سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهپر منظور پښتین برید؛ محسن داوړ: د پاکستان دا بريدونه پښتانه نه...

پر منظور پښتین برید؛ محسن داوړ: د پاکستان دا بريدونه پښتانه نه شي ډارولی

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې ديارلسمه)‏ د پاکستان تر واکمنۍ لاندې د بلوچستان ایالت په قلعه سيف الله سیمه کې نن د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبر منظور پښتین پر موټر وسله وال برید شوی.

راپورونه ښيي، چې په دې برید کې ښاغلي پښتین ته زیان نه دی رسیدلی، خو د نور باچا په نوم يو ملګری یې ټپي شوی دی.

دغې پېښې په لر او بره پښتونخوا دواړو کې د زرګونو پښتنو ملتپالو توند غبرګونونه پارولي دي.

د ملي جمهوري غورځنګ او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ دې پېښې ته په غبرګون کې ويلي، چې دا برید شرمونکی دی.

ښاغلي داوړ د بريد پړه پر پاکستاني دولت اچولې او خبرداری یې ورکړی چې د پاکستان دا بریدونه به پر سوله غوښتونکو برید وکړي.

هغه دا هم ویلي، چې داسې بریدونه به پښتانه ځوانان ونه وېروي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود مياخېل ویلي: په منظور پشتین او ملګرو یې ډزې د پاکستان د فوځ د دهشتګردی ښکاره ثبوت او په کلکه ټکو یې غندو.

ښاغلي میاخېل پاکستان د ترهګرۍ ملاتړی ګڼلی او د نړيوالې ټولنې له لوري یې پرې د بندیزونو غوښتنه کړې ده.

سلګونو نورو پښتنو ملتپالو ځوانانو د ښاغلي پښتین عکسونه خپاره کړي او د هغه د سر د خونديتوب دعاګانې یې کړي دي.

د پښتو د مشهور شاعر او ملتپال سياستوال عبدالغفور لېوال په ګډون یو شمېر شاعرانو ښاغلي پښتین ته شعرونه ليکلي او د هغه د عدالت غوښتنې او سوله ییزې مبارزې ملاتړ یې کړی.

د پاکستان حکومت د دغې پېښې په اړه خلکو ته ځواب نه دی ورکړی.

4 COMMENTS

  1. او تور لینګیو به دا وحشت هم د هماغه بې لاري وحشي بدوي توهمي تخییلي خییرن ترهګر قاتل ټوپکي اسمان وهلي قوم (پښتون) په لاس کړی وي. دغه وحشي نجس عرب پال قوم د هر ستمګر وسیله شو خو انسان نه شو…
    منظوره! محکوم شعوره، د وحشيانو مقهوره، خدای دې وساته….

  2. د پښتنو بدبختی او مرګ،
    1990 کال کې یو سویسئ جنرال د شتاهل په نامه چه د عسکري فاکولتې استاد وو، ماته یې وویل چه”که پښتانه نه بنیدمېږي نو له مینځه وړل کېږي، او په یو کاغذ یې یو رسم وویست او وېښوده چه افغانستان تجزیه کېږي ، درې ټوټې، چه ایران، تاجکستان او پا کستان ته ورکول کېږي”،دئ هم ژوندی دئ او زه هم. دا هم هېر نشي چه د اسکندر مقدونی چه یو اروپایی دی، اصل درې مرکزونه ؤ یعنې ننی تاجکستان دویم يې ننی جبل السراج چه اسکندریه نومېده او جلال آباد او خلګ يې تر نن ورځ د اسکندر د دوری خلک او ریښې يې مقدونیه او اروپایی دي سره له نورستانیانو او له دې خاطره د اروپایانو صادق بچي دي. پښتانه چه سر جګ کړي، وژل کې.ي!

  3. ته د شاتل سویسی خبره منی، که افغان یی ستاسی په دغه فکر ډیر افسوس کووم.
    تاسی به شاتل ته ویلی وای چه لاړ شه د انګریزانو د پخوانیو جنرالانو څخه پوښتنه وکړه او هم به دیی ورته ویلی وای چه د شورویانو څخه پوښتنه وکړه.
    د پنجاب د مری کاسی غواړی چه د پښتنو احساسات مړه کړی، خو خبر ندی چه پنجابیستان د نړی د نقشی څخه په ورکیدو دی.

  4. PUKHTANOO WRONO DA QABOOL KEIY CHEE PAKISTAN ARMI. AW POLICE QAWEE NAH DEE/MONG PUKHTANAH QAWEE YO..
    MONG YAO EQDAM AW MESHER TAH ZARORAT LARO
    DE ARABOO MAZDORAN TER SOMRAH WAKHT.
    CHAOKIDAREY TER SOMRA WAKHT
    YAO AWAZ /LAR AW BAR YAO AFGHAN
    ENQILAB/INQILAB
    DAA KHAWRAH AZADEEY GHWAAREY

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی