یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب: بهر ته تللي ۵ افغان پیلوټان بیرته هېواد او دندو...

ملا یعقوب: بهر ته تللي ۵ افغان پیلوټان بیرته هېواد او دندو ته ستانه شول

تاند: ( یکشنبه ، د دلوې اوولسمه)‏ ‏‏د طالبانو ‏ دفاع وزارت وایي چې د هوايي ځواکونو پنځه پیلوټان چې په وروستیو میاشتو کې له هېواده بهر تللي وو، د دغه وزارت په هڅونې بېرته خپلو دندو ته را ستانه شول.

سرچینه زیاتوي هڅې روانې دي، چې د ملي دفاع وزارت ټول کادرونه او مسلکي پرسونل هم بېرته هېواد ته را ستانه شي او د خپل هیواد د خدمت مصدر وګرځي.

يادو پېلوټانو د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد سره لیدلي، چې نوموړي یې هېواد ته د بېرته ستنېدو هرکلی او مننه کړې ده.

معلومه نه ده، چې د جمهوري نظام له سقوط سره د هوایي ځواک څومره پرسونل له هېواده بهر ته تللی؟

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په څو ویناوو کې بهر ته تللي هوايي ځواکونه وهڅول چې هېواد ته ستانه شي.

هغه دغو ځواکونو ته ډاډ ورکړی و، چې له جمهوري نظام څخه به د دوی ښه پالنه کوي.

2 COMMENTS

  1. د احمد شاه بابا لمسی ملایقوب دیی تل راته ژوندی وی. په قواره او ځیره کی دغه ځوان ټول احمد شاه بابا ته تللی.

  2. ملاصاخی یعقوب اوپلوو ته دالله پاک توان ورکړی ترڅو داحمدشاه بابا تاریخ بیا راژوندی کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب