Homeخبرونهد يوناما مشره په امنيت شورا، د افغان روغې جوړې د پراخې...

د يوناما مشره په امنيت شورا، د افغان روغې جوړې د پراخې خبری دې وشي

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې اوومه) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه تېره شپه ترسره شوه، چې په افغانستان کې د دغه سازمان د سرمنشي ‏ځانګړې استازې او د يوناما دفتر مشره مېرمن ديبورا لاينز یې له مهمو ویناوالو څخه وه.

‏ لاینز په دې غونډه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه هم خپل راپور له نړیوالې امنيت شورا سره شریک کړ.

مېرمن لاینز ټینګار وکړ، چې طالبان باید د پراخ بنسټه حکومت د رامنځته کولو او بشري حقونو ته د درناوي په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

نوموړې هيله مندي وښوده، چې طالبان به د ټولو قومونو په ګډون د نظام جوړولو او بشري حقونو ته د درناوي په تړاو درناوي ته قانع کړي.

د يوناما مشرې دا هم وويل، چې طالبان په افغانستان کې د ډېرو فعالانو د لادرکه کیدو او وژلو سبب شوي، چې له دې اړخه وضعيت د اندیښنې وړ دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې نړیوالې امنيت شورا ته دا يادونه هم وکړه، چې طالبان په ناقانونه توګه خلک نيسي، شکنجه کوي او حتا وژني او ځواب ویلو ته نه حاضريږي.

د مېرمن ديبورا لاينز ټینګار دا و، چې يوازې د ملي روغې جوړې په اړه پراخې خبری افغانستان د يوې متنوع ټولنې او ثبات پر لور بیولای شي.

‏د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دا هم وويل، چې طالبان د نجونو د ښوونځيو پر وړاندې لا هم خنډ دي او په مختلفو پلمو د دغو ښوونځيو د پرانيستل کيدو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

ديبورا لاينز وويل، سره له دې چې ډېرو هېوادونو د افغان ښوونکو او ښوونځيو لګښتونه منلي، خو طالبانو د دغو ښوونځيو د پرانيستل کيدو په اړه خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

ديبورا لاينز له ۱۸ میلیونه فقر ځپلو افغانانو سره د ملګرو ملتونو له لارې د بشري مرستو د ترسره کيدو خبر هم ورکړ، خو غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان د کنګل شویو بانکي زېرمو د خلاصون لپاره هم ګام اخیستل ضرور دي، څو د بشري ناورين د مقابلې لپاره استفاده ورڅخه وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...