دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهاتمر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي دفتر لپاره بل...

اتمر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي دفتر لپاره بل سرپرست ټاکلی

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې نولسمه)‏ د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نمایندګۍ دفتر لپاره نوی سرپرست ټاکلی.

نوموړي د ملګرو ملتونو د سرمنشي په نوم استولي مکتوب کې لیکلي، چې د ولي نعیمي په نوم ټاکل شوی کس به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي دفتر سرپرستي وکړي.

ملګرو ملتونو تر اوسه د دې ګومارنې د منلو یا نه منلو په اړه څه نه دي ويلي.

د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته هم ملګرو ملتونو پریکړه وکړه، چې د افغانستان د استازيتوب څوکۍ به د طالبانو حکومت ته نه ورکوي.

له دې سره، په دغه نړیوال سازمان کې د جمهوري نظام له لوري ټاکل شوې سفیر غلام محمد اسحاقزي له دندې استعفا وکړه، چې پر ځای ېې د هغه مرستيال نصير احمد فایق ځان د افغانستان د یادې نمایندګۍ سرپرست اعلان کړی و.

فایق څه موده مخکې وویل، چې د جمهوري ارزښتونو استازی دی، خو د پرځول شوي نظام د چارواکو استازی نه دی.

نوموړي د پرځول شویو چارواکو د بهرنيو شتمنيو د کنګل کیدو او څېړنې غوښتنه هم کړې وه.

نصير فایق اوس ویلي، چې د همدې څرګندونو له کبله ېې د ګوښه کیدو پلان جوړ شوی.

3 COMMENTS

  1. رښتیا چی دانسان چی ضمیر مړ شی هغه بیا په ژوندونی هم مړ حسابیګی دا خو هیڅ دشرم په نامه څه نلری اتمر یو له هغی نه دی

  2. یو مامور ، کارمند ، مسوول او دیپلومات چې د کومې ادارې له خوا مقرر شوی وي ، هغه یې د ګوښه کېدو ، تبدیلي ، مکافات او مجازات صلاحیت هم لري .
    هېڅوک ځان په خپله نشي مقررولی . د هغه دعوه غیر اصولي او د ټولو نړیوالو نورمونو پر خلاف ده .
    بنا نصیر احمد فایق د پخوانی دولت یو مامور وو او د هغه آمر حنیف اتمر هغه تبدیلولی هم شي .
    ترڅو چې د افغانستان دولت د ولس او نړیوالو له خوا په رسمیت پېژندل کیږي ، بنا دا څوکۍ د پخواني دولت له خوا رهبري کیږي . یو دولتي کارمند د خپل هېواد یوې رسمي مرجع ته باید مسوول وي. ښاغلی فایق ځان واجب الاحترام او غیرمسوول بولي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب