سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+مینه لکه عطر / رحمت پټان

مینه لکه عطر / رحمت پټان

چې عطر دې وباشل، خوږ بوی یې هر چا ته ورځي.
مینه هم هېڅ نه پټېږي، څرکونه او اغېزې یې له لرې ښکاري.
مینه لکه عطر
په زړه او ذهن په دواړو ښه لګېږي.
مینه لکه عطر
هېڅ دښمن نه لري.
مینه لکه عطر
هر ټولنه کې د منلو وړ ده.
مینه لکه عطر
د باذوقو خلکو سره وي.
مینه لکه عطر
چې څومره ښه وي، هغومره لوړ قیمت لري.
مینه لکه عطر
خوږه وي، داسې فکر به کوي لکه خوړلې مې وای، خو د خوړلو نه ده.
مینه لکه عطر
انسان ورسره تازه کېږي.
مینه لکه عطر
په بوی هم حس کېږي، لکه ته چې هر چیرته یې خو په بوی دې حس کوم.
مینه لکه عطر
چې له څنګ څخه یې تېر شې خوند به ترې واخلې.
مینه لکه عطر
بد بوی لري کوي.
مینه لکه عطر
نوم خوږ دی، بوی یې خوږ دی.
مینه لکه ته
تشبه نه لرې.
مینه لکه ته
چې هر ناز او ادا دې زړه ته ټکان ورکوي.
مینه لکه ته
هر څوک دې خوښوي، خو په هېچا مې نه لورېږې.
مینه لکه ته
په وینه کې مې یې.
مینه لکه ته
هر اندام دې لکه په ګوتو د نقاش جوړ کړی وي.
مینه لکه ته
غم لرې کوي.
مینه لکه ته
چې زړه ته دننه شي بیا نه وځي.
مینه لکه ته
ارامي راولي.
مینه لکه ته
په زړونو زلزله راولي.
مینه لکه ته
دواړه د ناز او مغرورۍ پیغله یاست.
مینه لکه ته
ټوله عاطفه ده.
مینه لکه ته
ژوند ته بقاه او پاېښت ورکوي.
مینه لکه ته
د ناز شی دی.
مینه لکه ته
ناز تر  ورېږي.
مینه لکه ته
له هر څه لوړ یاست.
مینه لکه ته
د ښکلا ملکه ده.
مینه لکه ته
په زړونو پاچاهي کوي.
مینه لکه ته
هره کرشمه او ناز یې زړونو ته لار کوي.
مینه لکه ته
ټوله حیاء ده.
مینه لکه ته
انسان نشه کوي.
مینه لکه ته
چې ته ما ته ټوله نړۍ یې، هر مین ته مینه ټوله نړۍ وي.
مینه لکه ته
چې ښایست یې نه پټېږي.
مینه
ته او لکه عطر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب