جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهطالبانو د اریانا تلویزیون خبریالان خوشي کړل

طالبانو د اریانا تلویزیون خبریالان خوشي کړل

تاند (چهارشنبه، د دولوې ۱۳مه) د طالبانو حکومت د اریانا تلویزیون دوه خبریالان اسلم حجاب او وارث حسرت، چې د دوشنبې په شپه یې نیولي وو، بېرته خوشي کړي دي.

د طالبانو له لوري د دغو دوو خبریالانو پر نیونې ډېرې نیوکې وشوې او دا عمل د بیان د ازادۍ د محدودولو لپاره د طالبانو د هڅو دوام وبلل شو.

د بې پولې خبریالانو ټولنې د اریانا تلویزیون د دوو خبریالانو پر خوشي کېدو خوښي وښوده خو ویې ویل چې د دواړو د نیونې دلیل لا هم معلوم نه دی.

د اریانا تلویزیون ريیس علي جاوید اصغري نن وویل «له ښه مرغه د طالبانو امنیتي ځواکونو زموږ دوه همکاران خوشي کړي، خو لا هم د اسلامي امارات له لوري د هغو د نیولو د دلیل په اړه څه نه دي ویل شوي.»

اصغري دا هم وویل چې خوشي شویو همکارانو یې تراوسه پورې په دې اړه چې ولې نیول شوي یا طالبانو ورته څه ویلي، نظر نه دی څرګند کړی.

د ښاغلیو حجاب او حسرت پر نیونې د بخښنې نړیوال سازمان په خپل غبرګون کې له طالبانو وغوښتل چې دواړه خبریالان خوشي کړي او د نورو خبریالانو له ګواښلو ډډه وکړي.

تېره اوونۍ طالبانو یو شمېر خبریالان پرې نښودل چې غونډه وکړي. د طالبانو دا اقدام هم له پراخو عکس العملونو سره مخامخ شو.

ځینو خبریالانو تاند ته وویل، که دوی غونډه کړې وای ښايي د غونډې په ذریعه یې دومره پام ځان ته نه وای اړولی او نه یې ممکن خبرې دومره اورېدل شوې وای لکه څومره چې د طالبانو له لوري د غونډې مخنیوي دوی ته توجه واړوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب