دوشنبه, فبروري 9, 2026
Homeخبرونهپه بدخشان کې د ښځو تړل شوې راډيو بيرته فعاليت پيل کړ

په بدخشان کې د ښځو تړل شوې راډيو بيرته فعاليت پيل کړ

تاند: ( یکشنبه ، د دلوې لسمه) په بدخشان کې د « حريم زن» په نوم ځانګړې ښځينه راډيو له شپږ مياشتني ځنډ وروسته بیرته په فعاليت پيل وکړ.

د‌ دغې راډيو د پیل په مراسمو کې د طالبانو د والي مرستيال مولوي نثار احمد احمدي او د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معزالدين احمدي برخه لرله.

طالب چارواکو د راډيو مسؤولینو ته امر کړی، چې داسې نشراتو نه دې ډډه وکړي، چې د اسلام پر ضد ګڼل کیږي.

طالب چارواکو دا هم ويلي، چې د راډيو په خپرونو کې نه بايد نارينه او ښځينه سره وغږيږي.

د دې ترڅنګ طالب چارواکو د راډيو مسوولینو ته ویلي، چې حجاب باید مراعت کړي.

د‌ دغې راډيو د بيا فعالولو خبر په داسې مهال ورکړل شوی، چې د طالبانو له واکمنیدو سره په زرګونه ښځینه خبریالانې وزګاره شوي او په کورونو کې ناستې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ګام/ اجمل پسرلی

شین/ اجمل پسرلی

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...