دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، د رسنیو د بندېدو د راپور په اړه څېړنه کوي

طالبان وايي، د رسنیو د بندېدو د راپور په اړه څېړنه کوي

تاند(یکشنبه، د دلوې ۱۷مه) د طالبانو حکومت په افغانستان کې د څه باندې ۳۰۰ رسنیو د فعالیت د درېدو په اړه د ژورنالیستانو د نړیوال فدراسیون د راپور په غبرګون کې وویل چې په دې اړه څېړنه کوي او د هغو خنډونو د لېرې کولو هڅه کوي چې له کبله یې د رسنیو فعالیت درېدلی دی.

د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د ژورنالیستانو نړیوال فدراسیون په یوه اعلامیه کې وویل، د یوې نوې سروې له مخې د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو له واک ته رسېدو را په دې خوا په افغانستان کې ۳۱۸ رسنیو کار بس کړی دی.

دا سروې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي ټولنې د خپل هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د ژورنالیستانو د نړیوال فدراسیون لپاره کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان له اوسني حالته ورځپاڼې ډېرې اغېزمن شوي دي او اوس له ۱۱۴ ورځپاڼو یوازې ۲۰ چاپېږي.

د ژورنالیستانو نړیوال فدراسیون ویلي، د دوی لپاره په ترتیب شوي راپور کې راغلي چې د ۵۱ ټلوېزیوني چینلونو، ۱۳۲ راډیوګانو او ۴۹ انلاین رسنیو فعالیت درېدلی دی.

د دې راپور له مخې، د افغانستان له ۶۲۳ رسنیو څخه د ۳۱۸ هغو د بندېدا له کبله ۲۴۹۲ خبریالان بې روزګاره شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت یوه ویندوی انعام الله سمنګاني د دې راپور په غبرګون کې پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې طالبان د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي او رسنۍ هم مکلفې دي چې بې پرې واوسي او ملي – دیني ارزښتونو ته ژمنې وي.

ده همداراز لیکلي «موږ هڅه کوو چې د رسنیو د فعالیت په وړاندې خنډونه لېرې کړو او له رسنیو هم غواړو چې د رسنیو پر قانون عمل وکړي.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد په وروستیو ورځو کې وویل چې د دوی حکومت د تېر نظام په مهال جوړ شوی د رسنیو قانون مني.

د ژورنالیستانو د نړیوال فدراسیون سکرتر جنرال انتوني بلېنجر ویلي، په لومړي ځل په ۳۳ ولایتونو کې له راټولو شوېو معلوماتو هغه بحران لیدلی شي چې په افغانستان کې یې خبریالي او ژورنالېزم اغېزمن کړی دی.

ده زیاته کړې، دا تصویر نه یوازې د هغو خبریالانو لپاره چې دنده یې له لاسه ورکړې، بلکې عامو افغانانو ته هم په دې خاطر یو ناورین دی چې د معلوماتو له ترلاسه کولو بې برخې شوي دي.

یو شمېر رسنیو تاند ته ویلي چې د موسیقۍ او تفریحي پرواګرامونو د حذف کېدو له کبله یې اورېدونکي له لاسه ورکړي او په نتیجه کې اعلانونه هم نه ترلاسه کوي او چې اعلان ونه لري د خپلې رسنۍ د چلولو کادي امکانات له لاسه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب