Homeخبرونهملا حنفي: د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ میلیونه معتادان درملنې...

ملا حنفي: د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ میلیونه معتادان درملنې او کار موندنې ته اړتيا لري

تاند: ( یکشنبه ، د دلوې اوولسمه)‏ ‏‏د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د ترکيې د سرې مياشتې ادارې له مشر سره په کابل کې لیدلي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې ملا حنفي د افغانستان له اړمنو خلکو سره مرستو ته په اشارې وویل: په افغانستان کې په نشه یي توکو پنځه میلیونه روږدي کسان چې یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي، درملنې او کارموندنې ته اړتیا لري.

د هغه په وينا، د طالبانو حکومت د هغوی د راټولولو او درملنې په برخه کې اقدام کړی، خو د بین المللي ټولنې او په ځانګړي ډول د ترکیې سرې میاشتې همکاریو ته اړتیا ده.

ترکیې پلاوي په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې او د هغوی له کورنیو سره د مرستې پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ وویل: د ترکیې سرې میاشتې ټولنیز مرکزونه د افغانستان له یتیمانو سره د مرستې لپاره پر یو پلان کار کوي چې دغو ماشومانو ته روزنه ورکړل شي او د ټولنې پر ګټورو غړو بدل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...