Homeخبرونهد افغانستان په اړه د امنيت شورا غونډه، د سرمنشي د خبرو...

د افغانستان په اړه د امنيت شورا غونډه، د سرمنشي د خبرو مهم ټکي دا وو

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې اوومه) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه تېره شپه ترسره شوه، چې د دغه سازمان سرمنشي ‏آنتونیو گوترش یې له مهمو ویناوالو څخه و.

نوموړي په خپله وینا کې د بشري حقونو د فعالانو په خپلسرو نیونو انديښنه وښوده او دا يې هم وويل چې ترهګري په افغانستان کې د ودې په حال کې ده.

د ده په وينا، دا خطر یوازې افغانستان ته نه، چې ټولې نړۍ ته د ډېرې اندیښنې وړ دی.

نړيوال سرمنشي له طالبانو وغوښتل، چې بشري حقونه په رسميت وپېژني او ټولو افغانانو ته د هېواد د برخليک ټاکلو په موضوع کې په حق قايل شي.

ښاغلي ګوترش د نجونو د ښوونځيو تړل کیدو ته په اشارې وویل، چې د دوی خوبونه نه بايد اوبه یوسي.

نړيوال سرمنشي د نجونو د ښوونځيو په پرانيستلو له ټينګار سره، افغانستان ته د بشري مرستو چمتو کول هم اړين وبلل.‏

د ملګرو ملتونو سرمنشي له طالبانو وغوښتل، چې د بشري مرستو د استولو خونديتوب تضمين او ښځينه مرسته رسوونکو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

طالبانو د نوموړي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...