Homeخبرونههلمند کې له ۳ مياشتو راهیسې ۱۳۰۰ ترافيکي پېښې شوي

هلمند کې له ۳ مياشتو راهیسې ۱۳۰۰ ترافيکي پېښې شوي

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې نولسمه)‏ ‏په هلمند کې د طالبانو ځايي چارواکو ویلي، چې په دغه ولايت کې له تېرو درېيو میاشتو راهیسې ۱۳۰۰ ترافیکي پېښې شوې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ سیمه ییز ریاست په هلمند کې د بست روغتون د مشر له خولې ویلي، چې په دغو ترافیکي پېښو کې ۲۶ تنه وژل شوي او تر زرو ډېر ټپیان شوي دي.

د هلمند د ترافیکو مدیر د ترافیکي پېښو لاملونه بې احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعتول یاد کړل.

په وروستيو ورځو کې نیږدې هره ورځ له هلمند ولايت څخه د څو ترافيکي پېښو خبرونه ورکول کېږي.

ترافيکي پېښې له لویه سره په ټول افغانستان کې یوه جدي ستونزه ده، مخکې يې د مرګ ژوبلې کچه د جګړې معادل ګڼل کېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...