یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+ټولنیز عمل / فضل الحق نوری وردګ

ټولنیز عمل / فضل الحق نوری وردګ

سریزه

آيا د ژوند ټولې کړنې یا عملونه ټولنیز دی؟ د ژوند کړنې یا عملونه یو له بله ډير توپير لري. په دې عملونو کې ځينې ټولنیز دي او ځينې ټولنیز نه دي. هغه عملونه چې په ټولنیزو شرایطو کې د یوې موخې لپاره تر سره کیږي, موږ کولای شو, چې د ټولنیزو عملونو نوم ورکړو. په دې مقاله کې پر دې بحث کوو، چې کومې کړنې یا عملونه ټولنیز دي او ولې د دې کړنو یا عملونو سره د “ټولنیز” کلمه کاروو.

د مکس ویبر په وینا ټولنپوهنه د ټولنیزو کړنو ساینس دی. په واضحه توګه دغه دا معنا لري، چې هره کړنه د نورو کړنو سره په اړیکه کې ټولنیز کېدو طبیعت دی او دغه یې یوه ګټوره ځانګړنه ده. مکس ویبر د ځينو کړنو د بېلګو په ورکولو سره خپل ځان متفاوت کړی, د بېلګې په توګه: یو موټروان چې موټر چلوي دا یوه ټولنیزه کړنه ده. مګر کله چې یو زده کوونکی کتاب لولي, نو د ده دغه کړنه یوه ټولنیزه کړنه نه ده. له دې بېلګې څخه معلومه شوه، چې موټر چلوونکی د خپل موټر چلولو له لارې پر نورو اغېز کوي، په داسې حال کې چې زده کوونکی له نورو سره په اړیکه کې کومه ټولنیزه اغېزه نه لري. له همدې امله د موټر چلول ټولنیز فعالیت دی، پداسې حال کې چې کتاب لوستل یو ټولنیز فعالیت ندي. د ټولنیز کیدو ځانګړتیا د هغه تاثیر له امله ده، چې یو فرد یې پر نورو اچوي. دا په دې مانا ده, چې د ترسره کوونکو او خلکو ترمنځ اړیکه شتون لري. دا اړیکه په نورو باندې یوه اغېزه ده. دا پدې مانا ده, چې د کړنې یا عمل په جریان کې یو ډول اړیکه وده کوي. د افرادو ترمنځ دا اړیکه ټولنیز بلل کیږي، کوم چې په نورو اغیزه کوي.  په دې توګه دا یوه داسې هڅه ده، چې یو یا څو کسان په یوه ټولنیز سیسټم پورې تړاو لري.

د ټولنیز عمل یا کړنې تعریف

د ډنکن مچل په وینا “کړنه یا عمل هغه وخت ټولنیز دی، کله چې ترسره کوونکی په داسې ډول چلند وکړي، چې د هغه عمل د یو یا ډیرو نورو اشخاصو په کړنه یا عمل اغیزه وکړي.” دلته کړونکی یا عمل کوونکی د یو څه ټولنیز وضعیت په شتون کې عمل کوي. په داسې حال کې، چې دا په دوامداره توګه پېښېدونکې ډله ایزه پیښه ده, چې په وخت او ځای کې خپریږي او د کړنې یا عمل په لور د ترسره کوونکي پام را اړوي.  کله چې یو یا څو کسان د دې حالت په شتون کې یو عمل ترسره کوي، هغه ټولنیز عمل بلل کیږي.  له دې بحث څخه موږ دې نتیجې ته رسیږو, چې دا د یو یا ډیرو اشخاصو لخوا ترسره کیدی شي, د ځینو ټولنیزو حالتونو په شتون کې او په نورو باندې تاثیر کوي.

د ټالکوټ پارسن پنځه عناصر

 عمل کوونکی:

دا هغه شخص دی چې کړنه یا عمل ترسره کوي.  لوبغاړی یا عمل کوونکی کیدای شي، یو یا څو کسان وي.

 موخه:

دا هغه موخه ده، چې د دې لپاره عمل ترسره شوی.  د هدف پرته، یو عمل بې بنسټه او بې معنی دی.

 ټولنیز وضعیت: عمل کوونکی د یو څه وضعیت په شتون کې خپل رول ترسره کوي. پداسې حال کې چې دا په دوامداره توګه پیښېدونکې ډله ایزه پېښه ده، چې په وخت او ځای کې خپریږي او د کړنې یا عمل په لور د عمل کوونکي پام را اړوي.  د وضعیت د کنټرول لپاره هغه یو عمل کوي.  له همدې امله، وضعیت د ټولنیز عمل استازی دی. دلته په دوه ډوله وضیعت شتون لري، چې یو یې کنټرولېدونکی او بل یې نه کنټرولیدونکی دی.

 منظمه یا نارمله لارښونه:

دا په ځینو ټولنیزو بڼو او دودونو کې ترسره کیږي. دا ټول ډولونه د ټولنې نورمونه بلل کیږي. هغه نمونه چې دا پکې ترسره کیږي نورم بلل کیږي.

 انرژي: عمل کوونکی د عمل د ترسره کولو لپاره انرژي ته اړتیا لري، فزیکي انرژي او روزنه د عمل لپاره اړین دي.

د ټولنیزې کړنې یا عمل څلور ډولونه

نظر مکس وایبر ته موږ څلور ډوله ټولنیز عمل یا کړنې لرو, چې عبارت دي له:

۱- د انفرادي سیسټم لپاره منطقي تمایل ترسره کول:

دا په دې مانا ده، چې د انفرادي موخې د لاسته راوړلو لپاره د علت او تاثیر منطق پلي کیږي. بې دلیله هدف ته نه شي رسیدلای. هغه منطق، چې هره پېښه ځانته خپل علت لري او دا اصلي مفکوره ده. دا ډول کړنې د فرد لپاره پای او موخې لري.

 ۲ یو مطلق ارزښت ته منطقي تمایل:

دا ډول عمل د لوړ وقار ارزښت او تعقیب لپاره ترسره کیږي. اصلي حقیقت د مطلق ارزښت په توګه نومول کیدی شي.  حق، ایمان، قربانۍ او عقیدې یې په دین کې ښې بېلګې دي. د انسانیت خدمت عمومي ارزښت دی. د داسې آلټ کلیانو لپاره ټولنیز کړنې هم منطقي فعالیت ته اړتیا لري.

 ۳ په خبر ولاړ تمایل شوی عمل:

په داسې عمل کې  منطقي اړخ نه شمیرل کیږي. د دودونو، مراسمو، جرګو او باورونو له مخې دا کړنه یا عمل رامنځته شوی.  دا بېلګې د منلو وړ دي او هیڅ پوښتنه شتون نه لري، چې څنګه، ولې او څه وپوښتي.  په داسې کړنو کې کلتوري ارزښتونه مهم رول لوبوي، ځکه چې دوی د ورته ارزښتونو په لور اړول کیږي.

۴- تاثیر لرونکی تمایل: دلته د خلکو احساسات په پام کې نیول کیږي.  دا ډول عمل نه منطقي دی او نه هم دودیز.  دا ډول عمل غیر پلان شوی عمل دی.  دا په عمل تر سره کوونکي باندې د تاثیر د احساساتو سره سم ترسره کیږي.

 په ټولنپوهنه کې د ټولنیز عمل بېلګې

د لرګي د یوې لویې کوندې له یوه ځای نه بل ځای ته د انتقال لپاره ډيرو خلکو ته اړتیا ده, چې دا یو ټولنیز عمل دی. همدارنګه, خلک د یوه کلي په شاوخوا کې د سیلابونو څخه د ژغورلو لپاره بند جوړوي، د یوه کلي مشر خلک د جومات جوړولو ته هڅوي, خلک مرسته راټولوي او جومات جوړیږي، کروندګر په کرنه کې یو له بل سره مرسته کوي، تاسو د یوه اړ زده کونکي سره د زده کړې په برخه کې مرسته کوئ، رنځورپالان د ناروغانو سره د دوی د صحت لپاره مرسته کوئ، د ټاکنو په وخت کې کمپاین کول او رایه ورکول, یو ښوونکی په ټولګي کې خپلو شاګردانو ته وینا کول, د لاریون رهبري کول او بینرونه یې نیول دا ټول ټولنیزې کړنې یا عملونه دي.

پایله

ټول عملونه ټولنيز نه دي، بلکې ځينې عملونه ټولنیز دي. هغه عملونه چې ټولنيز عبارت له هغو عملونو څخه دي، چې په کولو يې د ټولنې نور وګړي متأثره کيږي. که چېرته یو پل جوړوي، نو دا یو ټولنيز عمل دی. دا ځکه چې د دې عمل په کولو سره د ټولنې نور افراد متأثره کيږي. هغه کړنې يا عملونه چې ټولنيز نه دي، هغوی ته موږ د ټولنيز نوم نشو ورکولای، د بېلګې په توګه: کله چې یو زده کوونکی کتاب لولي، نو د ده دا کړنه ټولنيره نه ده.

اخځلیکونه

   1- Zerihan Doda, M.A. Debub University,( June, 2005).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب