دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسراج الدين حقاني: امريکا ته مې ګواښ نه دی کړی

سراج الدين حقاني: امريکا ته مې ګواښ نه دی کړی

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې اوومه) ‏‏د طالبانو د کورنيو چارو وزير او د حقاني شبکې مشر سراج الدين حقاني له الجزيرې ټلويزيون سره په مرکه کې امريکا متحده ايالاتو ته د ګواښ کولو موضوع رد کړه.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي: متاسفانه د هغې مرکې په استناد ځينو رسنیو غلط راپور خپور کړی چې ګنې که اسلامي امارت په رسمیت ونه پيژندل شي دوی به امریکا ته ګواښ پيښ کړي.

د طالبانو په اعلامیه کې زیاته شوې: ‏د کورنیو چارو د وزیر په مرکه کې د نړيوالې ټولنې او امریکا لپاره هيڅ ګواښونکې کلمه نه ده کارول شوې.

سرچينه زياتوي، چې د طالبانو حکومت د دوحې تړون ته بشپړ ژمن دی چې د افغانستان خاوره به د هیچا په ضد نه کارول کيږي.

طالبانو له رسنیو غوښتي، چې ریښتیني ژورنالیزم ته ژمن واوسي.

د يادونې وړ ده، چې سراج الدين حقاني الجزيرې ټلويزيون ته په مرکه کې ویلي وو، چې که امريکا او نړۍ د دوی حکومت په رسمیت وپیژني، دوی به چا ته ګواښ پېښ نه کړي.

له دې څرګندونو څخه رسنيو استنباط کړی و، چې د نه رسميت پېژندلو په صورت کې سراج الدين حقاني پر امريکا او نورو هېوادونو د بریدونو ګواښ کړی.

3 COMMENTS

  1. سراج خانه د خدای نه ډیر ویریږې که د امریکا نه؟ فکر کوم خدای به نه هم پیژنې، ځکه د زرهاو افغانانو قاتل به خدای څه وپیژني.

  2. سراج الدین حقانی صېب ! ستاسې پوهېژي چه خلک سومره محبت درسره لري. خورا دیر. ستاسې د اسلاميت او افغانيت ريشتني ترجمان ياست. وام هغه د کندهاریانو خبره د مور شېدې د شه ـ په دشمن د داسې روا وار وکړ چه د نسلونو نسلونو ته یی د عبرت درشو. ته سومره خوشبخته ياست چه باطل پالو لپاره اتوم یی. ستاسې د مبارکی کورني نوم زمونژ د هيواد مبارک تاريخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب