Homeخبرونهخرم: د افغانستان ستونزه د څوکیو په ویش نه، ټولو ته د...

خرم: د افغانستان ستونزه د څوکیو په ویش نه، ټولو ته د مالکیت د احساس په ورکولو حلېږي

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې اوومه) د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم وايي، چې طالبانو سره د ناروې د اوسلو ناسته کې د څوکیو په ویش نه، بلکې پر دې غږيدلي چې څنګه افغانستان يو داسې نظام ولري چې ټول افغانان پکې ځان وویني او د مالکیت احساس یې وکړي.

نوموړي د اوسلو ناستې په څنډه کې د يوې مرکې پر مهال زياته کړه، چې په دې اړه د ناستې ګډونوالو افغان څېرو طالبانو ته خپله لیکلې طرحه وسپارله، څو په کابل کې پرې مشوره وکړي.

خرم د ناستې فضا دوستانه او هیله بښونکې ياده کړه، خو په دې اړه یې له تبصرې ډډه وکړه چې آيا طالبان په خپلو منځو کې د داسې طرحو د منلو په اړه اختلاف لري او کنه؟

د خرم ټینګار دا و، چې په بهرنيو اړيکو کې افغانستان باید خپله بې طرفي وساتي.

طالبانو تر اوسه دوی ته د يادې ناستې د افغان ګډونوالو د سپارلې طرحې په اړه څه نه دي ويلي.

د ناستې يوه بل ګډونوال سید اسحق ګیلاني ویلي، چې دوی د ټول ګډونه نظام جوړول اړين ګڼلي او طالبانو ته یې د همداسې نظام د جوړولو طرحه سپارلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...