دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونههرات کې ۱۰ نارینه او ښځې د « اخلاقي فساد» په تور...

هرات کې ۱۰ نارینه او ښځې د « اخلاقي فساد» په تور نیول شوي

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې نولسمه)‏ په هرات کې د طالبانو ځايي چارواکو ویلي، چې په دوه جلا پېښو کې ېې ۱۰ نارینه او ښځینه د « اخلاقي فساد» په تور نیولي دي.

د طالبانو د هرات امنیه قومندانۍ چارواکو ویلي، چې په لومړۍ پېښه کې ۷ تنه د دوو ښځو په ګډون او په دویمه پېښه کې درې تنه د دوو ښځو په ګډون د « نا مشروع اړيکو او اخلاقي فساد» په تور نیول شوي دي.

ويل شوي، چې په نیول شویو ښځو کې يوه داسې ښځه هم شامله ده، چې نورې ښځې یې نا مشروع اړيکو او اخلاقي فساد ته هڅولې.

د طالب چارواکو په حواله، د یادو کسانو اړوندې دوسيې اړونده ادارو ته استول شوي دي.

د نیول شویو تورنو کسانو نظر په دې اړه نه دی ترلاسه شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب