چهارشنبه, مې 1, 2024
Home+د جرمني ژبې د اسانې زده كړې كتاب له چاپه راووت

د جرمني ژبې د اسانې زده كړې كتاب له چاپه راووت

وروسته له لس كلو زيار د جرمني ژبې د اسانې زده كړې كتاب له چاپه راووت. د كتاب نوم دى: (د جرمني ژبې اسانه زده كړه، له اساساتو نه تر ادبياتو پورې). دا كتاب په ډېر ښايسته ډيزاين او په ډېر ښه صحافت په رنګه ډول د ډاكټر اكرم ملكزي له خوا ليكل شوی دى. ډېر مهم ټكي په سور رنګ ليكل شوي دي، په سور رنګ د ليكلو ګټه دا ده چې دا مهم ټكي د لوستونكي سترګو ته ځاى په ځاى وربريښي او دى ورته ډېر ژر متوجه كيږي. د ليكوال په نظر د دې كتاب په مرسته هر افغان كوى شي چې بې له كوم ښوونكي په اسانه ډول جرمني ژبه زده كړي.

 د زده كړې اسانتيا په دې كتاب كې په څه كې ده؟

 اسانتيا يې په دې كې ده چې ليكوال لومړى د جرمني ګرامر په دوه سوه  (200)مخو كې وليكو او لوستونكو ته يې وړاندې كړو. لوستونكو ورته ځواب وركړو چې زده كړه ورنه په دومره خلاصه ډول نشي كېدى ځكه چې د جرمني ګرامر ډېر مغلق دى او پوهېدل پرې ډېر ګران دى. ليكوال د ګرامر برخه لږ څه اسانه كړه چې كتاب څلور سوه  (400)مخو ته ورسېد. لوستونكو بيا ځواب وركړو چې اوس هم لا زده كړه ورڅخه ستونځمنه ده. ليكوال ګرامر لاپسې اسانه كړو چې كتاب شپږسوه  (600) مخو ته ورسېد. د لوستونكو ځواب دا وو چې اوس ګرامر تر ډېره حده اسان شوېدى، خو لږ څه نور اسانولو ته يې اړتيا شته. ليكوال په كتاب كې څه باندې دوه سوه (200) مخه نور ورزيات كړل چې كتاب اته سوه او شل (820) مخو ته ورسېد. د لوستونكو غبرګون دا وو چې اوس نو د جرمني ژبې ګرامر دومره په ساده ژبه تشريح شوېدى چې كه څوك په دې اسانه ژبه نپوهيږي، نو هغوى ته دې خداى جرمني ژبه وروښايي. نو په دې ډول له دې كتاب نه د جرمني ژبې د زده كړې اسانتيا لوستونكو پخپله تصديق كړه.

د دې كتاب او د نورو كتابو توپير په څه كې دى؟

په دې كتاب كې له يو بې ساري نوښت نه كار اخيستل شوېدى او هغه دا دى چې مخكې له دې نه چې د جرمني ګرامر تشريح شي، په ځينو مبحثونو كې د ګرامر د مبحث په پېل كې د پښتو يو مشهور شعر يا يو متل ليكل شوېدى. د شعر يا د متل له لارې ليكوال لومړى د پښتو ګرامر راسپړي او لوستونكو ته د پښتو ګرامر واضح كوي. كله چې لوستونكي د پښتو ګرامر په مطلب ورسېدل، نو بيا په كراره كراره د جرمني ګرامر ته لار لټول كيږي. كله چې د جرمني ګرامر له ډېرو مثالونو سره ښه تشريح شو، نو بيا په لاندې برخه كې يې تمرينونه راځي. د تمرينونو لاندې بيا د تمرينونو ځواب ليكل شوېدى. په دې ډول لوستونكى ځان پخپله كنټرولولى شي چې ګرامر يې ښه زده شوېدى او كه نه.

كله چې د يو چا د جرمني ژبې اساسات زده شول، نو بيا له هغې نه وروسته د زده كړې سويه مخ په لوړېدو ځي، چې په پاى كې ادبياتو ته مخ اړول كيږي.

د كتاب په پاى كې افغانانو ته د جرمني ژبې ستونځي او تېروتنې په يو جدول كې ليكل شوېدي چې ليكوال په جرمني كې د خپل د ژوندانه په اته څولېښت (48) كلونو په خپلو غوږو اورېدلي او پخپلو سترګو يې ليدلي دي. د جدول په كيڼ اړخ كې د جملې صحيح ډول او په ښي اړخ كې تېروتنې ليكل شوېدي.

په دې چې جرمنيان هم پخپله ژبه كې تېروتنې كوي، نو د افغانانو له تېروتنو نه وروسته د جرمنيانو تېروتنې هم په يو جدول كې ليكل شويدي. د جدول لاندې بيا ليكل شويدي چې د جرمنيانو تېروتنې له كومه ځايه منشا اخلي او صحيح ډول يې څه شان دى.

كه چېرته يو څوك دا كتاب قدم په قدم تر پايه پورې ولولي او تمرينونه يې تر پايه پورې په صحيح ډول حل كړي، نو د ده د جرمني ژبې سويه به له عادي جرمنيانو له سويې نه ډېره لوړه وي.

د دې كتاب خپروندى په جرمني كې د جرمني ژبې ټولنه ده چې نوم يې دى.

(Verein Deutsche Sprache)

د دې كتاب د كره كتنې لپاره د دې ټولنې له خوا د جرمني او پښتو ژبپوهان ګمارل شوي وو. له كره كتنې نه وروسته بيا دا كتاب يو ژبنې علمي مطبعې ته ورسپارل شو چې مطبعې د ژبې، د ډېزاين او صحافت كره كتنه وكړه. د مطبعې له كره كتنې نه وروسته بيا كتاب د چاپ لپاره چاپخانې ته ورولېږل شو. په دې چې د كتاب چاپ په جرمني كې شوېدى، نو د كتاب نرخ څلور اويا يورو(74,00 €)  دى. دا د كتاب تش د چاپ نرخ دى چې له دې نه نه د جرمني  ژبې ټولنې او نه ليكوال ته كومه ګټه رسيږي. د ګټې نه اخيستل د دې لپاره دى دواړو اړخو (د جرمني ژبې ټولنې او ليكوال) د دې لپاره وكړو، چې دواړه اړخه د پيسو ګتلو پسي نه ګرځي، بلكې د خپلو ژبو لپاره خدمت كوي.

كتاب له دې ځايه په مستقيم ډول لاس ته راوړل كېدى شي:

IFB-Verlag

Schulze-Delitzsch-Straße 40

33100 Paderborn

Telefon05251 310602

E-Mail: [email protected]

ISBN: ISBN 978-3-949233-03-6

www.vds-ev.de/ifb-verlag

دا سې هم كېدى شي چې په ټولې اروپا كې د كتاب علاقمندان يو د كتاب پلورونكي ځاى ته د كتاب نوم او (ISBN 978-3-949233-03-6) شمېره وركړي، نو په يوه اونۍ كې ورته كتاب رسېدى شي. بل معلومات به دا وي: په دې چې د كتاب نرخ ډېر لوړ دى، نو علاقمندان كوى شي چې د يو دولتي يا د پوهنتون كتابتون (Staatsbibliothek, Universitätsbibliothek) له لارې په وړيا ډول دا كتاب راوغواړي او د مطالعې لپاره يې يو څو موده يې له ځانه سره وساتي.

په نظر كې نيول شوېدي چې دا كتاب به د دې كال تر پايه پورې په افغانستان كې چاپ شي چې بيه به يې ډېره ارزانه وي.

اوس به د كتاب ځينې مبحثونه د بېلګې په توګه وګورو:

4 COMMENTS

  1. د جرمن هیواد د نړۍ د معدودو هیوادونو څخه ګڼل کیږی کوم چی درې مختلف رسمی نومونه لری.
    ۱- ډوچلنډ
    ۲ -جرمنی
    ۳ -المان
    پورته نومونه په مختلفو فرهنګی ټولنو کی رواج لری.
    فرانسویان او اکثره نور اروپائیان او تُرکان او عرب او لاتین امریکا کی ور ته المان وائی
    انګریزی ژبی هیوادونو خلګ ئې جرمنی بولی
    خپله جرمنیان ئې ډوچلنډ یا د ” ی ” په خفیف تلفظ ډویچلنډ یادوی.
    نو
    عرض می دا دئ چی:
    د کتاب نوم باید د ” جرمنی ژبی……. ” پر ځای په ” المانی ژبی ………” بدل سی ځکه:
    جرمنی د هیواد نوم دئ او منسوبه ” ی ” ستونزه زېږوی.
    المان هم د هیواد نوم دئ خو “المانی ” مستقیماً د المانی ژبی مفهوم افاده کوی.

  2. سلام ټولو دوستانو ته:
    دا چه ډاکتر صاحب محترم ده پښتو ژبی او پښتنو ته یی ډیر کوښښ کړی دی زړه له کومی ورڅخه مننه کوم.

    عرض می دا دی چه:
    زه خپله نه کوم لیکوال یم او نه کوم سیاست پوه، دا چه زه خپله له ده کتاب څخه هره ورځ ګټه اخلم او زما مشکل ورسره حل کیږی ما له پاره ډیر ګټور ثابت شو، نو له ټولو هغه پښتانه ورونه او یا پښتنی خویندی که غواړی جرمنی ژبی دا مکمل ده ګرامر کتاب په خپله مورنی ژبه و ویاست ګټور به وی ورته.

    بله دا خبره چه زمونږ بعضی ورونه اوس هم شته چه ګوته نیوکی کوی نو په دی خبرو خپل قیمتی وقت مه خرابوی، راځی چه ده کتاب منځ وګورو چه څه دی پکښی، دری ژبه کښی یو متل دی چه وایی: آب نا دیده موزه کشیدن خطاست.
    مننه خدایی دی وکړی چه خپه شوی نه یاست.

  3. سلام ټولو دوستانو ته:
    دا چه ډاکتر صاحب محترم ده پښتو ژبی او پښتنو ته یی ډیر کوښښ کړی دی زړه له کومی ورڅخه مننه کوم.

    عرض می دا دی چه:
    زه خپله نه کوم لیکوال یم او نه کوم سیاست پوه، دا چه زه خپله له ده کتاب څخه هره ورځ ګټه اخلم او زما مشکل ورسره حل کیږی ما له پاره ډیر ګټور ثابت شو، نو له ټولو هغه پښتانه ورونه او یا پښتنی خویندی که غواړی جرمنی ژبی دا مکمل ده ګرامر کتاب په خپله مورنی ژبه و ویاست ګټور به وی ورته.

    بله دا خبره چه زمونږ بعضی ورونه اوس هم شته چه ګوته نیوکی کوی نو په دی خبرو خپل قیمتی وقت مه خرابوی، راځی چه ده کتاب منځ وګورو چه څه دی پکښی، دری ژبه کښی یو متل دی چه وایی: آب نا دیده موزه کشیدن خطاست.
    مننه خدایی دی وکړی چه خپه شوی نه یاست.

  4. ښاغلى غلام حضرت:
    ډاكټر ملكزى زه له تاسو نه ډېر ښه پېژنم. ما د هغه طبي او كلتوري مركې د پنځلس كلو نه زيات په مختلفو راډيوګانو او ټلويزيونونو كې اورېدلي او ليدلي دي.
    په بخښنه بايد زه ووايم په پښتو كې ما له داسې يو شعر نه راځي چې په فارسۍ كې حافظ شېرازي ويلى دى. هغه دا دى:
    در بساط نكته دانان خودفروشي شرط نيست
    يا سخن دانسته گو اي مرد عافل يا خموش
    تاسو د ډاكټر ملكزي ډكشرۍ ته په ټېټ نظر وكتل. تاسو ته پته شته چې د دې ډكشنرۍ څومره هركلى شوېدى؟ تاسو ته پته شته چې د دې ډكشنرۍ په ليكلو د جرمني جمهور رئيس له خوا ورته د جرمني ستر نښان وركړل شوېدى؟ كه تاسو مطالعه لرئ، نو مهرباني وكړئ، د جرمني (Wikipedia) ته نظر وكړئ:
    https://de.wikipedia.org/wiki/Akram_Malakzay
    كه تاسو د افغانستان له رسنېو نه ځان خبر كړئ، نو تاسو ته به دامعلومات تر لاسه شي چې د افغانستان جمهور رئيس حامد كرزي ورته هم يو مډال منظور كړېدى؟
    كه تاسو كوى شئ د ډاكټر ملكزي د ډكشنرئ په هكله د (Amazon) يو اعلان وګورۍ چې مشتريانو څومره ستاينه يې كړېده:
    https://www.amazon.de/Gro%C3%9Fes-W%C3%B6rterbuch-Deutsch-Paschto-Mitwirkung-MacKenzie/dp/3875485165/ref=sr_1_2?adgrpid=70847509133&gclid=CjwKCAiAo4OQBhBBEiwA5KWu_7j-Zs525HegVzGTpxnJ2U3H8y3V4aCnZwWmhQRLYXzTW62HboYXPhoC4MUQAvD_BwE&hvadid=353039813205&hvdev=c&hvlocphy=9042863&hvnetw=g&hvqmt=e&hvrand=8734937954603283661&hvtargid=kwd-301177383058&hydadcr=463_1759236&keywords=w%C3%B6rterbuch+deutsch+paschto&qid=1644273234&sr=8-2
    تاسو ته به پته وي چې څومره جرمني راډيوګانو د ډاكټر ملكزي د ډكشنرۍ په برخه كې ورسره مركې كړيدي؟
    تاسو د ډاكټر ملكزي په برخه كې وليكل چې هغه د جرمني ادبيات ندي لوستي. تاسو د هغه ژوندليك لوستى دى؟ كه مو نه وي لوستى، نو مهرباني وكړئ، د جرمني (Wikipedia) ته نظر وكړئ. هلته به ولولۍ چې ډاكټر ملكزي د جرمني ژبې ديپلوم اخيستى دى.
    تاسو ته به پته وي چې د ډكشنرۍ د ليكلو نه لنډ وخت وروسته د جرمني د (Leverkusen) په ښار كې د هغه په وياړ يوه وياړغونډه جوړه شوه چې د اروپا د ډېرو هېوادونو نه علاقمندان ورته راغلي وو؟
    كه تاسو د ډاكټر ملكزي هغه ډكشنري چې په افغانستان كې چاپه شوېده، وګورۍ، نو هلته به ووينۍ چې څومره جرمني او افغان پروفيسرانو د هغه ستاينه كړېده:
    دغه جرمني پروفيسرانو ستاينه يې كړېده:
    Professor Dr. Mackenzie (Universität Göttingen)
    Professor Dr. Störig (Universität München)
    Professor Dr. Krusche (Universität München)
    Professor Emmerick (Universität Hamburg)
    ډاكټر راج ولي شاه خټك، د پېښور د پښتو اكاډمۍ پخوانى رئيس
    قلندر مومند (د پښتو ـ پښتو د درياب ليكوال)
    پروفېسر ډاكټر رحيم الهام (د كابل د پوهنتون پخوانى استاد )
    دومره معلومات به فكر كوم بس وي. اوس نو تاسو پوه شئ او ستاسو قضاوت. هر څوك د بيان ازادي لري. دا ستاسو نظر و چې په تاند كې مو ليكلى دى، او دا زما نظر و چې تاسو ته مې وليكو، هيله ده چې تاسو يې ولولۍ.
    H.K

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب