چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د م م څرګندونې سمې نه دي، مخکيني حکومتي منسوبین موږ...

مجاهد: د م م څرګندونې سمې نه دي، مخکيني حکومتي منسوبین موږ نه دي وژلي

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې یوولسمه) ‏د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د ملګرو ملتو دسرمنشي هغه خبرې ناسمې ګڼلي، چې ګنې د طالبانو تر حاکمیدو وروسته د جمهوري نظام سل تنه غړي د طالبانو له لوري وژل شوي.

مجاهد ويلي: له عفوې وروسته هیچاته اجازه نشته چې چاته زیان ورسوي، که د شخصي انتقام جویي له امله داسې کومه پیښه شوی وي، موږ یې پلټنه کړې او عاملین مو مجازات کړي دي.

نوموړي نه ده روښانه کړې، چې د طالبانو له واکمنیدو سره څومره مخکيني حکومتي منسوبین چېرته او چا وژلي او دوی یې په تور څومره کسان څنګه مجازات کړي؟

طالبان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې پر ټول افغانستان د واکمنۍ او بشپړ امنيت ټينګولو ادعاوې لري.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څه باندې پينځه مياشتې کيږي، خو تر اوسه يې د يوه داسې ګام خبر نه دی ورکړی، چې د خپلسرو وژنو عاملين یې نيولي یا مجازات کړي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی