دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهحکمتيار د طالبانو حکومت هم د « د کابل حکومت» ګڼي

حکمتيار د طالبانو حکومت هم د « د کابل حکومت» ګڼي

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې اوومه) د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار، چې له ولسمشر غني سره د اختلافاتو له کبله یې د افغانستان پرځول شوی جمهوري نظام د « کابل حکومت» باله، اوس د طالبانو حکومت ته هم همدغه اصطلاح کاروي.

ښاغلي حکمتيار د تېرې جمعې د لمانځه پر مهال د خپلې خطبې پر وخت درې ځله د طالبانو حکومت ته همداسې اصطلاح وکاروله.

هغه دوه ځلې د طالبانو حکومت ته « د کابل حکومت» او یو ځل ځل « پر کابل حاکم نظام» اصطلاح وکاروله.

په دې وینا کې حکمتيار په کابل کې له چادرۍ سره د یو شمېر ښځينه معترضینو د مخالفت له کبله، پر هغوی توندې نیوکې وکړې.

همدا شان یې په خپل تعبير د اسلام له نظره د حجاب په اړه احکام بیان او د حجاب په مراعتولو ټینګار وکړ.

طالبانو د حکمتيار له لوري د دوی حکومت ته د شوي سپکاوي په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

4 COMMENTS

  1. دکابل اصطلاح به لیږ غیرمعقوله وی. طالبان اوس په ټول افغانستان حاکم دی. ګلبدین به دطالبانو په حکومت کی دونډی نه مایوسه سوی وی نو ځکه به یی دکابل خکومت بولی. هغه دده خوښه ده ترڅو دلنډغرو په شان مقاومتی نسی او دتښتیدلو په شان دروغ او دشر شایعات نشر نکړی.

  2. دغه د پنجاب بنده اصلاً د (کابل) نوم سره حساس او دښمن دی . کله چی غواړی یوه له سپکاوی ډکه خبره وکړی بیا د کابل نوم اخلی
    ده ته عفو وکړئ نور یی عمر کم پاتی دی بیا یی دافغانانو ملی تاریخ کی څیرې ته ګورئ راتلونکی نسلونه به سخت ورپوری خاندی او هغه څه به ورپسې وایی چی چې چا شاشجاع پسې ندی ویلی خو اوس یی معاف کړئ خیر ده.

  3. ګلبدین د پنجاب په خوله ټول افغانستان ته د کابل حکومت وایی. دا د بې نظیرې بچی به کله هم اصلاح نه شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب