سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د کرونا نوې څپه، ۲۴ ساعتونو کې یې ۵ تنه...

افغانستان کې د کرونا نوې څپه، ۲۴ ساعتونو کې یې ۵ تنه مړه کړي

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې یوولسمه) ‏‏د طالبانو عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د کرونا ۶۱۵ مثبتې پېښې ثبتې شوې.

طالب وياند په دې اړه په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي، چې تر ټولو ډېرې دغه پېښې ۱۸۳ په ننګرهار کې ثبتې شوې دي.

د هغه په وینا په یاده موده کې د کرونا ۳۰ ناروغان روغ شوي او ۵ نور مړه شوي دي.

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو ورځو راهيسې د هېواد په مختلفو سيمو کې د مالي او تجهيزاتي امکاناتو د نشتوالي له کبله د کرونا پر وړاندې د مبارزې د سلګونو مرکزونو د تړل کیدو خبرونه ورکول کېږي ‌

پرون په کابل کې د کرونا پر وړاندې د افغانستان د تر ټولو ستر معالجوي روغتون ( افغان- جاپان) مسوولینو وویل، چې د دغه روغتون د کار د دوام تړون نه دی شوی او دا روغتون هم ممکن ژر وتړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب