت نبوی صلی الله علیه و سلم،سلف صالح او فقهای امت داسې ویش ندی مطرح کړی چې ژوند کی امت ،بل ته اړ او ذلیل وی ،نو داسې ښکاری چې دا
    ویش اجنبی او په مرض وغرض ګکړ وی،ځکه د د۰ نابلسی د تحقیق په اساس د۱۳۰۰ ایتونو شاوخوا
    یواځې تکوېني دی چې ټول لارښوونی دی ساینس ته۰

    ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب