تاند(چهارشنبه، د دلوې ۱۳مه) د کابل پوهنتون د دري ژبې پخوانی استاد او لیکوال پوهاند محمدحسن یمین د ۸۵ کلونو په عمر وفات شو.
د استاد یمین په اثارو کې د دري ژبې ګرامر د پام وړ دی چې لا هم په پوهنتونونو کې تدریس کېږي.
ده همداراز د لهجه پېژندنې، د لیکلو اصول، د څېړنې لار او یو شمېر نور اثار کښلي دي.
د پوهاند یمین ۱۲ اثره په کتابي بڼه او تر ۸۰ ډېرې مقالې خپرې شوې دي. محمدحسن یمین په ۱۳۱۵ لمریز کال د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې زېږېدلی، لیسانس یې له کابل پوهنتون څخه او ماستري او دوکتورا یې د تاجکستان په دولتي پوهنتون کې د فیالوژۍ په برخه کې ترلاسه کړې ده.
وفات استاد جليل القدرم پوهاند داكتر محمد حسين يمين را به خانواده ودوستان وشاگردان شان و قاطبه اهل علم ،فضل وفرهنگ كشور ماودوست داران شعر وادب وفرهنگ جهاني وغروب ناپذير فارسي تعزيت وتسليت عرض ميكنم
استاد بزرگوار در آخرين سال عمرش هم در تسويد قانون رشد وانكشاف زبانها مارا دروزارت عدليه ياري رساند ممنون اززحماتش هستيم
درحاليكه از درگاه پروردگار عالميان برايش جنت فردوس وبه دردمندان ازنبودش اجر بي پايان وصبر جميل مسئلت مينمايم دعا ميكنم خداوند جايشان را دركشورما با بزرگ مرداني چون خود شان جبران فرمايد
با كمال تواضع داكتر عبدالبصير انور وزير عدليه قبلي و نهالي از دبستان برومند شان
دودیال
اروا ښاد پوهاند صاحب محمد حسین یمین د افغانستان د پوهنتونو د مجربو او پوهو استادانو له ډلې وروستی و. خدای خبر که افغانستان بیا دا ډول استادان بیا مومی. الله پاک دی جنت فردوس ورته نصیب کړی، الله پاک دی د ده هر درسی ساعت ورته صدقه جاریه وګرځوی، خپه په دی یاستو چی معنوی پانګه مو وار په وار له لاسه وځی، دا په داسی حال کې چې نوي څه نلرو. د دوی تجربه زموږ لپاره لویه شتمنی وه، خو د ځوان کول او تجربه لرونکو پوهو، پخوانیو دانشمندانو ترمنځ فاصله به د افغانستان لپاره ګرانه پریوځي ، په نړۍ کی داسی ندی شوی، هلته وار په وار د یو نسل تجارب او پوهه بل ته په سیستماتیک ډول لیږدول کیږی، نو ځکه ارزښتونه ساتل کیږی او دعلمی لاسته راوړنو تسلسل ډاډمن وی. افغانستان له دی امله ډیر نسیتمن شو. خدای پاک دی رحم وکړی. زمو اندیښنه ځوان نسل او د دی خوار وطن راتلونکی ته ده.