دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهاروپايي هېوادونه: افغانستان پراخ بنسټه او انتخابي نظام ته جدي اړتيا لري

اروپايي هېوادونه: افغانستان پراخ بنسټه او انتخابي نظام ته جدي اړتيا لري

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې اوومه) د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د طالبانو او يو شمېر اروپايي هېوادونو له ناستې وروسته دغو هېوادونو د یادې ناستې په اړه ګډه اعلاميه ورکړې ده.

په اعلاميه کې راغلي، چې افغانستان سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره د يوه پراخ بنسټه او انتخابي نظام رامنځته کولو ته جدي اړتيا لري.

په اعلاميه کې ټینګار شوی، چې طالب پلاوي سره د دغو هېوادونو د استازو لیدنه په هېڅ ډول د طالبانو د په رسميت پېژندلو مانا نه لري.

طالبانو په یوه اعلامیه کې دا ناسته مثبته ګڼلې او له پایلو څخه یې خوښي څرګنده کړې ده.

په ناسته کې طالبانو يو شمېر افغان سیاسي څېرو سره هم لیدلي، چې د هغوی په وینا له طالبانو څخه یې د ټول ګډونه نظام د جوړېدو غوښتنه کړې او خپله طرحه يې هم ور سپارلې ده.

طالبانو دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب