چهارشنبه, نوومبر 27, 2024
Home+د روسيې او ناټو لپاره د اوکراين سياسي اهميت 

د روسيې او ناټو لپاره د اوکراين سياسي اهميت 

شننه: سردارولی الکوزی
اوکراين د خپل ستراتيژيک موقعيت له امله په سيمه کې ځانګړی ځای لري د انرژي بې شمېره منابعو په درلودلو سره د اروپا او روسيې لپاره د کليدي اهميت درلودونکی دی  او د اروپا او روسيې د خارجي سياست په اوليتونو کې راځي. په همدې اساس دا چې د اوکراین پخوانيو دولتونو تر پرون پورې د دواړو قطبونو  (روسيې، ناټو او امريکا) تر منځ  تعادل تر يو څه حده ساتلی و او د روسيې او غرب تر منځ د مشکل او کشمکش ميدان نه و، ژوند او ګوزاره یې ښه روانه وه خو په دې وروستيو کې د امریکا لخوا د اوکراین یوقطبي کول او د غرب دې ته تمايل ډېرېدل چې د ناټو برخه یې وګرځوي اوکراين په داسې کږلېچ کې درولی دی چې تربل هروخت په بد سياسي حالت کې قرار لري.  ځکه امريکا او ناټو غواړي اوکراين د خپل نفوذ څخه د فشار اخيستلو په پايله کې په يک قطبي توګه د ناټو په غېږ کې ور وغورځوي او د روسيې سره د سیاسي مقابلې په ميدان یې بدل کاندي،
امريکا او اروپا هڅه کوي چې اوکرآين د لويديځ په يوه نظامي اډه بدل کړي او د روسيې د احتمالي ګواښونو پر وړاندې له همدې مرکز (اوکراين) څخه کار واخلي او همدارنګه د ختيزې اروپا پر لوري د ناټو پراختيا او پرمختيا په تدريج سره د دې د روسيې پر لوري د دې لامل کېږي چې روسيه د خپلو شاوخوا پخواني شوروي هېوادونو په اړه فکر وکړي او هغوی له خپله ځانه پردي نه کړي. امریکا  له ۲۰۰۲ څخه دا غوښتنه لرله چې اوکراين دې د  ناټو غړی هېواد شي او هرځل یې ددې خبرې په بيا بيا راتازه کولو سره د روسيې حساسيت راپارولی دی او له لويديځ سره د اوکراین نظامي قراردادونو او پوځي مانورونو د روسيې غوسه لا پسې راپارولې او د سلګونو کلونو دا نږدې دوست او تقريبا پخوانی (يو هېواد) یې تر بل هر وخت له ځانه پردی کړی دی.
روسيه چې په سيمه او اوراسيا کې يو ستر قدرت دی او په نظامي لحاظ د نړۍ په دويم نمبر کې قرار لري په همدې ډول وضعيت کې طبيعي ده چې د نورو سترو قدرتونو غوندې د سيمه يیزو او نړيوالو پېښو او سياسي تحولونو په برخه کې خپل عکس العمل ښکاره کړي او خپل خارجي سياست ته په کتلو خپل خاصې منافع ولري. هر هېواد  که هغه سيمه يیز وي او يا جهاني په امنيتي برخه او د خپل شاوخوا د سياسي او امنيتي قلمرو يوه ترسيم کړې نقشه لري او نه غواړي چې نور هېوادونه د دوی سیاسي قلمرو او يا د سياسي نفوذ سيمې ته داخل شي، دا نقشې ستر قدرتونه معمولا له خپلو هېوادونو  نه بهر ترسيم وي او نه غواړي چې هغو هېوادونو ته چې د دوی نږدې او همګټي هېوادونه وي نور ور داخل شي، د روسيې تاکيد هم په همدې مسله کې د اوکراين په اړه وه پوتين اعلان کړی و چې موږ د اوکراين د خلکو سره نږدې او د ګډ عاطفي حس لرو ، موږ یو ملت یوو.موږ په يوه ژبه خبرې کوو، په زرګونو کيلومتره ګډه پوله او ګډ کلتور او ارزښتونه لرو.
خو ناټو او اروپا کرار نه کېناستل او غوښتل یې چې په اوکراین کې خپل نفوذ پراخ کړي او خلک د روسي ضد افکار راو پاروي، که څه هم په دې برخه کې دوی له هر ډول کارونو سرغړونه نه ده کړې او ان د امريکا د سفارت کارمندان هم په روسي ضد مظاهرو کې چې په ۲۰۱۴ کې روانې وې شرکت وکړ او خلک یې په يو ډول تشويق کړل او خپلې کوششونه یې تر اوسه جاري ساتلي دي.
په اوسني وضعيت کې اوکراين په څلورو دليلونو د روسيې لپاره د اهميت وړ دی.
1- له تاريخي لحاظه: له تاريخي لحاظه اوکراينيان په منځنيو پېړيو کې د شرقي سلاويانو مرکزي هسته بلل کېدله او ټولې چارې د همدې اوسني اوکراین له جغرافيا رهبري کېدلې او له نورې ختيزې اروپا مخکې د شوروي او پخوانيو روسي دولتونو مهم مرکز و.
2- له جغرافياوي لحاظه: د اوکراین جغرافیا داسې ده چې له يوې خوا د اروپا شمال د بالتيک سمندرګي په ساحه  کې او د جنوب ختيزې اروپا سره  په تور سمندرګي کې نښلوي  او همدارنګه یې په تېرو دوو پېړيو کې د روسيې د امنيت د وروستي کمربند رول لوباوه. که د ساړه جنګ پرمهال برلين د شرقي او لويديخې اروپا رول لوباوه خو نن سبا اوکرين د شرق او غرب تر منځ د اروپا لپاره همدا رول لوبوي.
3-  اوکراين له بلې خوا هوارې او پراخې ځمکې لري او خصوصا جنوبي سيمې یې ښې حاصلخېزې دي چې د اروپا لپاره د غلې يوه عمده برخه جوړولی شي.
4- د تورې بحيرې سره ۲۱۳۲ کیلومتره اوږد سرحد په درلودلو سره ددې جوګه دی چې د حمل ونقل او د رېل د پټلۍ د نفت و ګازو له جنوب څخه شمال او له شرق څخه غرب ته نښلونکی واوسي،
همدارنګه اوکراين د روسیې لپاره د هويت يوه مسله ده که احیاناً د روسيې له لاسه اوکراين ووځي او له سياسي نفوذ څخه یې خارج شی او  غربي ماډل او ارزښتونه قبول کړي د روسيې هويت له ننګونو سره مخ کېږي او د دې هېواد يوه غټه فيصدي چې اصلي روسان دي او په روسي ژبه خبرې کوي د دوی له لاسه وځي او پردي کېږي.
نو له همدې امله روسيه په ټول توان هڅه کوي چې د ناټو او اروپا مخه ونيسي چې د روسیې تر سرحدونو یې را رسېدل محدود کړي او هڅه کوي چې مشکل مخکې له دې چې د پوزې لاندې یې راشي مخکې له مخکې دفع کړي په مقابل کې یې ناټو او امریکا هڅه کوي چې د اوکراين اوسنی حکومت او پوځ په وسلو سنبال کړی، نظامي مرسته یې وکړي او نظامي تجهيزات او پیسې ورته برابرې کړي چې په يوه نيابتي جنګ کې یې له روسيې سره ښکېل کړي،  په يوه داسې جنګ کې چې د اوکراین لپاره له تباهي، بربادي او خرابي بل هيڅ حاصل نه لري او بس.

2 COMMENTS

  1. سلامونه لیکوال او د تاند لوستونکو ته
    ښه خبره ده چې افغانان هم د نورو هیوادونو پر حالاتو لیکنې او شننې وکړي. خو که څوک غواړي چې خپلې لیکنې ته د شننې نوم ورکړي پکار ده چې د یوه انالیست یا شنونکي په شان بې پرې واوسي. ما ته روس او امریکا و چین فرق نه لري خوکه ما د اوکراین په هکله څه لیکل نو حتمن به مې دې ته هم پام کولو چې روسیې د اوکراین د خاورې یوه برخه کریمیا غضب کړې ده. د اوکراین د ختیځ د بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي. د اوکراین حکومت د خپلو خلکو په رایو واک ته رسېدلی حکومت دی او دا یې حق دی چې ځان روسیې ته که غرب ته نژدې کوي. دا د دوی حق دی چې د خپلو ملي او اقتصادي ګټو په رڼا کې فیصله وکړي.
    په دې په اصطلاح شننه کې د اوکراین د اهمیت په توګه د دغه هیواد د غلو یادونه شوې ده. د اوکراین اصلي ارزښت د هغه جغرافیايي موقعیت دی چې روسیې ته نژدې دی یا یې ګاونډی دی. هیله ده چې زموږ مبصران په خپلو لیکنو کې توازن رعایت کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب