پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمالیې وزارت؛ کابل کې مو د ارزانه مایع ګازو پلورل پیل کړي

مالیې وزارت؛ کابل کې مو د ارزانه مایع ګازو پلورل پیل کړي

تاند: ( شنبه ، د دلوې شپاړسمه)‏ ‏‏د طالبانو مالیې وزارت وايي چې د دې وزارت تر چتر لاندې د ګازو او نفتو دولتي شرکت د سون توکيو د بیو ټیټولو په موخه مایع ګاز له آزاد بازار څخه په ټیټه بیه د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې په ۷۰ افغانۍ پلوري.

د طالبانو د مالېې وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه اقدام موخه د ښو خدمتونو وړاندې کول او په بازارونو کې د سون توکيو د بیو ټیټول دي.

د طالبانو په اعلامیه کې نه ده روښانه شوې، چې چې په دې ترڅ کې به څومره مایع ګاز له کومو مراجعو څخه پر خلکو وپلورل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښاریان او نور هېوادوال د سون توکيو له ګرانښت څخه شکایت کوي.

د سون توکيو د ګرانښت ترڅنګ د دغو توکيو د کیفیت له خرابوالي هم شکایتونه کیږي، چې چارواکي ورته د رسیده ګۍ ډاډ ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب