سلیم ستانکزی
تاليبانو تېره اونۍ په ملي تلويزون کې يوه اوږده مشاعره جوړه کړې وه.
دا مشاعره د تالیبانو د فکر او نظر، کولتوري مزاج او تګلارې، نورو سره د تعامل او په عمومي ډول د هغوی د هر اړخ یوه روښانه آیینه ده.
په دې کتنه کې به د تالیبانو د دغې مشاعرې یو لنډ جاج واخلو.
زور ښودنه
د دغې مشاعرې ترتيب د ملي تلويزون له طرفه شوی و.
ملي تلويزون او د تالیبانو تبلیغاتي جريان ټول د دوی د خارجه وزير ملا متقي په لاس کې دی.
په مشاعره کې ملا متقي خپلو تاليب حريفانو ته خپل زور وښودلو.
متقي د مشاعرې مشر و، مشر مېلمه یې مشهور شاعر پیر محمد کاروان ټاکلی و، خو د کاروان په سترګو کې د هغه د بېګانه ګۍ احساس ښه معلومیده.
متقي سره ذبيح الله مجاهد چې د تالیبانو وياند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت معاون دی د بل مېلمه او د ملي تلويزون ريس او د مجاهد معاون احمد الله وثیق د کوربه په حیث ناست و.
ملا متقي د عجیب توازن د جوړولو سره په تالیبانو کې خپله فرهنګي امپراتوري نمايش ته کیښودله.
هغه خپلو درباريانو ته تفهیم کړې وه چې په نظمونو کې د کوټې شورا د ملا عمر او ملا یعقوب قصیدې ووايي او په ضمن کې د حقاني شبکې ته هم خپل اخلاص وښيي.
علاوه د دې نه د تالیبانو رييس الوزرا ته د تالیبانو د مشهور ناظم مطيع الله تراب په نظم کې چې متقي ډېر داد او يو ایفون موبايل ورته اهدا کړلو د « ګونګي» کنايه وکارول شوه او نقد ورباندې وشو.
د متقي منظور به د تالیبانو په منځ کې د دې زور ښودلو نه دا و چې که د حقاني شبکې او کوټې شورا په شانتې جنګي قوت ورسره نشته، مطبوعاتي او فرهنګي قوت لري او حق یې دی چې که په حکومت کې تغيرات راځي په ديپلوماسۍ باندې د نه پوهیدو د عذر سره که بې ځايه نه شي بهتره به وي.
نورو سره تعامل
تالیبانو په دې مشاعره کې د غير تاليبو سره خپل د تعامل شکل او اصول هم وښودل.
مثلاً: د دوی تعامل د هغوی سره کیږي چې پګړۍ وتړي، ږيره پريږدي او د تالیبانو قیافه ځانته سازه کړي.
څوک چې دوی سره تعامل کوي بايد يا تالیب شي يا تاليب ته قهرمان ووایي او دې تسلیمۍ نه وروسته خپله خبره وکړي.
ستار سعادت بېچاره په مشاعره کې همداسې وکړل. هغه د دې ترڅنګ چې ځان د انس حقاني د څنګ چوکۍ ته رسولی و او په ټویټر کې ېې هم تل ورته د احترام مراتب وړاندې کړي خو د خپل عشقي نظم د لوستلو نه مخکې خپل عذر تقدیم کړو.
ستار سعادت اخوند چې د لمس وړ ږيره يې پريښې ده، د شعر نه مخکې خپله مقدمه کې وويل چې د تالیبانو شاعري څ مقاومت شاعري ده خو ده سره د بلې فضا شعر دی.
د هغه په عشقي شعر کې هم تالیب ته تبلیغ و، یانې پخوانيو سندرو شوو شعرونو غوندې نه و چې ووايي:
تا به د مينې په دام څنګه بندومه
چې دا غرور دې شي مات د پېغلتوب
محترم سعادت صاحب په خپل غمجن عشقي نظم کې خارج مقیمې معشوقې ته وويل چې افغانستان نه د باندې ژوند او عاشقي بې خونده ده.
د غونډې يو بل مطرح ګډونوال چې د سټيج د سر څوکۍ او مایک ورنه کړل شو، استاد یون و.
هغه سره هم تالیبانو د سیاسي ملاتړ په خاطر یې مشاعره کې د ګډون په خاطر غېږه خلاصه کړې وه او په ټولو هغو کافرو(!) کنسرټونو یې سترګې پټې کړې وې چې محترم استاد په خپل شخصي تلويزون ژوندون کې د محترمې ګلپاڼې، مرحومې غزاله جاوید او محترمې شمعې اشنا لپاره برګزار کړي وو.
لکه همه شموله حکومت!
د تالیبانو دا مشاعره هم لکه د دوی په اصطلاح د دوی همه شموله حکومت داسې و.
مشاعره یې د ټول افغانستان اعلانوله، خو یوه ښځینه پکې نه و، ۱۰ غیر تالیب حاضرین پکې نه ول او همدارنګه يوه ږيره خرييلي ځوان نه غیر چې ښه ترنم یې وکړلو، بل داسې څوک پکې مایک ترلاسه نه کړو چې یا پوره يا نیمچه او يا چمچه تالیب نه و.
د ژبې د پلوه هم دوه درې فارسي او يو ازبکي شعر نه غیر د نورو ژبو ونډه پکې نه وه.
په سوشل ميډيا کې ځينو فاشستانو دا موضوع بهانه او پر پښتنو حملې وکړې خو دې ته یې نه کتل چې تالیبانو سره د څو تعامل لرونکو پښتنو فرهنګیانو ( کاروان، یون، ستار سعادت) نه غیر پکې غیر تاليب فرهنګیان په نشت حساب وو.
په مشاعره کې لکه د تالیبانو فعلي همه شموله حکومت ټول اصول د دوی حاکم و، چک چکې او شاعرانه ماحول نه و، ټول داسې ناست و لکه د مري تدفین او سخات نه وروسته چې ټول خلک د ملا صېب مسئلو ته غلي ناست وي.
البته دا هم وه چې د همه شموله حکومت په شان تاليبانو ته د هر ډول شوخۍ جواز و.
مولانا بسمل خو داسې شعرونه پکې ډاډه وویل، چې يو رقم د همجنس بازۍ بوی ترې راته، خو ټول ورته نه پوهیږم د کوم مشترک احساس د خاطره خوشاله وو.
نورې خبرې به هم وې، خو آخر کې دا دوه خبرې:
– هغه تالیب ناظمان چې مخکې یې تالیبانو سره تعلق ردولو او حکومت یې کله کله د بیان ازادۍ ناقض باله لکه سمیع الله تړون، تراب او زیات نور، دلته یې سم نقابونه د مخې نه ایسته او یو رقم امتیاز طلبي هم کوله چې په دوی خو پخوا نه تالیبي ترانې غږولې
– محترم تراب صیب نه پوهېږم د زیاتې چاپلوسۍ يا ښه نظم په خاطر یو ایفون موبايل د ملا متقي صیب د طرفه تر لاسه کړ چې مبارک دې وي.
يوه بله خبره دا چې که د اشرف غني په وخت کې ۲۵ ميليونه خلک وږي وای او بيا داسې مشاعره د وزیر خارجه په مشرۍ شوې وه، تاسو به د مجاهد ملت اعتراضونه لیدلي وای، خو په نوي اسلامي نظام کې دا شيان جواز لري.
تمت بالخیر
جالبه لیکنه ده.
دا حقیقت باید ومنو چی زموږ غوندی ټولنو د هنرمندانو په خاصه توګه شاعرانو معنوی ارزښتونه د هری حاکمی دستګاه پلاس ( په هر تاریخی پړاؤ کی ) یرغمل سوی او د ځان او خان ( حاکمیت ) خدمت ته هڅول سویدی ، همدا لامل دئ چی د هر شاعر په نشه کی خار پیدا سوئ دئ او کرهاً ئې د سلیقې پوست ( د بدن جلد ) په خارِش او کاه مبتلاء سویدئ او د جبر له مخی د همهغه خارِش د ګَرَولو په مزه او خوند ئې قناعت او اکتفاء کړېده البته متأسفانه په غیر اِرادی توګه د سیاسی – اجتماعی – فکری بدلونونو قربانی سویدئ او د هنر د رُشد وُریَځی ئې د باران او واوری د اورښت د استعدا څخه بې برخی سویدی ( په بله ژبه د هنر او سلیقې پر پیغلتوب ئې تجاوز او تېری سوئ دئ).
په هره توګه، زه شاعر نه یم خو دا باټه او لافه به تر خولې را وباسم:
” که زه یو مشهور شاعر وای او دې ډول شاعرانه غونډو ته بلنه راکړه سوې وای نو می د ژبی کڅوړه په شاعرانه باروتو پړسوَله او د غونډی په مرکز کی می یوه جانانه انتحاری حمله تر سره کوله او د شعر په ژبه می د ټولو انحرافی او متحجرانه افکارو ( مارکسیسټی، نشنلیسټی، فاشیسټی، راسیسټی، پوپولیسټی ،دیکتاتوری، قوم او سمت پرستانه ) غونډوالو او مخورینو ته په ډاګه ویل:
لږ شرم او حیاء پکار ده، ملت څه غواړی او تاسی څه کوئ “.
لنډه دا چی:
هغه هنردوستان او شاعران کوم چی د جبر یا مینی له مخی د استعمار او امپریالیزم د پلیدو مزدورانو ( متقی او زبیهولا مجاهد او بل طالب او ټرټ و لغت ) په غونډه کی ګډون ته بلل سویدی د سخت زړه سوی وړ دی.
په یو شمیر افغانی سایتونو کی یونس نګاه صاحب هم دغه مشاعره ارزولی هغه د تراب صاحب شعر ډیر ستایلی او ویلی یی دی چی چینه عجیبه مشاعره وه . یونس نګاه عجبیبه لیکنه کړی که غلام خظرت صاحب یی وګوری ښه به وی