سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+د مشتري لومړنی ۳ بعدي تصویر

د مشتري لومړنی ۳ بعدي تصویر

تاند- د جونو په نوم د ناسا ستوربېړۍ په لومړي ځل د مشتري (Jupiter) درې بعدي عکسونه اخیستي دي.

د ۲۰۱۱ کال په اګست کې ناسا د مشتري یا جوپیټر په لور یوه ستوربېړۍ واستوله چې په لمریزه انرژۍ چلېږي. دا ستوربېړۍ د ۲۰۱۶ په جولای کې د مشتري په مدار کې برابره شوه او له هماغه وخته تراوسه د دې سیارې د جاذبې، مقناطیسي میدان، د جوړېدو د څرنګوالي او په هغې کې د اوبو د احتمال په شان مواردو په اړه څېړنې کوي.

د مشتري لویوالي ته په کتو د دې سیارې د درې بعدي نقشې په چمتو کولو باندې ۵ کاله ولګېدل.

جونو ستوربېړۍ له ۲۰۱۶ څخه تراوسه پورې ۳۷ ځلې تر مشتري راڅرخېدلې ده.

د جونو څېړنې ښيي چې د مشتري رنګارانګه پټۍ یا دارې له زرګونو کیلومتره لېرې لیدل کېدای شي.

په دې سیاره کې سوررنګه سترې لکې د هغه سخت توپان ښودنه کوي چې له پېړیو راهیسې دوام لري.

د جونو ستوربېړۍ د تصویرونو او څېړونو له مخې، د مشتري مقناطیسي میدان د مځکې تر مقناطیسي میدان کابو لس برابره قوی دی.

لومړی پلا له نن څخه ۴۳ کاله پخوا د ۱۹۷۹ کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه وایاګر ۱ (Voyager 1)  ستوربېړۍ له ۲۰ ملیونه او ۳ سوه زره مایله یا ۳۲ ملیونه او ۷۰۰ زره کیلومتره لېرې واټن څخه د مشتري عکس واخیست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی