یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا هیبت الله: دیني مدرسو او عصري ښوونځيو ته جدي پاملرنه لرم

ملا هیبت الله: دیني مدرسو او عصري ښوونځيو ته جدي پاملرنه لرم

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې شلمه)‏ ‏‏ طالب چارواکو ویلي، چې د دوی عمومي مشر ملا هیبت الله اخوند زاده ( چې دوې ېې امیرالمؤمنین ګڼي) د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر مولوي نورالله منیر او د یاد وزارت د ښوونې او روزنې معین مولوي سخاءالله سعید سره په کندهار کې وکتل.

د باختر آژانس په حواله؛ په دې کتنه کې د پوهنې وزیر د وزارت وړاندیزونه او ستونزې له نوموړي سره شریکې کړې او د ځينو موضوعاتو په اړه یې ورڅخه لارښوونې وغوښتې.

ویل شوي، چې د طالبانو مشر د هېواد په تعلیمي ډګر کې د پوهنې وزارت هلې ځلې وستایلې او څرګنده یې کړه چې د طالبانو مشرتابه په ټول توان سره د دیني مدرسو، عصري ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو اکمال، تمویل او فعالولو په برخو کې په پوره جدیت سره کارکوي او خپل ټول امکانات او اسانتیاوې په کار اچوي.

د طالبانو د مشر په حواله دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د دوی له واکمنیدو سره په هېواد کې د میلیونونو نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځيو دروازې تړلي دي او له دې کبله دوې په ملي او نړيواله کچه نیوکو سره مخ شوي دي.

طالب چارواکو په راتلونکي پسرلي کې د تړل شويو ښځينه ښوونځيو د پرانيستل کيدو خبر ورکړی.

2 COMMENTS

  1. mula sahib.
    keep away afghans from pakistani I s I agenda
    afghans want to open doors for science &technology for male and female.
    control afghan waters special tuner river from punjaab.
    open driving schools in 34 province to afghans become familiar with machinery
    keep balance of diplomacy between iran&saudia/
    between pakistan& india.
    between america,nato &russia,china
    bring back afghan army officers/educated afghans and doctor sahib ashrafghani team
    make housing in 34 province.privat sector and national afghan belayed or rebuild house for refugee.
    build agriculture.commers and fabric for afghan supply.
    stop pakistani meat chicken.fish to the country.
    support afghan products
    you will get victor in government
    thank you

  2. که ملاصاحب ژوندی وي او رښتیاهم د علم او تحصیل طرفدار یا ملاتړی وی ، نو مهرباني د وکړي دا د عالي تحصیلاتو پرضد پر حجاب مین ملا دې څومره ژر چې کېدای شی ورک کړي او پرځای دې یو مسلکي شخص چې عالي تحصیلات ولري مقرر کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب