دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه دایکنډي کې مظاهرچي ښځو د افغانستان د شمتمنیو د ازادېدو غوښتنه...

په دایکنډي کې مظاهرچي ښځو د افغانستان د شمتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه

تاند (شنبې د دلوې ۱۶مه) په دایکنډي ولایت کې یو شمېر ښځو د مظاهرې په ترڅ کې د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو او د طالبانو له اسلامي امارت څخه د خپلو اسلامي حقونو غوښتنه وکړه.

دوی، چې شعارونه یې په لاسونو کې نیولي وو، د طالبانو امارت ته په خطاب کې ویل چې له طالبانو د خپلو شرعي او اسلامي حقونو غوښتونکې دي.

د دایکنډي مظاهرچي ښځو وویل چې د امریکا له لوري د افغانستان د شمتنیو کنګل کېدا په افغانستان کې پر اقتصاد او حتي تعلیم منفي اغېز کړی دی. دوی په عین حال کې ټینګار وکړ چې تعلیم پر ښځو او نارینه وو فرض دی.

د طالبانو حکومت تېره اوونۍ د افغانستان په تودو سیمو کې پوهنتونونه پرانیستل او ژمنه یې کړې چې په ټول هیواد کې به نجونو ته د زده کړو لار هواره کړي.

اوس هم د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شوې ده.

طالبانو همداراز په وروستیو څو ورځو کې څو ښځو ته د ریاست چوکۍ ورکړې چې دا د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو په تګلاره کې یو بدلون ګڼل کېږي.

نړیوالې ټولنې هم د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره یو شرط دا ټاکلی چې ښځو او نجونو ته د کار او زده کړو حق ورکړل شي.

تر دې وړاندې د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې د افغانستان د شمتنیو د ازادېدو په حق کې مظاهرې شوې وې خو د دایکنډي مظاهرې له دې کبله مهمې دي چې داسې تصور ورکول کېږي چې ګواکي هزاره افغانان د طالبانو د واکمنۍ مخالف دي.

امریکا د افغانستان شاوخوا نهه نیم ملیارد ډالره کنګل کړي دي خو تر دې هم مهمه دا ده چې د امریکا د بندیزونو له کبله افغانستان ته د بشري مرستو لپاره د پیسو د انتقال مخه نیول شوې وه خو تېره اوونۍ د امریکا د خزانې وزارت وویل چې افغانستان ته د بشري چارو لپاره د پیسو د انتقال مخه نه نیسي او مرستندویان په ډاډه زړه افغانستاان ته پیسې لېږدولی شي. د امریکا له دې اعلان وروسته په افغانستان کې د ډالرو په وړاندې د افغانستان ارزښت لوړ شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب