دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهامریکا د داعش د خراسان ځانګې پر مشر ۱۰ ميليونه ډالره جایزه...

امریکا د داعش د خراسان ځانګې پر مشر ۱۰ ميليونه ډالره جایزه وټاکله

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې نولسمه)‏ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه تازه ګام کې د داعش ډلې د خراسان ځانګې پر مشر شهاب المهاجر( مستعار نوم ېې دی) ۱۰ میلیونه امریکایې ډالره جایزه اعلان کړه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې نوموړی په افغانستان کې د داعش ډلې د ټولو بریدونو له کبله مسوول دی.

ويل شوي، که هر څوک د نوموړي د پټنځای په اړه کره معلومات شريک کړي، امریکا به یاده جایزه ورکړي.

د افغانستان یا خراسان لپاره د داعش ډلې دغه مشر د ۲۰۲۰ په جون کې دغه مسووليت ته ګومارل شوی.

د هغه په اړه ويل شوي، چې د کابل ولايت اوسيدونکی او د پولیتخنیک پوهنتون د انجینیرۍ پوهنځي نه فارغ دی.

نوموړی مخکې د جمهوري نظام د لومړي مرستيال امر الله صالح د ګاردانو په ډله کې هم شامل و.

1 COMMENT

  1. د کوم ټکسی موټر د خاوند سره می د کار د پیل مخکی د هغه توضیحات او تشریحات واورېدل.موټر ئې هم زوړ او هم خیرن ؤ. تر تشریحاتو وروسته ئې را ته په ډیر صمیمیت وویل که ” کومه پوښتنه ولرې نو کولای سې مطرح ئې کړې “.
    ما ور ته وویل چی نوری پوښتنی خو نلرم فقط دا یوه پوښتنه لرم؛
    ” که زما سره یو مسافر له فلانی ځای څخه فلانی ځای ته ولاړ سی نو دا ( مثلاً ) ۱۸ ډالره هغه باید راکړی او که ئې زه باید ورکړم؟ “.
    په تعجب ئې را نه وپوښتل:
    ” ولی ئې ته باید ورکړې؟ ”
    ور ته می وویل:
    ” پدې زاړه او خیرن موټر کی چی هر څوک د کېناستو شوق ولری نو د ۱۸ ډالرو د جائزې وړ دئ ” .
    نو
    خبره می دا ده چی:
    هغه څوک خپله د ( اخلاقی اوچتو !!!! خصائلو له امله ) د جائزې وړ دئ کوم چی ( مثلاً ) خپل اخښی ئې په کوټه کی تر بړستنی لاندی پټ کړی وی او کلیوالو ته ئې د موندلو د زیری لپاره جائزه ټاکلې وی.
    البته
    هغه کلیوال هم د ګوتو وړ دی کوم چی څو ځلی ئې دداسی لوبو ننداره کړې وی خو بیا هم د جائزې شوق پر سر اخیستی او د خلګو د اخښی د موندلو په سناریو باور لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب