Homeخبرونهبې پولې خبريالان: ط ۵۰ خبریالان نیولي او پلټلي دي

بې پولې خبريالان: ط ۵۰ خبریالان نیولي او پلټلي دي

تاند: ( یکشنبه ، د دلوې اوولسمه)‏ ‏ ‏د بې پولې خبريالانو نړیواله ټولنه وايي، چې طالبانو د کابل له نیولو وروسته تر اوسه ۵۰ خبریالان او رسنیز کارکوونکي نیولي او پلټنې یې ورڅخه کړي دي.

د دې ټولنې په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د اريانا تلويزيون دوه کارکوونکي خو تېره اونۍ له دفتره تر وتو وروسته په داسې حال کې ونیول شول، چې د ياد شوي تلویزیون همکارانو یې له نيږدې ننداره کوله.

د بې پولې خبريالانو په حواله، ډېری خبریالان په کابل کې د ښځینه معترضانو د لاريونونو د خبري پوښښ پر مهال نيول شوي دي.

د خبریالانو له نیولو او بندیانولو سربېره پر طالبانو د بې پولې خبريالانو بل تور دا دی، چې خبریالان د دوی په خوښه د خبرونو خپرولو، بحثونو ته د مشخصو کسانو بللو او د طالبانو د نورو فرمايشونو منلو ته اړ باسي ‌

يادې ټولنې په افغانستان کې د خبریالانو وضعيت د جدي اندیښنې وړ ګڼلی او د طالبانو چلند ېې غندلی.

طالبانو د بې پولې خبريالانو دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې ېې د رسنيو پر وړاندې د خپل چلند دفاع کړې او ویلي، چې رسنۍ بايد د اسلامي او ملي ارزښتونو له مخې نشرات وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...