یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د دوهمې الیزابیت د سلطنت ۷۰ کاله پوره شول

د دوهمې الیزابیت د سلطنت ۷۰ کاله پوره شول

تاند- له نن څخه ۷۰ کاله پخوا د ۱۹۵۲ د فبرورۍ په ۶ مه دوهمې الیزابیت (الزابت) د بریتانیا او شمالي آیرلنډ د ملکې په توګه تاج پر سر کړ. دا چې اوس ۹۵ کلنه ده، د ۱۹۲۶ د اپریل په ۲۱ مه په لندن کې زېږېدلې. تر دې وړاندې په تېرو زرو کلونو کې په بریتانیا کې هیچا ۷۰ کاله سلطنت نه دی کړی. په نوره نړۍ کې هم ښايي ډېر لږ پاچهانو اویا کاله سلطنت کړی وي.

تر دوهمې الیزابیت وړاندې ملکه ویکتوریا د بریتانیا د ډېرو کلونو سلطنت ریکارد جوړ کړی و خو په ۲۰۱۵ کې دوهمې الیزابیت د ویکتوریا ریکارډ مات کړ.

وېکټوریا د جرمني هنوور شاهي کورنۍ غړې (۱،۵ متره قد لري) او د هنووریانو د ډلې وروستۍ ملکه ده. نوموړې نهه ماشومان درلودل چې څلور یې پاچایان شول یا یې له پاچایانو سره ودونه وکړل.

الیزابت (۱،۶ متره قد لري) او د (سکس-کوبرګ او ګوتا) واکمنې کورنۍ له نسله ده. د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د دغې شاهي کورنۍ نوم پر وینډسر بدل شو. الیزابت او شهزاده فیلیپ څلور ماشومان لري.

الیزابیت، چې بشپړ نوم یې الیزابیت الکساندریا ماري دی، نه یوازې د بریتانیا ملکه ده، بلکې د کاناډا، استرالیا او نیوزیلنډ هیوادونه یې هم د ۱۹۵۲ د فبرورۍ له شپږمې د دې د پلار کینګ جورج شپږم له مړینې راوروسته ملکه مني.

دا د خپل پلار د مړینې په مهال په کینیا کې وه.

د نړۍ په پاچهانو کې، چې ډېره موده سلطنت یې کړی، یو هم د افغانستان پخوانی پاچا اعلحضرت محمدظاهر شاه دی. ظاهرشاه هم د خپل پلار محمدنادر خان له وژل کېدو وروسته د ۱۹۳۳ م کال د نوومبر په اتمه، چې نولس کلن و، د سلطنت تاج پر سر کړ او څلوېښت کاله یې پاچهي وکړه. خو د ظاهرشاه پاچهي د تره زوی محمد داوودخان په ۱۹۷۳ یا د ۱۳۵۲ لمریز کال د سرطان په ۲۶ مه د یوې سپینې کودتا له لارې پای ته ورسوله. د ظاهرشاه د سلطنت دوره د افغانستان په تاریخ کې یوه ډېره ارامه دوره بلل کېږي.

په بریتانیا کې ملکه یا پاچا اجرايي واک نه لري بلکې مقام یې سمبولیک دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب