یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهفارياب کې تښتونکو د ۵۰ زره ډالرو د ترلاسه کولو باوجود یو...

فارياب کې تښتونکو د ۵۰ زره ډالرو د ترلاسه کولو باوجود یو کس وژلی

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې نولسمه)‏د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې یو تښتول شوی غالۍ پلورونکی سره له دې، چې د خوشې کیدو په بدل کې ېې تښتونکو ته ۵۰ زره ډالره ورکړل شوي وو، خو بيا هم وژل شوی او مړی يې له تښتولو درې میاشتې وروسته په څاه کې موندل شوی دی.

یوې سیمه ییزې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې دغه ځوان سوداګر حفیظ الله عمر نومېده او د اندخوۍ ولسوالۍ اوسېدونکی و.

د سرچینې په وینا، دغه کس درې میاشتې مخکې ناپېژاندو کسانو تښتولی و.

هغه زیاته کړه، چې انسان تښتوونکو د دغه سوداګر له کورنۍ ۵۰ زره ډالر هم ترلاسه کړی و؛ خو بیا یې هم وژلی دی.

په وروستیو کې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د انسان تښتونې د پېښو د زیاتېدو خبرونه ورکول کېږي.

تېره اونۍ د کابل د طبي پوهنتون استاد او د اعصابو جراح ډاکتر فواد پیرزاد نا معلومو کسانو وتښتوه، چې برخليک یې تر اوسه پورې نه دی معلوم.

له دې سره طالبانو ګڼ تښتول شوي کسان د انسان تښوونکو له منګولو خوشې کړي هم دي.

2 COMMENTS

  1. د هلمندی او لوچکو کندهاریانو کار دی. دوی سره طالبان هم ملګری دی ځکه خو نو د قاچاقبرو او انسان تښتونکو اعدام هم اوس نکږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی