یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد انسان تښوونکو خلاف عمليات، ۳ تنه ژغورل شوي، يو تښتونکی وژل...

د انسان تښوونکو خلاف عمليات، ۳ تنه ژغورل شوي، يو تښتونکی وژل شوی او ۶ نیول شوي

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې شلمه)‏ ‏‏د طالبانو چارواکو ويلي، چې د انسان تښوونکو پر وړاندې دوه جلا عملياتو کې يې ۳ تنه د هغوی له منګولو ژغورلي.

.د طالبانو د اعلامیې له مخې، ځواکونو يې د مزارشریف ښار ۴ حوزې په مربوطاتو کې یوه ۱۱ کلنه ماشومه او یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل او خپلې کورنۍ ته وسپارل شول.

طالب چارواکي وايي چې د قضیې په تړاو څلور تنه نیول شوي دي.

طالبانو دغه راز ‏په پروان کې د انسان تښتوونکو له منګولو یو سوداګر آزاد کړ.

د طالب چارواکو په خبره، . ځواکونو يې د دغه سوداګر د عملیاتو په پایله کې آزاد کړی دی چې پر مهال یې له انسان تښتوونکو سره نښته هم کړې.

ځايي چارواکي وايي چې په نښته کې یو انسان تښتوونکی وژل شوی او دوه نور نیول شوي دي.

په وروستيو کې د انسان تښتونې پېښې په بېساري ډول زیاتې شوي، خو طالبان وايي چې یوه لویه برخه تښتول شوي کسان ېې بيرته را خوشې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب