سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهطالبانو په لومړي ځل یوې ښځې ته ریاست وسپاره

طالبانو په لومړي ځل یوې ښځې ته ریاست وسپاره

تاند (سې شنبې، د دولوې ۱۱مه) د طالبانو حکومت په یوه نادر اقدام کې ملالۍ رحیم فیضي په کابل کې د ملالۍ زېږنتون د ريیسې په توګه وګومارله.

اغلې فیضي په ۱۳۷۴ لمریز کال د کابل له طب پوهنځي فارغه شوې او په ۱۳۸۶ کې یې د ترکیې د اتاترک د ماشومانو په روغتون کې د کوچینانو د داخلې په برخه کې تخصص اخیستی دی.

دا له ۱۳۸۷ څخه د ۵ کلونو لپاره د IMC موسسې د کلینیکونو د روغتیايي ډلو سرپرسته وه او درې کاله یې په اریانا روغتون کې د نوزېږو ماشومانو په څانګه کې کار کړی دی.

وروسته یعني په ۱۳۹۸ کې یې د رابعه بلخي په روغتیايي کمپلیکس کې په ولادي او نسايي برخه کې تخصص ترلاسه کړی دی.

د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو اړوند په یوه روغتون کې د یوې ښځې ټاکل د پام وړ اقدام ګڼل کېږي او دې ته هیلې غوړولی شي چې د طالبانو اسلامي امارات به په راتلونکې کې د ښځو د حقونو په اړه نور ګامونه هم واخلي.

د ښځو د کار او تعلیم د حق ورکړه، د طالبانو له حکومت څخه نه یوازې د افغان ښځو او نارینه وو بلکې د ملګروملتو او نورې نړۍ یوه اصلي غوښتنه ده.

د ملګروملتو سرمنشي انتوني ګوتریش هم وړمه شپه یو وار بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د ښځو ا و نجونو حقونو ته درناوی وکړي. ده په یوه ټویټ کې کښلي:

“په افغانستان کې ښځې او نجونې یو ځل بیا د خپل تعلیم، کار او مساوي عدالت له حقوقو څخه محرومې دي.د نړیوالې ټولنې غړیتوب ته د واقعي ژمنتیا په ښودلو سره طالبان باید اولیه بشري حقوق چې د هرې ښځې او نجلۍ اړوند دي په رسمیت وپيژني او ساتنه یې وکړي.”

 د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته شوونځي د نجونو پر مخ تړل شوي او ترڅنګ یې د مېرمنو د کار ساحه محدوده شوې ده.

4 COMMENTS

  1. Such very limited action likely designed for domestic and international audience is not enough, because the core action of progress blocking female education is still enforced.

  2. ههههههههههههه یعنې تاسې دا یو مهم ګام ګڼۍ؟؟؟ خدای مو خوار نکړه ظالمانو هوښیارانو، ایا د یوه زیږنتون رییسه نارینه کیدای شي چیرته چې له پورته تر ښکته ټول ښځې وي؟؟؟

  3. دا نو هم خبر شو؟ د افغانستان په سرښار کي یوه ښځه ټاکل سوې ده.

    یعني د ښځو ورغتون ته يې هم یو مردار خور ملا ټاکلی وای؟ عجيبه منطق مو دی….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب