یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهپښتون ژغورنې غورځنګ څلور کلن شو

پښتون ژغورنې غورځنګ څلور کلن شو

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې نولسمه)‏ ‏د‌ پاکستان تر ولکې لاندې قلمرو کې د پښتنو د حقونو لپاره جوړ شوی پښتون ژغورنې غورځنګ څلور کلن شو.

دغه غورځنګ د پاکستان د پوځ او نورو ادارو له لوري د پښتنو د پراخو وژنو او ورسره د ناوړه چلند پر وړاندې د مبارزې په موخه جوړ شو، چې په لږه موده کې ېې په نړیواله کچه پراخ ملاتړ خپل او مطرح شو.

ياد شوی غورځنګ په لږه موده کې په دې بريالی شو، چې د پاکستان تر قلمرو لاندې سلګونه زره ملاټري منسجم او د پاکستان د واکمنو او ناوړه سیاستونو خلاف له تاوتريخوالي پرته سترې مبارزې وکړي.

د دې مبارزو په ترڅ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبر منظور پښتین په ګډون د دغه غورځنګ ګڼ مشران بندیان، یو شمېر غړي شهیدان او هم دا غورځنګ پراخو لاسته راوړنو ته ورسېد.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په مرامنامه کې د پاکستان د پوځ له لوري د زرګونو پښتنو فعالانو د خوشې کیدو، د دوی د مرموزو وژنو د څېړلو او پښتنو ته د نقض شويو حقونو د اعادې ټينګار شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په افغانستان کې هم پراخ ملاتړ او مینه وال لري.

د دغه غورځنګ مشران اوس په داسې حال کې، چې افغانستان جمهوري نظام پرځول شوی، د دغه نظام د منسوبينو خلاف د طالبانو د اقداماتو او په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو پر ضد غږ پورته کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې زرګونو پښتنو د پښتون ژغورنې غورځنګ د کليزې په مناسبت مبارکي ویلې او د دې غورځنګ ملاتړ ېې کړی.

2 COMMENTS

  1. عنوان مو سم نه دی. که په داسې بڼه یې لیکئ بیا یې سر ته (د) ور واچوئ او داسې یې ولیکئ: د پښتون ژغورنې غورځنګ څلور کلن شو. که تاسو هم د بي بي سي پښتو د بې سوادانو په څېر له (د) سره وران یئ، بیا داسې ولیکئ: پښتون ژغورنه غورځنګ څلور کلن شو.‌

  2. Your comment is awaiting moderation
    سلامونه
    د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم د څلورمې کاليزې مبارکي لر اوبر پښتون افغان ولس ته وایم۔په عین زمان کښې ددې حقې لارې شهيدانو ملګرو ته جنات الفردوس او زخميانو ته شفآء ۔بېګناه بنديانو ته خلاصون ۔۔ او یو څو د ګوتو په شمار کڼو ړندو او ګنګیانو چارواکو ته د تعقل او انصاف غوښتنه کووو۔ او که د پښتنو بشري او اسلامي حقوق نه مني ۔ د بل بنګله دېش منتظر دې وي۔
    د ارواښادو مشرانو پاچا خان۔عبدلصمد خان شهيد ۔په عدم تشدد کړنلارې روان ډاکټر منظور پشتين تر مشرۍ لاندې به کروړونه پښتانه او ميليونونه اوغانان خپلو حقه اهدافو ته رسېژي انشا الله۔

    Reply

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب