سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهامریکا د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ بندوي

امریکا د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ بندوي

تاند(پنجشنبه، د دلوې ۷مه) د العربیه انګلیسي انګلیسي څانګه وايي، د امریکا متحدو ایالتونو افغان دیپلوماتانو ته خبر ورکړی چې دوی په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او همداراز په نیویارک او لاس انجلس کې افغان کونسلګرۍ بندوي.

العربیه وايي چې باوري سرچینو ورته دا هم ویلي چې امریکا حکومت پرېکړه کړې چې له افغان دیپلوماتانو دیپلوماتیک مصونیت هم واخلي.

تراوسه پورې د امریکا حکومت په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي خو په امریکا کې افغان دیپلوماتانو، چې د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د پخواني حکومت استازیتوب کوي، پرون وویل چې د امریکا حکومت په سیټي بانک کې د دوی بانکي حسابونه بند کړي او د دې کار په اړه یې دوی ته کوم دلیل نه دی وړاندې کړی.

پرون ـچهارشنبې) د امریکا ږغ انګلیسي څانګې پر خپله وېبپاڼه د دوو دیپلوماتانو په حواله وویل چې په امریکا کې د افغانستان د سفارت او دوو کونسلګریو حسابونه بند شوي دي.

امریکا ږغ د دغو دیپلوماتانو نومونه نه دي څرګند کړي او ویلي یې دي چې هغوی نه غوښتل نومونه یې څرګند شي.

یوه ډيپلومات ویلي، دوی د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته مراجعه کړې، خو تراوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.

دغو ډيپلوماتانو دا هم ویلي چې امریکا ورڅخه د چوپتیا غوښتنه کړې ده.

د سیټي بانک مسؤلانو هم چې د افغانستان د سفارت او کونسلګریو حسابونه په کې دي، له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

3 COMMENTS

  1. شاید په ناروی(اسلو) کی د ا.ا.ا او امریکایی دیپلوماتانو د خبرو په پایله کی دغه پریکړه شوی وی.

  2. ډیرغوره اقدام شویدی
    نورباید داسلامی امارت ګمارل شوی کسان باید دغه دندی پرمخ یوسی

  3. THIS IS LAST STEP//DOCTOR SAHIB ASHRAFGHANI AND HIS ADMINISTRATION WILL CLOSED.
    WHAT IS IN THE PAN/COMING TO THE PLAT..PART OF DUHAA AGREMENT.
    NEW PHASE WILL BE WITH TALIBS.
    SLOWLY EVERY THING WILL COME OUT…PEOPLES WILL SEE TRIANGLE OF TALIBS /AMERICA&PAKISTAN
    I AM SORRY FOR AFGHANS&AFGHANISTAN

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب