یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهایران د ډبرو سکرو څخه په افغانستان کې د بریښنا تولیدولو لپاره...

ایران د ډبرو سکرو څخه په افغانستان کې د بریښنا تولیدولو لپاره لېوالتیا ښودلې

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې نولسمه)‏د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت چارواکو ويلي، چې ایراني چارواکو په افغانستان کې د ډبرو سکرو څخه په بریښنا تولیدولو کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتيا ښودلې ده.

ويل شوي، چې یوه ایراني پلاوي دا لېوالتيا د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت له سرپرست ملا عبدالطيف منصور سره په لیدنه کې څرګنده کړې ده.

د ایراني پلاوي مشر مجيد شيرزوي ویلي، چې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزير دې ایران ته سفر وکړي څو هلته د دوی ورته تولیدات له نېږدې وویني.

‏د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت په دې اړه له نورو جزییاتو پرته ویلي، چې په دې اړه د نورو ناستو او بحثونو پریکړه وشوه ‌

يو شمېر منتقدینو د ګاونډيو او نورو هېوادونو ورته طرحو ته د شک په سترګه لیدلي او له طالب چارواکو یې غوښتي، چې په داسې مواردو کې له اقدام مخکې د اړوندو برخو متخصصينو سره پوره مشوره وکړي، څو بهرنيان په دې ډول ځینو مغرضو موخو ته ونه رسيږي.

4 COMMENTS

  1. که توافق ددواړه په ګټه ۵۰:۵۰ وی نو بیا دا ښه ده چه ګاونډیان په افغانستان کی مشغول سی ترڅو ددسیسو مخنیوی وسی. ځکه دبدحالاتو په وخت کی به دخپلو ګټو دتضمین په خاطر لیږ ښه فکر وکړی.

  2. ایران خپله د برښنا د تولید په برخه کې دومره تجربه نه لري چې له افغانستان سره مرسته وکړي . دوی ته د کرج بند انګلیسانو جوړ کړی دی .
    کله چې خوردضابط امیر اسمعیل خان د اوبو او برښنا وزیر وو ، ایرانیانو خپل ډیزلي له وخته تېر جنراتورونه پر افغانستان په لوړه بیه وپلورل ، چې د څو میاشتو استعمال نه وروسته غیرفعال او کباړ شول.
    له بلې خوا د ډبروسکرو سوځول د چاپېریال لپاره ډېر مضر او بد عواقب لري.
    په اوس وخت کې نړیوال د لمر له وړیا انرژۍ ، باد او اوبو له الهي نعمتونو نه د انرژۍ د تولید په برخه کې ګټه اخلي . هغه اوبه او سیندونه چې الله تعالی افغانانو ته ورکړیدي ، د برښنا د تولیدولو ښه وړتیا لري .
    ترټولو مخکې له خپلو متخصصینو ، انجنیرانو او هېوادوالو سره مشوره وکړئ . که ضرورت وي له ترکانو او د سویس او یا د روس له متخصصینو مرسته وغواړئ .
    ایرانیان هرځل له افغان لوري سره په موافقتنامو کې د هلمند د اوبو تړون ته د افغانستان تعهد ترلاسه کوي او د همدې مقصد لپاره افغانان تهران او مشهد ته وربولي .

  3. اوس ټوله نړۍ د پاکی انرژی ناری وهی، لکه سولر، بادی بریښناو، د اوبو ډیمونه او اتمی انرژی، خو ایرانیان هم غواړی لکه پاکستان زموږ سترګو کی خاوری واچوی او د خپل مات اقتصاد ماشین هم را باندی چالان وساتی او په نورو افتونو مو هم اخته او د ځان محتاج مو هم کړی او بیا به منت هم راباندی کوی . فقط موږ د خپلو ابو بندونه جوړوو یا د هند یا د روسیی، جرمنی یا جاپان او ایتالیا په مرسته. البته روسیه او جرمنی دی برخه کی افغانستان او دهغه خصوصیاتو سره ښه شناخت لری او کمکونو یی ښه نیجه ورکړی، هند هم ډیر ښه کمکونه کړی دی ایتالیه هم کیدای شی د سولر برحه کی لویه پروژه جوړه کړی ایران نه دوست دی او نه سم کار کوی تکنالوزی یی صفر ده د چین د کار شرایط او تګنالوزی هم یکبار مصر ف ده . چین فقط خپل مفاد لټوی نو دهیواد وطندوسته متخصصینو څخه نظر واخلی آن خپل دښمن یعنی اشرف غنی څخه پوښتنه وکړئ، خو مقصد ښه کار وکړی او د وطن خیر مو وسنجوی. غنی که د طالب جان دښمن هم یادیږی، خو وطندوست او ډیر هوښیار سړی و اوس چی له خلکو اورو او کیسی کوی دغه غنی په اقتصاد او ددنیا په چمونو ډیر خبر و انګریزی کی هم ډیره جرار و پشتو خبرو کی صفر و چیغی یی وهلی والسلام

  4. فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون۰
    موږ الحمد لله ټولو برخو کی ښه متخصصین لرو،له سفارتونو وغواړی چې فهرست یی برابر کړی،د ضرورت په وخت کې دوی نه مشوره اخیستل شرعی،علمی او افغانی ضرورت دی،هر وزارت باید خپل اهل د مشورې تشخیص او دعوت کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب