Homeخبرونهعطا الله خوږياڼی نن په ننګرهار کې ط نیولی و

عطا الله خوږياڼی نن په ننګرهار کې ط نیولی و

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې یوولسمه) ‏‏راپورونه وايي، چې په جمهوري نظام کې د ننګرهار ولايت مقام ویاند عطاالله خوږياڼی نن په دې ولايت کې طالبانو نیولی او بندي کړی و.

د نوموړي د نیول کیدو دلیل نه دی روښانه شوی.

عطاالله خوږياڼي پر خپلې ټویټر پاڼې په دې اړه له جزيياتو پرته ویلي، چې ورته رامنځته شوې ستونزه حل شوې ده.

عطاالله خوږياڼي په وروستيو کې په ننګرهار ولایت کې خيريه فعاليتونه ترسره کول‌.

طالب چارواکو د نوموړي د نیول کیدو په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د طالبانو د حکومت وياندويانو د ملګرو ملتونو هغه راپور رد کړ، چې ګواکې دوی تر سلو ډېر پخواني دولتي چارواکي وژلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...