Homeخبرونهامریکا له امنيت شورا څخه پر ط د ډېر نظارت او فشارونو...

امریکا له امنيت شورا څخه پر ط د ډېر نظارت او فشارونو غوښتنه وکړه

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې اوومه) ‏د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې شپې په ځانګړې غونډه کې د امريکا متحده ايالاتو استازي پر طالبانو د ډېر نظارت او فشارونو غوښتنه وکړه.

امريکايي استازي وويل: افغان ښځې او نجونې بايد د ژوند په ټولو برخو کې حضور ولري.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ايالاتو سفير د طالبانو له هغې ژمنې هرکلی هم وکړ، چې د مارچ په پای کې یې د ښځينه ښوونځيو د پرانيستل کيدو په اړه کړې ده.

له دې سره، امریکايي سفیر زیاته کړه چې پر طالبانو د نړیوالو نظارت او فشارونه باید زیات شي، څو د ژمنو عملي کیدو ته مجبوره شي.

د امريکا د سفير په وينا کې ټینګار وشو، چې که طالبان د افغانانو او نړیوالو ملاتړ تر لاسه کول غواړي، مدني ازاديو ته درناوی باید ومني.

د امريکا سفير دا نه ده روښانه کړې، چې پر طالبانو څه ډول نظارت او فشارونه غواړي.

طالب چارواکو د امریکا دغو تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...