دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeروغتیاډینګي څه وړ ناروغي ده؟

ډینګي څه وړ ناروغي ده؟

د روغتیا پوهانو د وینا سره سم د ډينګي ناروغۍ لومړۍ درملنه ۸۰سلنه په کور کې ترسره کیدلای شي او روغتون ته د تلو اړتیا نه پېښیږي، دا هغه مهال چې لومړۍ نښې یې ژر وپیژندل شي.

د ډینګي ناروغۍ درملنې لپاره ځانګړې درمل شتون نه لري، خو روغتیا پوهان وایي چې په لومړي سر کې باید د دردونو ګولۍ وخوړل شي، ارام وشي او ډیر مایعات وکارول شي. خو که ناروغي شدیده شي او نورې نښې ورسره راڅرګندې شي باید ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

ډینګي غوماشی سهار له رڼا راختو څخه وړاندې او له لمر پریوتو دوه ساعته وړاندې زیات متحرک او فعالیت کوي، دا د اګست میاشتې له پېل څخه تر اکتوبر وروستۍ ورځو پورې وده کوي او د خپریدو خطر یې زیات وي، خو په سړه هوا کې د ډینګي نسل وده کول بندیږي.

دا ناروغي د یوه ځانګړي غوماشي (ایډیس ایجپټي) له لارې رامنځته کیږي چې ددې په واسطه له یوه نه بل کس ته لیږدول کیږي. د راپورونو په وینا دغه غوماشی هغه ځای کې موندل کیږي چیرې چې پاکې ولاړې اوبه موجودې وي.

د ناروغۍ څرګندې نښې سخته تبه، قۍ کول، د بدن درد او د سترګو درد ښودل کیږي، ددې ناروغۍ ډاکټران وایي چې له ډینګي غوماشو چیچلو نه وروسته ناروغ کې ددې نښې له دریو ورځو وروسته تر دوه اوونیو پورې راڅرګندیږي.

روغتیا پوهان وایي هغه کسان چې پر ډینګي ناروغۍ اخته وي او د وینې سپين کورویات یې له ۵۰زره څخه ټيټ شي ژر تر ژره باید روغتون ته مراجعه وکړي، سپين کورویات د ۴۵۰زرو څخه کم نه وي او باید له ۱۰۰زرو څخه زیات وي.

اوسمهال د پاکستان په یو شمېر سیمو کې په ځانګړي ډول د افغان کډوالو په کمپونو کې زرګونه کسان پر ډینګي ناروغۍ اخته شوي دي، دغه شمېره د هغو ناروغانو ده چې په روغتونونو کې راجستر شوي دي، خو د کمپ اوسېدونکو په وینا په هر کور کې د ډینګي ناروغان شتون لري.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په نړۍ کې ۲.۵ ملیارده وګړي له ډینګي وایروس څخه په خطر کې دي، ددې شمیرې ۷۰سلنه وګړي یې په اسیایي هېوادونو کې موندل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب