پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Home+ایا پښتانه رښتیا د سلیمان غرنۍ جغرافیې سخت دریځه کړي؟

ایا پښتانه رښتیا د سلیمان غرنۍ جغرافیې سخت دریځه کړي؟

د یوه چا د لیکنې په ځواب کې یو سپیناوی
بشري جغرافېیه، له « تاریخي جغرافیه» پرته بې معنا ده
شهسوارسنګروال
یوشمېرپه توکمیزوناروغیو ککړ کسان اوس په یوې بلې څېرې ، یوې بلې پلمې اوتریوه بل غولوونکې سرلیک لاندې،غواړي دخپلو شوموعادتونوله مخې یونوی څپرکی پیل کړي اوپه ډله ییزورسا نېیوکې ورته نوې جامې واغوندي اوبیا ورته وړځا ې ومومي …!؟
موږ اوس په بیلا بېلوټولنیزوخپرونواورسا نېیو کې دا سې اکا دمیک ،پوه اوهوښیارکسا ن لروچې دچا په اوتو بوتونه تېراوځي، دافغانستان جغرافېیه د تاریخي جغرافیې په رڼا کې د خپلوخلکوویاړلی ټا ټوبی ګڼي.
دا ډول څرګندونې چې « خشنه جغرافېیه ،خشن وګړي مینځته راوړي» د ملنډ و وړده … چې ګنې پښتا نه دسلیمان غره سخت دریځه کړي دي !؟
درنو دوستانو! لما نه مه پوښتې چې د« چا » نوم واخلم ،خوهمداچې یوڅوک دخپلې نا پوهۍ له مخې زموږ له تاریخه غلا کوي ،همدا شرم یې بس دی ، زه له چاسره سیاسي ،ژبنۍ اوتوکمیزې ناندرۍ نه وهم، زه دځا ن اودچا دسپکاوي جوګه نه یم، زه کله کله دومره بېوسه اوبېوځله شم چې له ځانه مچان هم نشم شړلی اوپا تې لا دا ، چې چاته ووایم،ولې دې دګران افغانستان یوه لرغونې ژبه ،چې دپښټواونورو اریا يي ژبوپه څېرلرغونی تاریخ لري،له داسې یوې مجهولې اصطلاح سره تړاو ورکوۍ،چې ریښه یې له «ارامي لیکدود نه راوتلې وي… پهلوي سا سا ني یا دووم .
کله چې فنکیانو، کلدا نیانو، اشوریانو…میخي لیک ورغا وو په ارامي لیکد ود نا متو شو، ولې پرونی پارس اوسنی ایران ددجلې اوفرات دټولواکمنۍ برخه وه،خو افغانستان یوخپلواک هیواد و،چې موږ پارا دا تا یا پیشدادیان، اسپه  (غرشا سپه وکرساسپه،چې دارمستترګرشاسپ نریمان بللي) اونورې سلطنتي کورنۍ دساري پّه توګه یادولی شو .
دهخا منشیانو دواک په مهال« ارامي »ددوۍ دفتري ژبه شوه ، په افغانستان کې له ویدي سنسګرت اواوستا پرته نورې سیمه ییزې ژبې اولهجې هم وې ،چې داندوس اواکسوس تر مینځ ویل کېدې  لکه پراچي، اشکاني،زیباکي،واخي،شغني،روشاني،نورستاني، پشه یي،برکي برک، وایګلي ،منجاني، ساکي، دري ، پښتواونورې دیادولو وړدي.
هغه څوک چې خپل تاریخي ار زښتونه … نه پېژني هغه به نودخپل لرغوني هېواد،طبعي،اقتصادي،سیاسي ،بشري… جغرافېیه څه وپېژني؟ غواړم په دغه لیکنه کې داډول کسان چې دافغانستان جغرافېیه نه پېزني، دهېواد تاریخي ویاړنوته ژمن نه وي اوان توکمیزوناندرېیوورته سترګې دومره پټې کړې دي،چې دافغانستان غرونه غرونه ویاړونه « دایران پارس » په لمنه کې ا چوي … دمثال په ډول څو بېلګې وړاندې کوم:
۱— دري ژبه ،دافغا نستان یوه لرغونې زبه ده او اوږتاریخ لري… خویوشمېرکسانو دایران حکومت دخوشحاولو لپاره « فارسي دري » کړه . پارسوا دیو قوم نوم و،چې له « ما د یانو» سره په ګا ونډ کې اوسېدل، چې بیا « اشوریانو» چې سامي نژاده ول د مادیانو او پارسیانو ځمکه لاندې کړه او دوۍ یې کلا بند او مستعمره کړل ،ترهغې چې هخا منشیان واک ته ورسېدل.
څومره چې دژبومساله ده دهخا منشیانوپه وخت کې، لکه څرنګه چې دژبوتاریخ ښودلې ده ،خروشتي لیکدود دمتون لپاره ډېر عملي نه ووپه کتیبواوډبرلیکونو کې استفاده ترې کېده، ولې « ارامي »لیکدود دهخا منشیانودفتري ژبه وه‌.
۲— له ارامي لیکدود نه پهلوي لیکدود را مینځته شو، چې بیا یې په ایران فارس کې دیونا ني لیکدود ځا ې ونېو ،ورپسې ادبیات پرثوي،یا پهلوي اوپهلوي ساسا ني مخې ته راغلې.
پهلوي ا ثارپه ګشتا سپنامه ،شاهنامه ،کلیله ودمنه کې راڅرګند شول،ورورو یې « دري » ژبې ته لاره وکړه… خو «دري » ژبه له دېنه سلګونه کاله دمخه زیږېدلې وه نو ځکه يې دپهلوي ی فارسي ادامه نه شو ګڼلی.
په دې تړاو دسمنګانورباطک کې یوډبر لیک تر لاسه شوی او ښو دل کېږي چې دري له تخاري،سغدي اوپارتي ژبومرکبه وه .
۳— دري ژبه لکه دپښتو او دافغانستان دنورو ژبو په څېر افغا نستا ن کې موجوده وه… ولې له بده مرغه یوشمېر بد مرغوزموږ دغه لرغونې ژبه د ایرانیانودخوشحالۍ لپاره په فارس ورګډه کړه، چې په « پارسي دري » یې ونوموله اوحال داچې پارس دیوقوم نوم دی نه دکومې ژبې .. ناصرخسروپه سفر نامه کې لیکلي دي، ما یو څوک ولید چې دقیقي یې بلخي کتاب ورسره و،خو په درې ژبې نپوهېده په پهلوي یې خبرې کولې !؟
۴— دري ژبه ،دلرغونې تخاري ژبې یوه لهجه ده ، شاو خوا دوه زره کاله عمر لري… نو که داسې وی نو زه دا ډول کسانو ته وایم،چې خپله یوه لرغونې افغاني ژبه پارس یانې اوسني ایران پورې مه تړۍ اودا دتاسو لپاره دتاسو دځان سپکاوی دی!!
دپرتلیز، تاریخي اوتشریحي ژبپوهنې له مخې معاصر ژبپوهان ټينګار کوي ،چې د«دري» ژبې لومړی ټاټوبی لومړی افغانستان،دویم مینځنۍ اسیا(په ځا نګړې ټوګه تاجکستان ) اودرېیم ایران ګڼلی شو .
۵— هغه بدمرغه کسا ن چې په توکمیزونا روغیواخته دي ددوۍ ناروغي دهرې ورځې په تېرېدولا ډېرېږي اولکه د«کورونا » دناروغۍ په څېر په څوڅوبڼوبیا بیا راغبرګېږي… را واخله،پښتانه د سلیمان غرونو« خشنې جغرافیې خشن کړیدي …» دغه نا لوستي لا تر اوسه هم په دې نه پوهېږي ،چې ددې ستر ټبرلرغونی ټا ټو بی کوم ځاې دی…؟
ولې څومره چې دسلیمان دغرونو مساله ده، دغې سیمې شپږ سوه (۶۰۰) کیلو متره اوږدوالی درلود ،چې میلونونه افغا نا ن په کې استوګن ول . مستربیلو « پخپل  دافغانستان قومونه نومې کتاب کې کښلي دي «ګندا ریان (چې موخه یې پښتانه ول) ددوهم ځل لپاره  بېرته خپل پلرني اولرغوني ټآ ټوبي غور ته په لومړۍ میلا دي پېړۍ کې ځکه راستانه شول،چې د ابا سین شا و خوا خپل مینځي جګړې نښتې وې … همدا راز مستر برون،دایران جغرافېه نومې کتا ب کې،مستر تتلردافغانستان تاریخ کې ، دغور سوریان،دسلیمان غره سلېمانخیل او دملتان لودیان پښتانه ګڼي.
۶— یو شمېر توکمپال « افغان تاجکان» دهخا منشیېانو« کروش اوداریوش» پاتې سوني ګڼي اوپه کروش اودار یوش ویاړي !؟ دهېښتېا خبره ده،چې ددوۍ لاسونه داریایی افغانانوپه وینو سره دي او دوۍ یې خپل اتلا ن ګڼي !!
حال داچې د هېرودوت له انګېرنو ښکاري چې کوروش په ۵۳۰م ز د« مسا ګیتو» ساکوله واکمنې «مېرمن تا مېرېس » له خوځکه په افغا نستان کې ووژل شو چې ددې زوې« سپر خا پیس »یې اختطاف کړی و…
۷— که چېرې دهېرودوت دا خبرې ،چې پارتا، اپریتي (اوسني اپرېدي )، ستا ګېدي،ګنداري ،تادیکي ،ساکي …اونورې څرګندونې رښتیا وګڼونو بیاخو دادیکي اوسني تا جیکي دي چې په یوشمېر متونوکې تازیکي بلل شویدي اومیر غلا م غبار پخپل کتاب « جغرافېیه تاریخي افغانستان » کې ددې خبرې پخلی کړی دی…نو که داسې وي نو تا جکان دهخا منشیانو زوزات نشو بللی … نو ښه به وي چې توکمپاله پردیپال دڅو ټنګو لپاره خپل افغاني ویاړونه په « ایرانپارس» ونه پلوري … !؟
د دې لپاره چې یوشمېر نا لوستي‌ په دې پوه شي ، لرغوني اریایان د هریرود، هېرمند اوفرارود له لارې  دافغانستان جنوب اوغرب ته ګډه شول،چې په پاې کې«ایرا نپارس» ته ورسېدل … نوپه دې بنسټ ویلی شو ،هغه څوک چې د« زرتشترساتونکی اوپالوونکی ګشتاسپ دهخامنشي داریوش پلارګڼي بیخي بې بنسټه ده اوداځکه چې نامتو کتاب اوستا هخا منشیان نه پېزندل،نوځکه یې پخپلو پا ڼو کې دهغوۍ یا دونه نده شوې .
۸ — نو زه په ځغرده هغه چاته سپارښتنه کووم چې لیکلي یې دي ګنې  « دسلیمان غره خشنې جغرافیې پښتانه خشنه کړي دي …» افغا نان یوازې دسلیمان غره اوسېدونکې نه دي بلکې د لرغوني تاریخ په اوږدوکې له باختر نه را واخله ترغوراوبیا په ټوله سیمه کې خواره واره شول…په دې  تړاولسګونه لاسوندونه شتون لري،چې شکاکیون کولی شي وې لولي،چې زه دساري په توګه، دعتبي(تاریخې یمني )‌،حدودالعالم ، ابن اثیر، ابن بطوطه،آ بو ریحان البېروني ، منها ج السراج ، سیفي هېروي ،ملیسن ، تامسن ، راورټي ،‌ ډار مسټټر، مسټر بیلواو ان ترهېرودت پورې تاریخپوها ن یادولی شم . په ډېر درناوي داوس لپا ره همدومره
۱۵ \۱۱ \ ۱۴۰۰لېږدي — ۴ \ ۲ \ ۲۰۲۲ زېږدي
                   لندن

4 COMMENTS

  1. سنګروال صاحب په عمر مو برکت شه ، رښتیا هم دا پرديپال دومره سپین سترګي شویدي چې خپل ځانونه خو یې په صفویانو پلورلي دي ، اوس غواړي پښتانه هم د خپل ځان په شان وښیي او د پردیو په ګټه تبلیغات وکړي .

  2. محترم استاد سنګروال صاحب ستاسو تاریخی مقالی ډیری لولم او خوندوری دی، د پښتنو خشونت هرڅه چی وی، خو ستاسو له فرمودی سره سم د سلیمان غره او جغرافیی زیږنده نده، له تیر به تیر شو هرڅه چی و بلا پسې اوس مهمه دا ده چی پښتانه تمدن، عدم خشونت، تعلیم او ترقی او اتحاد ته دعوت کړو بی اتفاق ترین قوم په نړی کی همدا دی او د تعلیم او ترقی او روشنفکری او تمدن سره هم جو ړندی خلک هره ورځ له همدی امله پیغور راکوی چی تاسی پښتانه ترووریست او وحشی دښخو د حقوقو مخالف او د تعلیم او تمدن په ضد یاست دغو پیغورونو موږ دومره مایوس کړی یاستو چی نږدی ده خودکشی وکړم د دی یوه لاره راته وښایاست چی څنګه پښتانه تمدن او تعلیم او مترقی تفکر ته داخل او له تروریزم پیغور یی بج کړ و مهربانی قدرمنه

  3. سلامونه وړاندی کوم. راځی چی یو ښکلی منطقی بحث پیل کړو او په دی وغږیږو چی جغرافیا د ټولنیزی ودی په بیلابیلو پړاوونو کی کوم اغیز لری. انسان د خپلی ټولنی د پیداوار په توګه له دی اغیزی څخه بی برخی نه شی پاته کیدای. نرمه او مړه یعنی شتمنه جغرافیا نرم انسانان زیږوی. بله خوا بیدیایی یا نیستمنه جغرافیا، غرونه او بیوزله جغرافیا بل ډول انسانان روزی. د غرنی او بیوزله جغرافیا خلک په ټوپک او کوتک ډودی پیدا کوی او ژوندی پایی. زه د دی خبری پلوی یم چی موږ پښتانه خشن، غوسمن، زر فهریدونکی، بیحوصلی او د جګړو پلوی خلک یاستو او بحث ته هم تیار یم. مننه

  4. ښاغلی وحید او ښاغلی ارینزی ورونو سلامونه او ښی چاری. الله ج دیی وکړی جه دغه تبصره تر اخره ولولی.

    ګرانو ورونو پښتانه ډیر عزتمند، ویاړلی، میلمه داره، د جرګو او مرکو خلک دی، پښتانه د ډیر ښه ذهن او مغز له کبله د علم او پوهی په زده کړه کی تر ټولو ښه مهارت او د لوړی درجی خاوندان دی. دا چه پښتانه هم کورنی او هم بهرنی دښمنان لری. چه زمونږ دغه دښمنان نه غواړی چه پښتانه د علم په زده کړه سمبال اوسی.

    کله چه په لرو او برو پښتنو لمړی ځل انګریزان د 6000 کیلومیتره فاصلی څخه راځی، او بیا د افغانستان یا زما د کور د اشغالیدو جګړه کوی، نو بیا خو پښتون لاس تر زنی نشی کیناستلای باید جګړه ورسره وکړی، تر هاغه چه دښمن د خپله کوره وباسی.

    همداسی پخوانی شوروی اتحاد چه د 17 نورو ملکونو( سنتو بلاک) د عسکرو سره افغانستان ته د ګوډاګی ببرک کارمل سره د شپی راننوتل او افغانستان یی اشغال کړو، او د افغانستان د وخت ولسمشر حفیظ الله امین (خروټی) یی د شپی په تیاره کی په شهادت ورسولو. چه په دغه وخت کی افغانان د شوروی لښکرو په مقابل کی وجنګیدل او هغوی ته یی تاریخی ماته ورکړه، او هم یی شوروی اتحاد په ننی روسیه بدله کړه.
    اګر چه ځینی کورنی افغانان هم د روسانو سره په دغه جګړه کی کمک او مرسته کوله، ځینی روسی جنرالانو په خپلو کتابونو کی لیکلی دی چه د جمعیت اسلامی د ګوند قوماندانانو د روسی عسکرو سره مرسته کوله، چه په هغی کی د احمدشاه مسعود نوم تر ټولو ډیر یادیږی.
    همداسی کله چه روسانو شکست وخوړلو نو خپلی خطر ناکی اسلحی یی احمدشاه مسعود ته په پټه وسپارلی، چه د دغه اسلحو په زور مسعود او ربانی 6 کاله په کابل کی د ارګ په زیر زمینی کی په ډار سره په نوم حکومت وکړو. مسعود به زیادتره په تاجکستان کی وه.
    دا چه په کابل کی به د خزب اسلام(ګلبدین حکمتیار) او جمعیت اسلام(ربانی او مسعود) تر مینځ همیشه جګړی وی او 70000 کابل ښاریان یی غیر حق شهیدان کړل. همداسی په ولایاتو کی به هم جګړی وی هر قوماندان به ویل چه زه ددی ولایت باچا یم، په ولسی خلکو به قوماندانانو ډیر ظلمونه کول، د خلکو ځمکی یی نیولی وی، په ښځو او بجیانو به یی تیری کولو.

    لنډه داچه الله ج په دغه ظالیمو قوماندانانو طالیبان راوستل، طالیبانو د شر او فساد په نوم دغه قوماندانان ټول ورک کړل، او د افغانستان 95 فیصده خاوره یی تر لاس لاندی راوستله، او ټول قوماندانان یی پنجشیر ته ورغونډ کړل. لکه استاد سیاف سره د خپلی ډلګی، ربانیی او مسعود، حاجی عبدالقدیر، حزب اسلامی قوماندانان او نور.
    طالیبانو غوښتل چه دغه قوماندانان هم ونیسی او یا یی ختم کړی، چه لمړی یی مسعود د فهیم په مرسته په ډالرو ورختم کړه،

    کله چه د سپتمبر 11 په امریکا کی په سیټی سنتر او نورو ځایو کی د الوتکو حملی وشوی، سمدلاسه حالت بدل شول، ولسمشر بوش طالیبانو ته اخطار ورکړو چه دغه چاودنی اسامه بن لادن کړیدی، او مونږ ته اسامه بی قید او شرطه راوسپاری، د طالیبانو لخوا امریکا ته خواست وشو که مونږ ته ثبوت راکړی چه زمونږ د خاوری څخه اسامه دا کار کړیدی نو مونږ به اسامه درکړو. او که ثبوت درسره نه وی دغه سړی د افغانانو میلمه دی، افغانان په خپل کلتور کی چاته میلمه نه ورکوی، لنډه داچه ملا محمد عمر مجاهد امریکا ته وویل زه افغانانو ته پیغور نه پریږدم چه میلمه یی بی ثبوته د امریکا په لاس ورکړم، که ټوله پاچاهی می ختمه شی دا کار نه کووم .

    د دی خبری څخه وروسته امریکا د جمعیت اسلامی یا شمالی ټلوالی سره تماس ونیو، شمالی ټلوالی ورته وویل چه مونږ ټول تاسو امریکایانو سره اوږه په اوږه جګړه کوو. هماغه وه چه امریکایان او شمالی ټلوالی د بی 52 بمب غورځوونکو الوتکو چه د 10 او 15 ټنه زورور بمونه به یی غورځول، او هم یی لایزر شعاوی او شیمیک زهرجن مواد د طالیبانو په لیکو استعمال کړل او طالیبان یی په 3 میاشتو کی مات کړل.
    لنډه دا چه طالیبانو د 20 کاله جګړی وروسته د اکسټ په اخر کی 2021 کال په نیمه شپه امریکایان د خپل وطن څخه وشړل.

    که چیری دغه جګړی په افغانانو نه وای تحمیل شوی پښتانه به د نړی د علم په ګاڼه پوهه او هوشیار خلک وای.

    که خبره د پښتون وی نو امان الله خان غازی لمړنی روشنفکره پښتون وه چه د نجونو مکتبونه یی جوړ کړل، او نجونو ته یی د تعلیم اجازه ورکړه. مګر بل غیر پښتون حبیب الله بچه سقاو په نوم یو ملا د انګریزانو په لمسون را پاڅیدو، او امان الله خان ته یی د کافر خطاب وکړو، او دشمال خلکو ورسره عمومی قیام وکړو، مګر امان الله خان د خونریزی پرته افغانستان پریښودو، او د سقاو ځوی 9 میاشتی پاچاهی وکړه او د هلکانو او نجونو مکتبونه یی بند کړل.
    خو خوشبختانه غازی نادرشاه پاچا د جنوبی ولایاتو د خلکو په همکاری قیام وکړو او بچه سقاو یی ونیو او بیا یی په دار ځوړند کړو.

    که چیری امان الله خان ته دغه ننی او پرونی سقاویان نه وای را پاڅیدلی افغانستان به اوس د علم ځانګو وای. دغه متعصب خلک نن هر څه په پښتنو اړوی چه پښتون نجونو او مکتب ته اجازه نه ورکوی، مګر پدی نه پوهیږی چه د افغانستان د علم، زده کړی او نه پرمختګ خلک همدوی دی، او اوس هم دی.
    بله خبره تاسو تاریخ وګوری سقاو د انګریزانو په کمک زمونږ روشنفکر پاچا چپه کړو، شورویان ببرک کارمل راوستل، او امریکایان شمالی ټلوالی او دوستم راوستل. د دیی دا معنی ده جه مونږ د خپله کوره جاسوسان او غمازان لرو، چه افغانستان پیشرفت ته نه پریږدی. همداسی د اګسټ په میاشت کی د شمالی ټلوالی ټول مشران د پاکستان لخوا په الوتکو کی اسلام اباد ته یوړل شول، چه اوس بیا د جنګ او جګړی پلانونه تړی.

    آغیار خو وای چه د دوزخ ژبه ده خو زه به جنت ته د پښتو سره ځم
    د پښتو خوږ نوم چه رایاد شی پښتونولی می د غیرت چغی وهینه
    پوهنولی پښتونولی ده ځکه پښتون په پوهنتون سر ورکوینه
    اغیار خو ډیری منډی وکړی خو دانشګاه می په ایران ور وشړله
    د ادب په ټولو کړو او شتو سمبال یم ځکه پښتون یم د ابدالی او میوندی دنسله یمه
    که می ټاټوبی کی استقلال وه پښتون معلم دی، ادبی، هم انجنیر او هم تر ټولو ښه ماهر دی
    که می ټاټوبی کی اشغال وی بیا ټوپک او هم باروت یم، هم ځوانمرګی هم ګړنګ یم

    د خدای په امان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب