لیکنه: محمدشفیق شرفزی
په ورځني چارو کې له ناکامېدو څخه وېره کول انسان په ذهني فشار مبتلا کوي. ترڅو چې هر یو شی په مثبت انداز باندې وانخلو، نو د رنګارنګ مسایلو سره مخامخ کېدی شو، چې ځینې به مو د ژوند تر پایه کړوي.
هیلي ساتل انسان په بنیادي ډول د ښه راتلونکي پر لوري بیایي. هیله مند انسان که څه هم فعلاً د ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، خو مثبت راتلونکي ته تل شېبې شماري. که ستاسې تعلق د ژوند د هرې شعبې سره وي، هیله مند واوسئ، ځکه هیلې ساتلو سره انسان ته د حقیقي ژوند خوند په لاس ورځي، یا لږترلږه انسان مطمئنه پاتې کېږي. یوې نوې څېړنې ښودلې، چې هیله مند محصلین د ناامیدو په پرتله زیات بریالي وي. دغه څېړنه ددې خبرې ثبوت راکوي، چې په ژوند کې پُرامیدي ګټوره ثابتېدی شي. هغه زده کوونکي، چې شپه په مطالعه تیروي، خواري کوي او زحمت ګالي دوی د ښه راتلونکي اُمید لري. (چې تر سبا خوبونه کړي نر کټي به زږوي).
امید ساتل د روښانه راتلونکي لپاره اساسي رکن دی. کله چې تاسې د داسې چلنجونو سره مخ یي، چې ستونزې ترې پیدا کیږي او په مقابل کې یې مقاومت غوره کړئ او ستونزو ته د یو ماتيدونکي چلنج په سترګه وګورئ او د خپلې بریا تصویر تصور کړئ، نو باوري یم چې بریا به مو ور ټکوي. ستونزې تل نه وي، هغه انسانان، چې د ستونزو څخه تل سر ټکوي دوی د غفلت او ناراستۍ په خوب ویده دي. که دوی لږ هم خوځښت ولري او د خپل روښانه سبا لپاره یو وړوکی پلان جوړ کړي، نو د ستونزو د برجورې کلا یو دېوال به یې نړولی وي او په لا مقاومت سره به یې ټولې مورچې ړنګې شي او د خوښۍ تر سواحلو به ځان ورسوي.
چا چې خپل حالت بدل کړلو پخپله
قافله د هغه قوم په عروج شوله
خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم
څوک چې نه بدلوي خپل حالت پخپله (شاعر)
(هیدر لینچ) او (زري کارپینټر) په نامه امریکایي ارواه پوهانو دوه بېلې بېلې څېړنې کړي، چې د امیدوارۍ ګټې یې پکې بیان کړي. لمړنۍ څېړنه کې چې له زرو څخه پر زیاتو محصلینو د ارواه پوهنې په مضمون کې ترسره شوه. دوی د لمړنۍ ازموینې څخه دوه هفتې وړاندې یوه سروې بشپړه کړه، چې پکې د ازموینې په باره کې د هغوی متوقع نمرو او احساساتو اندازه شوې وه. د ازموینې څخه یوه ورځ وړاندې د زده کوونکو څخه د چمتوالي او د ازموینې څخه د ډار په اړه وپوښتل. د ازموینې څخه دوه ورځې وروسته هغوی د خپلو نمرو سره سره خپل احساسات هم څرګند کړل. نو پایله دا شوه، چې د امید ساتلو او کوښښ کولو تر منځ یوه ممکنه اړیکه شته. د زده کوونکو د ازموینې څخه دوه اونۍ مخکې ډېر هیله مند کېدل د مضمون د مطالعې په وختونو کې زیاتوالی، د مطالعې پر معیار ډېر باوري کېدل په ازموینه کې د ښې نتیجې وړاندوینه کوي. هغه زده کوونکي، چې د ازموینې څخه وړاندې د نتیجې څخه کمه توقع ولري نو مطالعه هم کمه کوي، نو ښکاره ده، چې ښه پایله به ونه لري. د مطالعې پایلې دا وښودله، چې هیلې لرل تنها کوښښ کولو ته قوت نه ورکوي بلکه ښه پایلې په لاس راوړي او کلک هوډ انسان بریالی کوي.
په دوېمې څېړنې کې محقیقینو د څلورم کال د طب پوهنځي زده کړیالان د مطالعې برخه وګرځول. له مطالعې دا څرګنده شوه، چې دوی کوم پوهنتون ټاکلی دا ورته مربوطه رشته کې چندان مرسته نه شي کولی او طبي کرییر یې متاثره کوي. فلهذا، دوی ته پکار وه، چې د پوره دقت او فکر څخه وروسته پوهنتون غوره کړی وی، ځکه د زده کړو په جریان کې د رنګارنګ فشارونو ښکار کېږي، چې همدې سره یې زده کړه متضرره کېدی شي.
سروی وایي؛ یوسل او دوه اتیا محصلانو خپل ځانونه د خوښې پوهنتونونو کې درج کړل. له ټاکلو دوه اونۍ وړاندې څېړونکو د محصلینو هر اړخیزه پېژندنه پېل کړه، چې د هغوی خوښي او احساسات د هغوی د ټاکلو سره د هغوی نمانده ګي کوي. کله چې ورته دا مالومه شوه چې څرنګه پوهنتون کې یې داخله کړې، نو مالومه شوه، چې پنځوس سلنو څخه زیات محصلینو په لمړي انتخاب د خپلې خوښې پوهنتونونه ټاکلي و، چې له دوی څخه فقط دوه سلنه نه و بریالي شوي. څېړونکو وموندله چې د خپلې خوښې پوهنتون ته بریالي محصلینو هیلې لوړې وې او د ذهني فشار څخه بچ پاتې و، چې دا د امیدوارۍ لپاره ښه مثال بللی شو. پدې څېړنه کې دا خبره رد شوې، چې که یو څوک ډېر امیدواره کېږي او د ته د خپلې خوښې نتیجه په لاس ورنه شي، نو هغه د خپګان او پریشانۍ ښکار کېږي. په څېړنې کې د طب هغه محصلین، چې د خپلې خوښې په ټاکنه خوښ و خو که داسې شوی هم نوی، نو هغوی د ذهني فشار لاندې نه راتلل. په بله ژبه، د ناکامۍ په صورت کې هیله نه بایلل تاسې ته د استقامت ښوونه کوي.
هیله مندي د ذاتي موخو په ترلاسه کولو کې زموږ هسو ته لا تقویت ورکوي، چې پدې سره مو خوښي زیاتېږي او ذهني اختلال کې مو کنټرول راځي او د ژوند د کړو وړو په معیار کې مو بهتري راځي.