سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+د افغانستان او انګلیستان سیالي

د افغانستان او انګلیستان سیالي

تاند- د کرکټ تر نولسو کلونو د کشرو لوبډلو په نړیوال جام سیالیو کې د دوشنبې په ورځ لومړنۍ نیمه پایلوبه د افغانستان او انګلیستان د ټیمونو ترمنځ کېږي.

د کرکټ کره کتونکي د دواړو هیوادونو لوبډلې په ځینو مواردو کې سره ورته بولي. کریک انفو د دواړو لوبډلو په اړه وايي، د افغانستان او انګلیستان لوبډلې په ډېرو برخو کې د خپلو لویانو د ملي ټیمونو په کچه لوبېږي. انګلیسان تېز او ښه بیټنګ کوي، خو افغانستان ډېره اتکا پر خپلو سپینرانو کړې ده.

په عین حال کې دواړه ټیمونه له جلا لارو تر نیمه پایلوبې رسېدلي دي. د انګلیستان تر نولسو کلونو کشر ټیم د نړیوال جام تر سیالیو مخکې د یو شمېر سیالیو لپاره ویست انډیز ته تللی و او د نړیوال جام سیالۍ لا پیل شوې نه وې چې ځان یې ویست انډیز ته ورساوه او هلته یې د سیالیو تر پیلېدو مخکې له بنګله دېش سره تمریني سیالي وکړه. د افغانستان لوبډله یو څه په ځنډ ویسټ انډیز ته ورسېده او د تمریني سیالۍ موقع یې پیدا نه کړه.

افغانستان د روان جام په سرلوبو کې یوه سیالي پر پاکستان وبایلله خو انګلیستان خپلې درې واړه مسابقې ګټلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی