چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهکرکټ بورډ ته غبرګونونه، د ملي لوبغاړو د اتڼ ویډیو یې له...

کرکټ بورډ ته غبرګونونه، د ملي لوبغاړو د اتڼ ویډیو یې له خپلې پاڼې لیرې کړې

تاند: ( یکشنبه، د دلوې لسمه) يو شمير افغانان د کرکټ بورډ ادارې له لوري له خپلو ټولنيزو رسنيو څخه د کرکټ ملي لوبډلې د غړو د اتن د ویډیو په ایسته کولو سخت په غوسه دي.

دغه ویډیو څو ورځې مخکې د افغان لوبډلې د يوې لوبې پر مهال په ژوندۍ بڼه د خپریدونکو نشراتو پر مهال خپره شوې وه.

افغان کرکټ ملي لوبډلې په لوبه کې د خپل بریالیتوب په مناسبت اتڼ کړی و، چې ویډیو یې د کرکټ بورډ له ټولنیزو رسنیو څخه خپره شوې وه.

اوس، چې ګومان کېږي دغه ویډیو د طالبانو په فشار ايسته کړل شوې ده، افغانان يې توندو غبرګونونو سره مخ کړي دي.

په دې لړ کې د افغانستان د ملي امنيت شورا پخواني وياند او دیني عالم مولانا رحمت الله اندړ لیکلي: ‏نه پوهېږم چې افغان کرکيټ بورډ ولي د لوبغاړو د ملي اتڼ ويډيو له خپله ټويټره لري کړي؟

مولانا اندړ زياتوي: اتڼ هغه ملي عنعنه ده چې له ډېره پخوا به افغانانو سترې خوښۍ په اتڼ نمانځلي، له مشره تر کشره به پکې هر چا ګډون کاوه، بلکې طالبان خپله په مسجد کې اتڼ کوي چې اوس يې ويډيو خپرول ولې جرم شو؟

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په کرکټ بورډ کې یوې سرچينې تاند ته وويل، چې طالبانو د کرکټ بورډ له خپلولو سره د دغې ادارې د مطبوعاتو برخه خپلو تبلیغاتي مبلغينو ته سپارلې او مسلکي مطبوعاتي فعاليتونه یې په ایډیالوژيکو تبلیغاتو بدل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر طالبانو د افغان فرهنګ او هويت د اړوندو ارزښتونو د نابودولو او ورته د سپکاوي تورونه زيات شوي دي.

تازه له باميان ولايت څخه راپورونه وايي، چې طالبانو په مرموزه توګه د دغه ولايت د بودا مجسمې شاوخوا په لسګونه متره کیندلې او هلته د پاکستاني اتباعو موجوديت ښيي، چې دغه مجسمه ممکن په بمونو والوځول شي.

طالب چارواکو د مجسمې شاوخوا ته کیندنې تاييد کړي، خو د الوزول کیدو په اړه یې څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. د اغزن تار په هکله

    د ډیورند پر کرښه د اغزن تار موضوع پدی وروستیو ورځو کې بیا د رسنیو سرخط ګرځیدلی دی، ښائی کابل ته د پاکستان د ملی امنیت د مشاور د سفر عمده اجندا هم همدا د ډیورند په کرښه د اغزن تار ستونزه وي.
    پاکستانی چارواکي ادعا لري چې ۹۴ په سلو کې د اغزن تار ساختماني تکمیل شوی او طالب چارواکي ورسره د پاتې اغزن تار د بشپړولو چاری منلی دي.

    که موږ د افغانستان او پاکستان تر منځ د دیورند پر کرښه اختلاف بلکل یو خواته پریږدو او د څو لحظو لپاره فرض کړو چې افغانستان دا کرښه منلی ( البته دا صرف یو فرضیه ده ، دیورند کرښه تر اوسه د پاکیتان د جوړیدو راهیسې د افغانستان هیڅ کوم چارواکي د ملا محمد عمر په شمول نده منلی )
    حتی په داسی حالت کې چې دواړه خواوی دًدوي تر منځ سرحد په اړه هیڅ کوم اختلاف هم و نلري کله چې دوه هیوادونه غواړي د ګډی پولی تر منځ دیوال او يا سرحدی علایم او تاسیسات جوړ کړي د بین المللي مقرراتو پر اساس دوه طریقی نه کار اخلي.
    اول ـ د ملګرو ملتو او یا بل کوم بی پری بین المللی ارګان په مرسته د دواړو هیوادو تر منځ سرحدی علامی ، خط ، پایی او دیوالونه د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحدی سیمی کې جوړوي .
    دوم ـ د دواړو هیوادو د ګډ فنی ټیم په موجودیت او نظارت دا کار تر سره کیږي.

    اوسنۍ اغزن تار نه د ملګرو ملتو یا کومی بلی بی پری نړیوال ارګان تر نظارت لاندی جوړ شوی او نه هم د دواړو هیوادو د ګډ ټیمونو تر نظارت او موجودیت تر سره شوی .
    پاکستانی چارواکي په یو اړخیزه توګه د افغانستان د هیات په غیاب په خپل سر هر چیری چې غوښتی اغزن تار یی تیر کړی، د معلومات پر اساس په ځینو ځایونو کې پاکستانی چارواکي تر ۳۰ کیلو متره پوری اغزن تار د افغانستان دننه خاوری کې تیر مړی.
    پاکستان جوړ کړی اغزن تار د پخواني جمهوری نظام د اعتراضونو سره سره پیل او جنرال رازق د همدی اغزن تار سره د مخالفت په جرم په داسی حال کې چې د اشغالګرو جنرال ورسره و ، ووژل سو.
    نو اوسنی اغزن تار حتی که د دیورند کرښی په سر تاریخی اختلافات یوی خواته پریږدو د دوه و ګاونډیو هیوادو تر منځ د پولی د علایمو ، او نښانونو د نصبولو شرطونه د جوړیدو په وخت کې ندي احرا شوی، د بیلګې په ډول اغزن تار د ننګرهار ولایت د مومند دری په ولسوالی کې نه یواځی دا چې د یو کلي خلک یی سره بیل کړي بلکه ۱۵ کیلو متره دننه زموږ خاوری کې جوړ شوی دی.
    پایله : اغزن تار حتی که د دیورند پر کرښی تاریخي اختلافات یوی خواته پریږدو د دوه ګاونډیو هیوادونو تر منځ د سرحدی تاسیساتو د جوړیدو ټولی لارښونې او معیارونه تر پښو لاندی شوي او د ولس او طالب چارواکي حق لري چی د هیواد د ملی حاکمیت د خوندی کولو پخاطر اغزن تار له منځه یوسي.

    یادونه ـ هیله ده تاند دا لیکنه په ځانګړي توګه هم خپور کړي

  2. وروره د پاکستان هیواد موږ سره یواځې دډیورند پر سرنه، بلکی تر دی هم مهم دا چی د کابل دسیند دخپلولو ير سر دښمنی پالی دغه اوبه د دوی لپاره حیاتی دی او دوی پوهیږی که افغانان لږ په ارام شول زراعت مالداری او فارمونه او بندونه جوړوی او غواړی د انسانانو په شان ژوند ولری، نو هغه وخت به د خپلو اوبو مالکان شی له بلی خوا دافغانستان داقتصاد ښه کیدل او ابادی ددی لامل ګرځی چی کوزه پښتونخوا ځانونه د پنجاب له استعمار ځان خلاص کړی له بلی خوا پاکستان بی تاریخه وطن یوه هویتی او تاریخی عقده لری دا ټول د ډیورند پرته هم د دوی ددشمنی لامل دی له دی پرته زموږ ځنکلونو ته یی سترګی نیولی که ډیورند ومنئ یا نه د دوی دا دښمنی به درسره روانه وی ، خو الحمد لله اوس مو ږ اسلامی نظام لرو غیرتی خلک یی په راس کی دی طالبان به دغه تاریخی دښمن ته داسی غاښ ماتوونکی ګوزار ورکړی چی دړی وړی به یی وکړی زنده باد طالبان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب