Homeخبرونهمجاهد: افغانستان تر ټولو بدمرغه هېواد نه دی، خلک ارام او...

مجاهد: افغانستان تر ټولو بدمرغه هېواد نه دی، خلک ارام او ډاډه ژوند لري

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې ديارلسمه)‏ د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د ګالوپ(Gallup) په نامه د هغې څېړنې پايلې رد کړي، چې وايي په افغانستان کې ۹۴ سلنه خلک له عذاب سره مخ دي.

مجاهد ويلي: موږ دا پروپاګند ردو، په افغانستان کې اوس جګړه او تلفات ختم شوي، خلک په ډاډ او آرام ژوند کوي، اقتصادي ستونزو لا له وړاندې شتون درلود؛ خو د طالبانو حکومت يې د مخنیوي په کار بوخت دی.

طالب وياند زياتوي: په خلکو کې د مایوسۍ بې اساس راپورونه خپرول د افغانستان د دښمنو او مغرضو کړیو کار دی.

د ګالوپ ادارې په اعلامیه کې راغلي، چې افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو خواشينی او خلکو ته یې له عذابه ډک هېواد دی.

د ياد شوي نړيوال بنسټ په څېړنه کې راغلي، چې له هرو څلورو افغانانو څخه درې تنه یې ۷۵ سلنه د خوړو د تامینولو وسه ېې نه لري.

سرچينې زياته کړې، چې له هرو ۱۰ افغانانو څخه ۶ تنه ېې د سرپناه د برابرولو له ستونزې هم ځوريږي.

مخکې ملګرو ملتونو د ۲۴ میلیونو افغانانو د شدید فقر خبر ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...