شنبه, اپریل 27, 2024
Home+ټول شموله حکومت که ټول شموله ميکانيزم؟

ټول شموله حکومت که ټول شموله ميکانيزم؟

ليکنه: عبدالوحيد وحيد

د سردار محمد داود خان د حکومت په وړاندې د خلق او پرچم ګوندونو له خونړۍ کودتا راپدیخوا تر اوسني حکومت پورې له لږ او زيات توپير سره هرې حاکمې ډلې له خپلو افرادو څخه جوړ شوى حکومت پراخ بنسټه،  مشروع او په ټولو معيارونو يې برابر ګڼلى دى. د نورو حذف  کولو ته يې ملاتړلې ده، خو هره مخالفه ډله هيڅ حکومت ټول شموله نه ګڼي،  ولسي مشروعیت يې نفى کوي، د پرديو لاسپوڅى يې ګڼي او که امکانات ورته برابر شي، له حکومت سره د واک په سر جګړه کول هم ورته مشروع عمل ښکاريږي. د دغو ناخوالو تسلسل له څو لسیزو راهیسې دغه هېواد ته يوازې ستونځې راوړې دي.

شک نشته چې موږ  د سياست په برخه کې د ملي فکر له نشتون سره مخ يو. خپل فکري لومړيتوبونه په افراطي بڼه  په دوديزه افغاني ټولنه باندې د سوټى په زور تپو.  ملت ته د قضاوت د حق ورکولو پرځاى د هغوى د مرۍ بندولو ته ملا تړو. حاکمان د خپل ولس په هنداره کې د ځان انځورولو پرځاى د چاپلوسانو په هنداره کې ځانونو ته ګوري. ولس مو هم  د موخو پرځاى په مخونو باندې را څرخيږي. نتیجتاً مخونه راڅخه وتښتي او ولس د پاڼ او پړانګ ترمنځ ايسار شي.

په پرمختللیو ټولنو کې يو دود شتون لري چې د هر بدلون د هڅو د ناکامي په صورت کې هغه لاملونه پيدا کوي چې د ماتې لامل ګرزيدلى وي او له منځه يې وړي. پوښتنه دا ده چې زموږ سياستوالو، مشرانو، اميرانو، امپراتورانو او نور غټانو ولې په تيرو څو لسيزو کې د نظام جوړونې په برخه کې له يوولس ځله ناکامي سره سره کله هم د تيرو ناکاميو په تړاو سيمينار او ورکشاف ترتیب نکړ چې د خپلو ناکاميو لاملونه يې ارزولي واى او د راتلونکو سياسي تګلارو په جوړولو کې يې د تيرو ناکاميو لاملونه له منځه وړي واى.

د نظام جوړولو په برخه کې د هرې ناکامي تجربې ترشا مو د حاکمې ډلې افراطي اړخ، انحصارى فکر، ګوند محوره او مليت محوره تګلارو خپلولو ذهنيت مشهود دى.  اوسنى حکومت هم له لږ او زيات توپير سره د تيرو ناکامو نظامونو د تسلسل کړئ ده، خو په اوسني حکومت کې د انحصار ترڅنګ، کار اهل ته د نه سپارلو ستونځه ځکه په لوړه کچه احساسيږي چې اوسنئ حاکمه ډله د معاصرې حکومتولي له هنر سره د نورو په پرتله زياته نابلده ده.

دا سمه ده چې تير حکومت د خپل ولس ترمنځ ځاي نه درلود او سيستماتيک فساد يې له مديريت لاندي راوستل ناشونئ کار وو. اوسنيو چارواکو به ورته د مزدور اجير او ګوډاګي القاب کارول، خو ستونځه داده چې اوسني حاکمه ډله هم عيبونه او نيمګړتياوې لري. د ولس ناورين زېږونکي حالت ته نه متوجه کيږي او د خپلو افرادو د ظرفیت تشه نشي انځورولاى. د تير حکومت بنسټونه يې ونړول خو د بيرته د جوړولو وړتیا يې نلري. يوازې د پاسپورټ اداره چې هغوى ورته سخته اړتیا هم لري د مسلکي خلکو د نشتون له امله په مياشتو او اونيو په ټپه ولاړه وي. له بهرنئ نړئ سره د اړیکو جوړولو په وړاندې هم ننګونې شته، خو د ستونځو د حل اساس يې له خپل ملت څخه د مشروعیت په تر لاسه کولو کې دى.

د تير حکومت په مهال واک په هيواد کې د جګړو يوې خوا او لويديځ پلويو افغانانو ترمنځ ويشل شوى وو، دواړو خواو د ملت وينې په شدت سره زبېښلې، نو نه ورته ټول شموله ياديده، نه يې د فساد د ختمولو خبره کوله، نه يې د سولي لپاره رغنده مذاکرات کول او نه هم ورته د ملت بد حالت ښکاره کيده. د حيرت خبره ده چې کله وتښتېدل او ملت يې ترشا پريښوده نو د موجوده حکومت ټولې تشې نيمګړتياوې عيبونه او سوړې ورته ښکاره شوې.

زموږ د ملت هيلې ارمانونه او غوښتنې لکه د لمر په شان روښانه دي. هغه دا چې اوسني حکومت د واک د انحصاري فکر له امله د ظرفیتونو د نشتون په ويروس څخه باید مطلقاً را بهر شي. د ښې حکومتولي، مديريت، په کور د ننه او بهر د مشروعیت د ترلاسه کولو په موخه د عمل په ډګر کې لاس په کار شي. په کور دننه او بهرنۍ تګلارو کې پراخو اصلاحاتو ته اړتیا لري. په ځينو مواردو کې کلتوري توپيرونو ته د مقدساتو په نظر ګوري. د نجونو د زده کړو او د ښځو لپاره په خوندي چاپیریال کې د کار اسانتياوې برابرولو په مسئوليت باندې سترګې پټوي. که اوسنى وضعیت دوام مومي نو هيڅ ډول شک نشته چې دغه حکومت هم پاشل کيږي او پايلې به يې د اوس په پرتله زياتې بوږنوونکې وي.

زموږ کورنیو پيچلتياو ته په کتو  پراخ بنسټه حکومت جوړول موقته حل لاره ده. موږ ذهناً او جسماً د يو بل منلو، د ټولنيزو جوړښتونو د کميت او تراکم کچه په پام کې نیولو او د ټولو افغانانو د فردي او اجتماعي حقونو خوندیتوب ته اړتیا لرو. اصلاً زموږ ستونزه داسې يو ميکانېزم جوړول حل کولاى شي چې زورواکي ، د بشر د حقونو نقض، فساد او تعصب پکې ځاى ونشي موندلاى، خو په واقعي توګه د افغانى پرګنو، اقوامو، فکرونو او قشرونو استازيتوب وکړاى شي. دغه ډول ميکانېزم د فرمايشي لويې جرګې نه، بلکې د واقعي لويې جرګې په کريکتيريا باندې برابره جرګه او يا هم ټولپوښتنه  حل کولاى شي.

همدا اوس باید فکر وکړو چې اخر ترکومه به د يوه ملي او منل شوي  ميکانېزم په مرسته  واک ته د رسيدلو او د دغه هېواد لپاره په ګډه د کار کولو هنر زده کولو پر ځاى د يو د بل د نفى کولو، له يو بل سره د واک لپاره په جګړه کولو او يو بل ته د غلام اجير او لاسپوڅي خطاب کولو خونړۍ تګلارې کاروو؟

که مو وکولاى شول چې واک ته د رسيدو لپاره د اسلامي اصولو او افغاني ټولنيزو ارزښتونو په چوکاټ کې يو منل شوى ميکانېزم،  د نظام څرنګوالي، اساسي قانون،  ملي ګټې او ورته د ملي تعریفونو  بنسټ کيږدو، نو يقيناً به مو د ټولو ستونځو د حل، ملي يووالي د تحقق، اقتصادي پرمختګ، د ګاونډيانو له شر څخه د خلاصون او له نړيوالو سره د متقابل درناوي په فضا کې د ژوند کولو لپاره لاره پرانستې وي.

3 COMMENTS

  1. سلام
    شکریه بارکزی اختلاس ګره خپله سندره کې دحق دخبر له اصولو څخه ګړیږی . ظریفه غفارزی دپخوانی ښاروالې په نوم دڅیرې ګرېوان چیغې وهی. پخوانی ولس مشر دپوهنتون هاها کوی دملګرو ملتو سرمنشی ګوتریش توطیه کوی او دطالبانو داستازی نه شتون د تولشوله او رسمیت پېژندلو پروسې په سوړ جنګ کې دطالبانو لوری کمرنګه ښيي. شکریی ته په کارد ه چې لومړی په خبرو کې دنر اوښځې توپیر وکړی داهم سفیره وه او هم بارلمان کې وه داڅوک دطلوع چینل ته راغواړی چې هرڅه په شخصی ببولالو کې ننګوی .
    ټولشموله حکومت او اداره د اسلامی امارت مسولیت دی نه د نړۍ داچې اسلامی امارت دیوه داسې میکانیزم څخه کار نه اخلی او یایې نشی اخیستلی او یا یې نه غواړی دا بیاهم ددوی پروسه ده.دغه پروسه اوږده سلسله لری ددې سلسلې کورنی او بهرنی ابزار او عوامل دسیمې ، مسولانو،برخه اخیستونکو او غړو په انداز فرق کوی.تراوسه دتولشموله هیاهو د استخباراتو په کلاوه کې را څرګندیږی. دلته څو ډلې د خپلو اهدافو په احساساتی ناندریو کې سخت وارخطا دی او هغوی لکه هرممکن څخه دلیوه او شپانه کیسه جوړوی او نارې وهی چې لیوه راغی!
    وایی علا هر واقعه قبل از وقوع باید کرد.
    که اسلامی امارت دحاکمیت برخه باندې واقعا کار کول غواړی نو په کار ده چې لومړی خپل ملی او اسلامی مشروعیت دننه په هېواد کې ترلاسه کړی او ملی اجماع ته مناسبه لاره وموندی. که دوی ولسواکی د ولسولی په تناظر کې رامنځ ته کړی زه فکر نه کوم چې داسې کوم قوت به یی به نړۍ کې له رسمیت پېژندلو څخه ډډه وکړی سره ددې چې لوبه کې لوی لو بغاړی دداعش شتون یعنی روس او امریکا ترمنخ په سیاسی لحاظ داسلامی امارت لپاره دسیمې او هېوادونو په پرتله دسېپتا مبر دپيښې ورته پلمه پياوړې کوی. ګونګ او انحصار ی حالت دوخت ، زمینو او مناسبو فرصتونو له منخه وړل دطالبانو به ګته نه دی .ستونزې دننه دی نه بهر.
    دلته دټولشموله تعریف هم به داسې یوه حالت کې ګونګ پاتې کیږی چې طالبان دپرونی حکومت په ناکامیو باندی تکرارا مصروف دی او به با ایمانه ولس او مسلکی خلکو باور نشی موندلی کوم چې دوی سره مرسته کولی شی .بناء میکانیزم کاواکه پاتې کیږی او دلانجې کمیت اوکیفیت نورهم کړکیچن کیږی.
    ا

  2. سلام
    شکریه بارکزی اختلاس ګره خپله سندره کې دحق دخبر له اصولو څخه ګړیږی . ظریفه غفارزی دپخوانی ښاروالې په نوم دڅیرې ګرېوان چیغې وهی. پخوانی ولس مشر دپوهنتون هاها کوی دملګرو ملتو سرمنشی ګوتریش توطیه کوی او دطالبانو داستازی نه شتون د تولشموله او رسمیت پېژندلو پروسې په سوړ جنګ کې دطالبانو لوری کمرنګه ښيي. شکریی ته په کارد ه چې لومړی په خبرو کې دنر اوښځې توپیر وکړی داهم سفیره وه او هم په پارلمان کې وه داڅوک دطلوع چینل ته راغواړی چې هرڅه په شخصی ببولالو کې ننګوی .
    ټولشموله حکومت او اداره د اسلامی امارت مسولیت دی نه د نړۍ داچې اسلامی امارت دیوه داسې میکانیزم څخه کار نه اخلی او یایې نشی اخیستلی او یا یې نه غواړی دا بیاهم ددوی پروسه ده.دغه پروسه اوږده سلسله لری ددې سلسلې کورنی او بهرنی ابزار او عوامل دسیمې ، مسولانو،برخه اخیستونکو او غړو په انداز فرق کوی.تراوسه دتولشموله هیاهو د استخباراتو په کلاوه کې را څرګندیږی. دلته څو ډلې د خپلو اهدافو په احساساتی ناندریو کې سخت وارخطا دی او هغوی لکه هرممکن څخه دلیوه او شپانه کیسه جوړوی او نارې وهی چې لیوه راغی!
    وایی علاج هر واقعه قبل از وقوع باید کرد.
    که اسلامی امارت دحاکمیت برخه باندې واقعا کار کول غواړی نو په کار ده چې لومړی خپل ملی او اسلامی مشروعیت دننه په هېواد کې ترلاسه کړی او ملی اجماع ته مناسبه لاره وموندی. که دوی ولسواکی د ولسولی په تناظر کې رامنځ ته کړی زه فکر نه کوم چې داسې کوم قوت به یی به نړۍ کې له رسمیت پېژندلو څخه ډډه وکړی سره ددې چې لوبه کې لوی لو بغاړی دداعش شتون یعنی روس او امریکا ترمنخ په سیاسی لحاظ داسلامی امارت لپاره دسیمې او هېوادونو په پرتله دسېپتا مبر دپيښې ورته پلمه پياوړې کوی. ګونګ او انحصار ی حالت دوخت ، زمینو او مناسبو فرصتونو له منخه وړل دطالبانو په ګته نه دی .ستونزې دننه دی نه بهر.
    دلته دټولشموله تعریف هم به داسې یوه حالت کې ګونګ پاتې کیږی چې طالبان دپرونی حکومت په ناکامیو باندی تکرارا مصروف دی او به با ایمانه ولس او مسلکی خلکو باور نشی موندلی کوم چې دوی سره مرسته کولی شی .بناء میکانیزم کاواکه پاتې کیږی او دلانجې کمیت اوکیفیت نورهم کړکیچن کیږی.
    ا

  3. سلامونه نيکې هيلې او مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
    زه ستاسو د خبرو او نظر د تائید ترڅنګ دومره ور اضافه کوم چې که موږ خپلې تشې په خپله ډکې کړو او د خپلو اشتباهاتو د ازالې لپاره له داسې افرادو سلا وغواړو چې هغوى د هيڅ ډول امتیاز غوښتنه نه کوي نو بهرنيانو ته به فرصت نه وي چې زموږ خاميانې زموږ په خلاف وکاروي. همدا موږ چې دښمن ته فرصتونه برابروو او خپله پښه په خپله وهو.
    بيا هم مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب