دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+له قبیلوي پېژندګلوي تر ملي

له قبیلوي پېژندګلوي تر ملي

زبیر افغان

دوکتور جواد علي په خپل کتاب المفصل في تاریخ العرب قبل الاسلام کې لیکي چې په عربو کې ځکه قبیلوي پېژندګلوي مهمه وه چې هغوی د ځان د حفاظت ذریعه بلله، هغوی ته دا پېژندګلوي د هغوی هویت وه، ځکه دوی یو حکومت نه در لود چې د هغوی له حقوقو يې دفاع کړې وای، نو دوی د دفاع یوازینۍ وسیله همدا قبیله وه، له دې امله يې خپل نسبونه یادول، د پلار او نیکه په کړنو به يې فخر کاوه، د ده په وینا چې غیر عربو ته دا کار ځکه دومره مهم نه وو چې هغوی حکومتونه در لودل، خلکو ته وطن او دولت مهم وو، د هغوی د اواز اورېدلو لپاره دولتي محکمې موجودې وې، پوځ وو، پولیسي ادارې وې، هغوی به د یوه نظام تر چتر لاندې را ټول وو، نو دوی د یوې قبیلې پر ځای په خپل پوځ، وطن، ملت او نظام نازېدل، فخر يې په کاوه، فارسیانو فارس در لود، رومیانو روم در لود، همدا لامل وو چې هغوی ته د انسابو یادول، یا قبیلوي پېژندګلوي مهمه نه وه.( یاد تاریخ: الفصل الحادي عشر: انساب العرب، دویم ټوک ۱۱۷ مخ)

د عربو دغه حالت قران کریم هم یاد کړی دی:

{يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ} [الحجرات: 13].

ژباړه: اې انسانانو! تاسو مو له نارینه او ښځې پيدا کړې یئ او خیلونه و قبیلې مو د دې لپاره کړي یئ چې سره وپېژنئ، یقینن الله تعالی ته ستاسو متقیان غوره دي، بېشکه الله ډېر پوه او خبرداره دی.

موږ ټول پوهېږو چې قران کریم د عربو هغې ټولنې ته نازل شوی دی چې خلکو ته يې قبیلوي او د خیلونو پېژندګلوي ځکه مهمه وه چې نظام يې نه در لود، قبیلوي ژوند يې وو، خلکو د خپلو قبیلو د ګټو لپاره کار کاوه، قران دا یادونه ورته وکړه چې پر قبیلو او خیلونو د انسانانو جلا کول د معرفت لپاره دي لکه تاسو چې دا کار کړی دی، اما الله ته څوک د قبیلې له مخې نه نژدې کېږي، که یو څوک غواړي چې الله تعالی ته نژدې شي، نو تقوا دي وکړي، په تقوا کې هم یو هغه تقوا ته چې زموږ په نظر وي، یا که یو څه نور سپين ووایم زموږ د پښتنو په نظر تقوا وي، هغوی خو ملنګ چې په کال يې غسل نه وي کړی، تړانګې کالي يې اغوستي وي، تل فقر کوي، هم متقي او د خدای دوست ورته ښکاري، یو هغه تقوا ته چې الله تعالی ته مقبوله ده، الله د علیم او خبیر صفات د همدې لپاره ذکر کړي دي چې زه پوهېږم څوک متقي دی او څوک یوازې د متقي پېښې کوي، الله تعالی د یو چا په هویت نه خطا کېږي، لکه څنګه چې هویت مهم نه دی همدا ډول يې جنسیت هم ورته مهم نه دی، ځینې نارینه له دې امله خدای ته نژدې بولي چې نارینه دی، ښځه د خپل جنسیت له امله د دې وړ نه بولي، د قران کریم په دې عمومي الفاظو کې دا ډول فکرونه مردود وګڼل شول.

د قران کریم له نزول څخه ډېر کم وخت تېر شوی و، چې عربانو قبیلوي ژوند ایله کړ او د یوه نظام تر چتر لاندې سره را غونډ شول، یوه لویه امپراتوري يې جوړه کړه، د قبیلو پخوانی رواج ورو ورو کمزوری شو، خبره اول د عرب و ناعرب شوه، په دې منځ کې د مسلمان او نامسلمان خبره هم یادېده، نړۍ له قبیلوي پېژندګلوي څخه مذهبي او قومي پېژندګلوي ته ورسېده، عربو ځانونه غوره بلل، نورو يې د خپلو ځانو په نسبت عجمیان بلل، فارسیانو د خپلې لویې امپراتورۍ او لرغوندي کلتور له امله ځانونه تر عربو هم بر بلل، مسلمانانو ته خپل دین حق معلومېده، په مقابل کې يې یهودو او نصاراوو خپل دین ښه باله، هندو ته خپل دین ښه ښکارېدی او داسې نور هم.

نړۍ له یوه حالته بل ته ولاړه، چې تر پخوا يې بیا هم ډېر توپير ونه کړ، د عربو د برترۍ لپاره د ډېرو عجمیانو ککرۍ له تنو بېلې شوې او د عربو د مغلوبیت لپاره ډېرو عجمیانو خپل ځانونه قربان کړل، بیا هم وینې توی شوې، ښه په لویه پېمانه، د بشر لپاره اساسي هدف ته بیا هم ونه رسېدل، که د قبیلې د ساتنې په پار ځینو انسانانو د نورو عزتونه، مالونه او شته لوټل هم بد کار و، او که د مذهب او قوم په نوم وي هم بد کار دی، د همدې سلسلې په لړ کې د قوم او دیني هویت ځای ملي هویت ته پاته شو، په ملي هویت کې بیا هم لکه د قوم او مذهب هویت چې ډېر شمېر کسان يې په چوکاټ کې راځي، نوره ګټه نه لري، هماغه د قران کریم خبره ده چې یوازې پېژندنه ده، یو افغان دی، بل ایرانی، بل پاکستانی، بل چینايي، بل هندوستانی او داسې نور.

هغه اساسي هدف چې د قران کریم په یوه مختصره جمله کې ذکر شوی دی چې کتاب انزلناه الیک له تخرج الناس من الظلمات الی النور، بیا هم تر لاسه نه شو او لا هم ورک دی، اوس د ملي هویت د ساتنې لپاره مبارزې کېږي، یو انسان بل انسان وژني، ملي هویت هم د ښه انسانتوب نښه نه ده، یو څوک له دې امله ښه انسان نه دی چې عربستانی دی، یا ایرانی دی، یا افغان دی، بلکې د ښه انسان د ثبوت لپاره نور معیارونه شته، خدای ته د نژدېکت لپاره معیارونه شریعت بیان کړي دي، که پر هغه معیار څوک پوره نه وي، نه ملي هویت د هغه د ښه انسانیت لپاره کفایت کوي او نه قوم، نسب او مذهب.

هغه مهال به د قبیلې پر ملکي سره شخړه وه، یوه قبیله به له بلې سره د مالونو د ځړځای پر سر، ښکر په ښکر وه، تر دې وړو شیانو وروسته کله چې انسانان یو څه پوه شول، نو د وړو شیانو پر ځای يې غټ را پيدا کړل، د هغو پر سر يې شخړه پيل کړه، تر بل هر شي د انسان لپاره لوی خطر له واک او دولت څخه ور پېښ شوی دی، د واک لپاره انسان هره وسیله کار کړې ده چې واک ته ورسېږي او د مال د تر لاسه کولو لپاره هم انسان له هيڅ وسیلې لاس نه دی اخیستی، خبره ورو ورو ِغټېده، ان چې د نن ملي هویتونو ته ودرېده، د یوه کس، یوې ډلې، یوه درست قوم ان ملت به له دې امله بد ویل کېږي چې د هغوی هویت به له ده څخه بیل وي، نه عقل دا راته وايي چې د انسانیت معیار ملي هویتونه کېدلای شي، نه دین راته وايي، نه په قانون کې شته او نه اخلاقیات دا راهنمايي کوي.

خبره که د پرون ده که د نن ده یوه ده، پرون که د قبایلو پر ځړځای سره جنګ و، نو چې زیات کسان سره په شخړه شوي وي، زر او دوه زره به وو، اما نن په میلنو خلک تر ځړځای پر یو څه غټه موضوع د نورو همدومره کسانو په مقابل کې درېږي، په لکاوو وژل کېږي، که پرون په زرهاوو مړه کېدل، موضوع يې وړه وه، نن په لکاوو دي، اما موضوع يې یو څه غټه ده. ملي مسایل او سیمه ییز مسایل د حکومتونو او واکداره طبقو له لوري د دې لپاره کښته او پورته کېږي چې خلک په خطا کړي، غلول شروع دي، که نه له دې پرته چې خلک په وغلول شي، یو د بل په مقابل کې استعمال شي، ملي مسایل حل کېدلای شي. په دې مسلو کې يې دومره فکر بند شي چې خپل تعلیم ځنې هېر شي، خپل شخصي مسایل يې هېر شي، د سیمې په کچه ستونزې هېرې کړي، د ټول انسانیت په کچه دښمن(طبیعت) ځنې هېر شي، بس هغه دښمن ته يې سترګې وي او انرژي مصرفوي چې واکمنه طبقه يې ورته معرفي کوي. دوی هر وخت له اساسي مسلو د خلکو پام جزي او غیر اساسي مسلو ته اړوي، هغه دومره وپړسوي چې خلکو ته غټ ښکاري، اما په اصل کې هغه دومره واړه مسایل وي، چې اصلن په فکر بندولو نه ارزي، دا خو څه کوې چې وخت، پیسې او انرژي ورته ولګول شي.

انسان وږی د همدې انسان له لاسه دی، دې ته خلک نه متوجې کېږي چې د ځمکې دومره منابع چا غلا کړې دي چې میلینونه انسانان وږي دي؟ انسان د انسان له لاسه بې کاره دی، د انسان له لاسه بې تعلیمه دی، د انسان له لاسه لڅ دی، په ستونزو کې را ګیر دی، طبیعي افتونو په مخه کړی دی، حتا هغه یو د استقرار ځای چې د ټول بشر راتلونکی ورسره تړلی دی لکه ځمکه، هغه هم د دوی له لاسه د ضیاع لور ته خپل مزل لنډوي، زه نه وایم چې ملي مسایل دې هېر شي، په سیمه ییزه کچه مسایل دې نه حلېږي، اما د سونه کلونو خشونت امیزه حل پر ځای سوله ییز او لنډ حل هم لري، واړه مسایل دې پړسول کېږي نه، انسان دې د انسانیت د بقا لپاره کار وکړي، د انسانیت پر استعدادونو دې کړۍ نه تاوېږي چې یوازې به د دې لپاره کار کوي او بس.

مسایل که هر څومره د جنجال او خشونت لور ته وړل کېږي، عینن همدومره شونتیا يې د سوله ییزتوب لور ته هم شته، که څومره پړسول کېږي، بالکل همدومره احتمال د کمېدو هم لري، که څومره غزول کېږي، دا امکان يې هيڅ وخت نه ردېږي چې په لنډ وخت کې دې حل شي؛ مګر ولې داسې نه کېږي؟ ځکه نه غواړي، په لوی لاس دا کار کېږي، هغه ادارې چې په بې ځایه، بې وخته او غیر اړینو موضوعاتو د انسانانو مصروفول غواړي، که خپل دغه شته امکاناتو د انسانیت په کچه د مسایلو لپاره ولګوي، ایا بیا به هم دومره انسانان له ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګرېوان وي؟ د نړۍ ډېره سرمایه لس فیصده خلکو اخیستې ده او پاتې کسان د هغوی د غلامانو رول ادا کوي، ایا هغوی غواړي چې د دې نوي فیصده خلکو دي همدې مهم ټکي ته ور پام شي؟ دا خبره که د ټولې نړۍ په سطحه صحت لري، د یوه هیواد په اړه يې هم لري، په یوه هیواد کې هم لویه برخه خلک فقیران وي، وړه برخه خلک سرمایه لري، هغوی واک هم لري، پیسې هم لري، په دې دوو شیانو هغوی د یوه بسته ملت په برخلیک هر وخت لوبي کوي. دا نن د هیواد حالاتو ته وګورئ، ګراني چا جوړه کړې ده؟ د تېر دولت خلاف وسله والو مخالفینو ته چا پیسې ور کولې؟ نن د دولت خلاف مخالفینو ته څوک وسلې او پیسې ور کوي؟ دغه کیسه د امریکا په نظام کې هم شته، هلته هم د شتمنو او واکدارو څو ډلې دي، چې کله یوه غالبه شي د نړۍ لپاره یو ډول نقشه جوړه کړي او کله بله غالبه شي، پر هغه پخوانۍ چليپا را کش کړي، نوې وړاندې کړي، ترمنځ يې انسانان د هغوی تر پښو لاندې دل کېږي او هغوی خپل ساتېری پر کوي.

۲۰۲۲/۱/۲۷

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب