شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د وسلې په زور واک ته رسېدل فاجعې رامنځته کوي

د وسلې په زور واک ته رسېدل فاجعې رامنځته کوي

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

د ناروى په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په هکله وروستۍ ناسته د افغانانو ترمنځ او له نړيوالو سره د ګد تفاهم، د ستونځو د حل کولو، د تاوتریخوالي د ختمولو او هيواد ته د نړيوالو مرستو د جلبولو لپاره يو بل ښه فرصت دى.  ډېر فرصتونه مو له لاسه ووتل او نور د دغه ډول فرصتونه له لاسه ورکول مو حياتي ګټې ننګوي.

له شته فرصت څخه باید اعظمي ګټه پورته شوې واى. ستر او بنسټیز بدلونونه رامنځته کول نه يوازې د نړيوالو، بلکې په لمړي سر کې د افغان ولس غوښتنه ده. داسې واقعي ټول ګډونه حکومت جوړول اړين دي چې نه لکه د دوه لسيزو وړاندې د بن په غونډه کې غرب ګډونه او زورواک ګډونه وي او نه هم د نن غونډې ملا شموله او طالب شموله وي، بلکې د امانت صداقت او اهليت په معيارونو ولاړ افغان شموله وي، د نفوسو د کميت په تناسب د ټولو اقوامو، افکارو، طبقاتو، ژبو او مذاهبو شتون پکې مشهود وي.

د توپک د شپېلۍ په زور واک ترلاسه کول زړه تګلاره ده. په نوره نړۍ کې تقریبا له منځه تللى دى، خو متآسفانه زموږ په هېواد کې لاهم د مټو په زور واک ترلاسه کولو دود شته. همدغه خونړي دود زموږ د ټولنيزو پرمختګونو مخه ډب کړې ده. دلته روان وخيم وضعیت دا ايجابوي چې په دغو ناستو کې د توپک د شپېلۍ په زور د واک ترلاسه کولو پرسوده دود په ختمولو، د نظام په څرنګوالي او په اساسي قانون باندې نظرونه تبادله شوي واى. د سرپرست حکومت په وخت،  نظام ته د مشروعیت ورکولو په لارو چارو او داسې نورو حياتي مسایلو باندې په سړه سینه بحثونه شوي واى.  د توکمونو کميت په پام کولو سره سره اهليت اساسي معيار واى.

که  د واک لپاره د زور کارولو پرځاى افغانان يو بل درک کړي، د يوبل نظر د يوه انساني فکر محصول وګڼي، که د يو او بل په درد هيلو غوښتنو او حقونو باندې د ځان پوهولو تکلیف وباسي، که ځان په درانه او  بل په سپک نوم ياد نکړي، که ځان ته په خپله نه، بلکې د نورو خلکو په هنداره کې وګوري، که د ښه او بد پريکړې ولس ته پريږدي، نو باور وکړئ چې موږ به د واک لپاره د توپک کارولو ته اړتیا ونلرو. ډير ژر به يوه بډايه ټولنه،  يو ازاد او خپلواک ملت، يو خوشحاله او په ځان بسیا، ښيرازه او اباد هيواد ولرو.  له نړيوالو سره په ګډه به د برابري پربنسټ د ژوند کولو وياړ ترلاسه کړو.

هره تازه حاکمه ډله چې کله هم د توپک د شپېلۍ په زور واک ترلاسه کړي، نو پخواني بنسټونه، اساسي قانون، تدریسي نصاب، حکومتي او نظام نړوي. نه خپل فساد ويني، نه د ملت د درد احساس کوي، نه په دندو باندې ګمارلو ته  اهليت ته اړتیا ويني او نه هم د واکمني په مسئوليتونو باندي فکر کوي، ملت ورته مال او هيواد ورته مفتوحه خاوره ښکاريږي. په ولس باندي اطاعت فرض ګڼي، خو د وږي نس غم يې نکوي، د اولادونو د زده کړو په تړاو ورته ځان غيرمسئول ښکاريږي، خو خپل حاکمیت ورباندې احسان ګڼي.

سياستوال مو چې له واک څخه لرې شي، نو سملاسي د حکومت په وړاندې د مقاومت د اړتیا او سپيڅلتيا شعارونه او ترانې پيل کړي،  ازادي او خپلواکي ورته ياده شي او د پرديو نيابتي جګړو لپاره د افغانانو بچيان قرباني ته وړاندي کوي؛
توجه يې د ملي ګټو د ترلاسه کولو پرځاى د شخصي ژوند په ښه کولو متمرکزه وي. ليدلورى يې د خپل کور په څلورو ديوالونو، خپلې ډلې په لومړيتوبونو، خپل ګوند ته د امتیازاتو په ترلاسه کولو او خپلو ځاني ګټو په خوندیتوب را څرخيږي.

که موږ خپل خپلمنځي او له پرديو سره د جګړو په هکله د تاريخ په پاڼو باندې نظر واچوو، نو څرګنده خبره ده چې پردي مو وشړل او همدغه يوازنى معنوي ګټه ده چې موږ ته نسبي قناعت راکوي، خو موږ نور هم محتاج ولس شوو، مادي زيانونه يې موږ ته را واړول. خپلمنځي جګړو ته مخه کول  پرون هم بد وو، نن هم منفوره کړنه ده او سبا به هم مردود کار وي. د همدغه له امله مو هيواد کنډواله او ولس خيرات اخيستلو ته اړ شو. له سياليو څخه ووتو. د ګاونډيانو له بيځايه لاسوهنو څخه ځانونه نشو ژغورلاى. ملت مو تيت او پاشلى شو.

د داود خان د حکومت په وړاندې د خلقيانو له خونړۍ کودتا له وخته د افغانستان د مادي او معنوي وقار د زوال پيل شو. همدغه کودتايي نظام د کورنیو جګړو بنسټ کېښود او تر نن ورځې پورې لاهم متأسفانه دوام لري چې په کابل باندي د طالبانو تاړاک يې د تسلسل وروستۍ کړۍ ده. که حساب وکړو چې له کومه ځایه مو د توپک د شپېلۍ په زور پيل کړى وه او اوس په کوم ځاى باندي ولاړ يو، نو يقيناً ويلاى شو چې موږ له نړيوالو سره د سياليو له کاروان څخه ډير شاته پاتې يو.  بيا وايم چې د يرغل په وړاندې د جګړې په تقدس نه غږيږم خو په کورنيو د جګړو کې د پرديو اجندا راوړونکو افغانانو جنايت وکړ او په وړاندې يې د مقاومت ډلو که د مجبوريت له مخې هم جګړه پيل کړې وي، سپيڅلتيا نشي ترلاسه کولاى.

پنځه لسيزې وړاندې مو په اسلامي بنسټونو او ملي ارزښتونو ولاړ نظام درلود، پوهنتون مو په سيمه کې بېسارى وو، روغتيايې، ترانسپورتي، سوداګريز او ټولنیز خدمات مو له نړۍ سره د سيالۍ په معيارونو برابر وو، خو اوس پرديو مرستو ته څه چې د پرديو په رسمیت پیژندنې ته هم اړيو، دنړۍ خيراتونه که نه وي، موږ له بشري فاجعې سره اوس هم مخ کيږو، د انجونو ښونځي او پوهنتونونه مو له تيرو پنځو مياشتو راهيسې بند پراته دي، اکثره اورګانونه مو غير فعال دي، نظام نه لرو، اساسي قانون نه لرو او په سياسي انزوا پروت هيواد کې اوسيږو چې هره ورځ ورڅخه زرګونه کادرونه د تېښتې په حال کې دي.

اوس هغه وخت رارسیدلى دى چې د توپک او تاوتریخوالي په کارولو د واک ترلاسه کولو دروازې د تل لپاره وتړو او واک ته د رسيدو لپاره  د ملي اجماع له مخې له اسلامي اصولو او افغاني ارزښتونو سره سم ميکانېزم په جوړولو کار وکړو چې د راتلونکي لپاره د واک وږي تږي د تاوتریخوالي د لارې د تعقیبولو په تړاو فکر هم ونکړي. دغه موخه د يوې مشخصې اجندا په ترتيبولو د نړيوالې ټولنې په مرسته او غيرمتزلرل ملاتړ د افغانانو ترمنځ د جدي  خبرو  په پايله کې ترلاسه کيداى شي.
په درنښت

9 COMMENTS

  1. ډیره مننه ښاغلی مشره ، کور مو ودان !
    ټول مې ولوسته او ټول مو د یو هیوادپال افغان او زړه سواندي سیال افغان سوچ فکر بیان کړی دی، حقیقت مو ویلی دی. خو چې افغانان په دې خبرو غور وکړي. او د جنګ د اور نه ځان وساتي او سولییز ژوند ته مخه کړي، او خپل کور او هیواد اباد کړي.

  2. محترم عبدالوحید وحید صیب !
    سلامونه او نیکی هیلی مو ومنه ستاسو په لیکنه کی رښتیا چی زمونږ ددردونو او بد بختۍ قیصی رانغښتی دی خو نه پوهیږم هغه څوک چی يي باید واوری د اوریدلو توان او جرات لری او که نه.
    ستاسو عالی احساس او د افغانستان او افغانانو د ښیرازۍ لپاره د ډیر غوره وړاندیزونو قدردانی کوو. د الله نه درته د لا بریا او سرلوړۍ غوښتنه کوو چی زمونږ د ولس د راویښولو لپاره نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کوۍ.
    یتاسو د لیکنی په لاندندنی فراګراف کی مو دا هر څه په ډیر ښه شان را نغښتی.

    ‎هره تازه حاکمه ډله چې کله هم
    ‎د توپک د شپېلۍ په زور واک ترلاسه کړي، نو پخواني بنسټونه، اساسي قانون، تدریسي نصاب، حکومتي او نظام نړوي. نه خپل فساد ويني، نه د ملت د درد احساس کوي، نه په دندو باندې ګمارلو ته اهليت ته اړتیا ويني او نه هم د واکمني په مسئوليتونو باندي فکر کوي، ملت ورته مال او هيواد ورته مفتوحه خاوره ښکاريږي. په ولس باندي اطاعت فرض ګڼي، خو د وږي نس غم يې نکوي، د اولادونو د زده کړو په تړاو ورته ځان غيرمسئول ښکاريږي، خو خپل حاکمیت ورباندې احسان
    ‎ګڼي.

    له بده مرغه حق او رښتیا ویل چی هر چا ته خپله اینه په لاس ورکړی هغه متل چی د غرګو جنګ دی او خلک يی نه شی منلی او بیا په خاص ډول دواک په ګدۍ ناست ټوپک ماران که هغه مخکی وو او که نن دی.

    زه نه غواړم چی نوره تبصره وکړم ځکه چی تاسو په ډیر ښه شکل دا هر څه په خپله لیکنه کی رانغښتی خو یو وړوکی مثال دلته راوړم او هغه دا چی ایا د بیت المال غلا کول او په پاکستان يی په رڼا ورځ خرڅول خیانت دی او که نه؟ او ایا ناهله خلک په کارونو ګمارل ددې هیواد سره لوی خیانت دی او که نه؟ او د هغو ملی خاینانو او لنډه غرو د کړنو سره څه تفاوت لری؟ هیڅ تفاوت نه لری خو یوازی رنګ او شکل يی بل شانی دی.
    له بده مرغه که حق او رښتیا وايی نو ډیر خلک به درته د رنګارنګ ټاپو او نومونو په لاس ولاړ وی او درباندی لګوی يی.

    یو ځل بیا ستاسو د لوړ احساس او هلو ځلو قدردانی کوم او د رب العالمین نه درته کامیابی او سرلوړی غواړم. ستاسو لوړ احساس او هلو ځلو ته دا خپل یو شعر ډالۍ کوم.

    د پامیر غوندی اوچتی حوصلی می
    دا یو موټی شان توکړی نڼوی نه شې
    د ژوندون د باارزښت هدف په لوري
    فاصلې می د قدم وړه وې نه شې

  3. سلام عبدالرحمن وروره
    کاش د دغه جګړو ځپلي ولس او دغه وران هيواد د چوپړتيا لپاره مې ډير څه کولاى شواى. ستاسو له پيرزوونو څخه نړۍ مننه

  4. سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ جناب دردمن افغان وروره
    الله مو ارام اباد خوشحاله او روغ رمټ لره. له پيرزوونو څخه مو نړۍ مننه.
    تاسو باور وکړئ چې د بيت المال د خرڅلاو خبره واورم بي اختياره مي اوښکې توى شي زړه مې درد وکړي خو دلته لا هم غله او مفسد عناصر شتون لري. زه چې په هېواد کې ښکلى کور د بل چا ووينم هم ورته خوشحاله يم فکر کوم دا مى هم خپل کور دى بيت خو د يوې برخې مالک يم. مګر موږ او تاسو به حوصله لوړه ساتو. دغه غله به خداى رسوا کړي.

    کار اهل کار ته نه سپارل د رب العزت د حکم مخالفت دى. ليکل مى ډير وکړل او خبرې هم کولاى شم. انشاالله زموږ او ستاسو مبارزه به حتماٌ رنګ راوړي. الله مو ژوندى او اباد لره

  5. برادر محترمم وحید صاحب!
    السلام علیکم و رحمة الله.
    الحمد لله برادران دانشمند ما با احساس مسؤلیت ایمانی و انسانی عندالموقع طبق نیاز ملت،عصر و خصوصا برای توانمندی و اصلاح حکام فعلی مشوره ها ،تجارب علمی و تخصصی(مثلا در رابطه با بودیجه نوشته ارزشمند محترم پوهاند صاحب دودیال) و نوشته های دیگریکه با دلسوزی تام برای استفاده خادمان صادق مینگارند باعث افتخار ملت و نشاندهنده عدم نیاز ملت ما بنام متخصصین کرایی و مجهول الهویه مبتلا به غرض و مرض دیگران است.
    باید اضافه کرد که همچو نوشته های ارزشمند ،سواد کافی ، به اصطلاح قرآنکریم تعقل و ارزیابی کثیرالوجوه نیاز دارد تا دانسته شود که ما شدیدا نیازمند آن هستیم و حد اقل در مقابل آنرا سزاوار(خیر ببینی یا الله متعال ترا خیر دهد )بدانیم.
    بلی! اگر حکام ،خادم قوم اند(طبق فرموده ناجی بشریت صلی الله علیه و سلم) پس تنها منم، زدن و شکنجه و کشتنها راه حل معقول و انسانی نبوده باید به سیرة رسول الله صلی الله علیه وسلم و سیرة خلفای راشدین مراجعه گردد، تنها بصورت صوفی و نام مدرسه نباید خود را هرکاره دانست،بلکی ما درین حالت شدیداً نیازمند خدمت (گمشده ملت مؤمن افغان) ،دلجویی ملت و جذب متخصصین مؤمن خود میباشیم.
    فقهای اسلام داشتن متخصصین علوم نافعه را بر امت فرض کفایی دانسته و هیچ مدرسه ای نمی تواند این ضرورت امت را به تنهایی رفع نماید .
    حرص اشغال کرسی و مقامات تخصصی بدون اهلیت و کفایت شبیه حکومات ۲۰ساله قبلی از مهلکات است که یگانه معیار بعد از روابط شخصی،ترجمانی انگلیسی بود که ترجمانان تاوزارت هم رسیدند ولی تعلیم یافتگان بی تربیه و لو که دکترا هم داشتند فساد اخلاقی و مالی را حق خود می دانستند و در نتیجه حکومت شان به فاسدترین حکومت جهان شناخته شد
    فسئلوا اهل الذکر إن کنتم لا تعلمون
    یا ایهاالذین آمنوا أن تؤدوا الامانات الی اهلها…..

  6. سلام
    اوس موږ دیو ویشتمې پېړۍ په درشل کې ژوند کوو.دناروی ناستې ته یو شیر کسان نا خوانده ورغلی وه . نه پوهیږم چې دچا په استازیتوب کوم ظرافت ،کوم سیاسی شخصیت او روښانه دریځ . دیوه ملت زعامت واده اومیلمستیا نه ده تاریخی مسولیت دی او دانرنیت ملی اتڼ نه دی ماته ستا مهمو ټکو د سلطان سنجر ۱۱۱۷-۱۱۱۵۷ م کیسه را یاده کړه دیوه وزیر څخه یی پوښتنه وکړه دسلطنت دبقا او دوام لپاره کوم شیان ضروری دی هغه وویل:
    الف- ددانایانو څخه مشوره اخیستل
    ب-دعلما و سره خبرې اترې کول
    ج-څوک چې نیوکه کوی هغوی سره مینه اوښه سلوک څخه کار اخیستل
    د- دالله ج (عزوجل)څخه وېره او خوف
    ه- دهوس، احساساتی، سهل انګاری،بېړه، زرنګی او چالاکی، او له بې انصافی څخه اجتناب کول او ځان ساتل دی.
    حکومت او احسا سات، حکومت او خالی شعار، حکومت او پلمه ، حکومت اوله جنایت کاروسره محافظه کاری، اوبا الاخره حکومت او دملی اجماع نه جوړول د نا روی هغو میلمنو ته پاتې کیږی چې دوی وایی موږ ناروی رابللی وه . ډآيې نه دی ویلی چې دڅه لپاره؟ او ولې له ا فغانانو مخا لف یا موافق څخه تېښته لری؟
    دېبورا لاینز چې خپله راوړې مقاله له مخې ننه شی لوستی دغه دیوناما جا سوسه دسولې او دحکومت دژمنو خبرې کوی دملګرو ملتو سرمنشی دبلې بشری فاجعې لپاره کمپاین کوی.عجیب او غریب حالت روان دی!
    د راوا ډلې افه ګانې له هر سورکی خاورې را بای دا ډله په دوه لسیزو کې دومره ماهرې شوی دی چې دهر لبغاړی لوب ډلې دی . ا ټولې دیوې سوړې شیشکې دی.
    کور ودان روغ جوړا و سلامت اوسی

  7. سلام
    اوس موږ دیو ویشتمې پېړۍ په درشل کې ژوند کوو.دناروی ناستې ته یو شیر کسان نا خوانده ورغلی وه . نه پوهیږم چې دچا په استازیتوب کوم ظرافت ،کوم سیاسی شخصیت او روښانه دریځ . دیوه ملت زعامت واده اومیلمستیا نه ده بلکی تاریخی مسولیت دی او دانرنیت ملی اتڼ هم نه دی ماته ستا مهمو ټکو ته په شاره د سلطان سنجر ۱۱۱۷-۱۱۱۵۷ م کیسه را یاده کړه دیوه وزیر څخه یی پوښتنه وکړه دسلطنت دبقا او دوام لپاره کوم شیان ضروری دی هغه وویل:
    الف- ددانایانو څخه مشوره اخیستل
    ب-دعلما و سره خبرې اترې کول
    ج-څوک چې نیوکه کوی هغوی سره مینه اوښه سلوک څخه کار اخیستل
    د- دالله ج (عزوجل)څخه وېره او خوف
    ه- دهوس، احساساتی، سهل انګاری،بېړه، زرنګی او چالاکی، او له بې انصافی څخه اجتناب کول او ځان ساتل دی.
    حکومت او احسا سات، حکومت او خالی شعار، حکومت او پلمه ، حکومت اوله جنایت کاروسره محافظه کاری، اوبا الاخره حکومت او دملی اجماع نه جوړول د نا روی هغو میلمنو ته پاتې کیږی چې دوی وایی موږ ناروی رابللی وه . ډآيې نه دی ویلی چې دڅه لپاره؟ او ولې له ا فغانانو مخا لف یا موافق څخه تېښته لری؟
    دېبورا لاینز چې خپله راوړې مقاله له مخې ننه شی لوستی دغه دیوناما جا سوسه دسولې او دحکومت دژمنو خبرې کوی دملګرو ملتو سرمنشی دبلې بشری فاجعې لپاره کمپاین کوی.عجیب او غریب حالت روان دی!
    د راوا ډلې افه ګانې له هر سورکی خاورې را باسی دا ډله په دوه لسیزو کې دومره ماهرې شوی ده چې دهر لوبغاړی لوبډلې دی . ا و ټولې دیوې سوړې شیشکې دی.
    کور ودان روغ جوړا و سلامت اوسی

  8. سلام و عرض ادب جناب دوکتور صاحب همت

    کاملاً با تحلیل تان موافق هستم و انرا تأئيد ميکنم. يقيناً حکام باید عملاً مصداق حکم موعظه حسنه رب العزت، اسوه حسنه رسول اکرم و ميراث عالي خلفا راشدين باشد.

  9. ګران ورور ع شريف زاد صاحب السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
    وروره، له ژور تحلیل او پرځاى ارزونې څخه مو نړۍ مننه. يقيناً موږ سترې ستونځې او تشې لرو، خو له هغو څخه هم ستونځه داده چې موږ يې نه منو چې موږ نيمګړتياوې لرو. همدغه عيب زموږ تشې ضرب کوى او لاهم راته سختيږي. کاش په مشرانو کې همدغه وړتیا پيدا شي چې کار اهل کار ته وسپاري او په خپله يې څار وکړي خو دلته ټول وايي چې هغوى جامع الکمالات دى. الله مو ارام اباد خوشحاله او روغ رمټ لره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب